لېنډسي ګراهام: مېرڅ د ایراني رژیم پای ته رسېدو وړاندوینې لپاره په تاریخ کې ځانګړی ځای لري

د امریکا جمهوريپال سناتور لېنډسي ګراهام د مونيخ امنیتي غونډې په څنډه کې ویلي، د جرمني لومړی وزیر فریدریښ مېرڅ د ایراني رژیم پای ته رسېدو وړاندوینې لپاره په تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
ګراهام د مېرڅ څرګندونو ته په اشارې وایي:« مېرڅ ویلي چې د ایران حکومت به سقوط وکړي. خدای دې نوموړی خوندي وساتي». هغه ټینګار کړی، چې د جرمني د لومړي وزیر وړاندوېنه د نړۍوالو سیاستونو په تحلیل کې مهمه او د یادونې وړ ده؛ ځکه چې د خلکو اعتراضونه او د واکمنۍ احتمالي بدلونونه په سیمه کې د نړۍوالو ستراتیژیکو ګټو لپاره اغېزمن بلل کېږي.
