• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې د ږیرې خرېیلو په تړاو د «شرعي تعزیر» ورکړې خبرداری ورکړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰

د هلمند لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې یې هغو کسانو ته چې ږیرې خرې‌يي، د شرعي تغزیر ورکړې خبرداری ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې مخکې په ځينو ولایتونو کې سلمانیو ته هم د خلکو د ږیرې نه خرېیلو خبرداری ورکړی وو.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه ولایت د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې کمېټه کې د یاد قانون د ۲۲مې مادې د ۱۸م بند چې د ږیرې خرېیلو د «حرمت او قباحت» په اړه دی بحث شوی دی.

د طالبانو د یاد قانون په ۲۲مې ماده کې راغلي: «محتسب مسوولیت لري چې د لاندې ځانګړو منکراتو مخنیوی وکړي. ۱۸ بند: د ږیرې خرېیل او تر قبضې کمول».

په دې کمېټه پرېکړه شوې، چې سرغړوونکو ته به «شرعي تعزیر» ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دیاد قانون ۲۲مې مادې ۱۸م بند ږیرې خرېیلو د حرمت او قباحت موضوع تر بحث لاندې ونیول شوه او د ښه پلي کېدلو پر لارو چارو یې خبرې او مشورې وشوې چې سرغړونکو ته د شرعي تعزیر ورکولو په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول».

د خبرپاڼې له‌مخې، د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د توشېح شوي قانون د ښه تنفیذ په موخه جوړې شوې ولایتي کمېټه په هرو دوو اونیو کې خپلمنځي غونډې کوي او په هر دوو میاشتو کې د خپلو اجرااتو راپور د ملا هبت‌الله دفتر ته ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم طالبانو په ځینو ولایتونو کې سلمانیو ته خبرداری ورکړی وو، چې د خلکو ږیرې ونه‌خرې‌يي او لنډې یې هم نه‌کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان په یوه کان کې د چاودنې له امله ۲ کان کېندونکي مړه او ۲ نور ټپيان شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۰

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ په یوه کان کې د چاودنې له امله ۲ کان کېندونکي مړه او ۲ نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پېښې د رامنځته کېدو لامل لا تراوسه نه‌دی مشخص شوی، خو په اړه یې د څېړنو له دوام څخه خبر ورکړی دی.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، دغه پېښه د دوشنبې په ماسپښین (د سلواغې ۲۷مه) د راغستان ولسوالۍ د «کمبک» سیمې اړوند کان کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په یاد کان کې د چاودنې د رامنځته کېدو لامل لا تر اوسه مشخص شوی نه‌دی، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم په کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوي او لامل یې هم په کانونو او همداراز د کان کېدونکو لپاره د ځان ساتنې د معیاري تجهیزاتو نشتوالی په ګوته شوی دی.

د افغانستان تکراري برخلیک: جګړې، نړۍوال فشار او د غرامت د ادعا بې‌وسي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

افغانستان د څو بهرنیو مداخلو او جګړو کوربه پاتې شوی، خو له زیانونو سره، هېڅ حاکم نه‌دی توانېدلی چې د جنګي غرامت موضوع راپورته کړي. داخلي بې‌ثباتي، کمزوری دولتي بنسټ، پټ توافقات او نړۍوالې انزوا همېشه خاموشي خپره کړې. دا یو تاریخي درس او د افغانستان د انزوا تکرارېدونکی سرنوشت دی.

یوې تاریخي کیسې ته تم کیږو؛ د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په لسمه، په کابل کې د شوروي اتحاد سفارت د ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله له دفتره د بېړني ملاقات غوښتنه کوي. په همدې ورځ د شوروي اتحاد لوړپوړی پلاوی —یولي وارنسوف، د ۴۰م پوځ قوماندان جنرال بوریس ګروموف او د شوروي پوځونو مشر سلاکار والنتین وارنیکوف—له ولسمشر نجیب الله سره ډېر مهم سیاسي بحث کوي. دا هغه وخت و چې شوروي پوځونه د وتلو وروستیو شېبو ته رسېدلي وو او د مسکو لپاره د جګړې سیاسي او حقوقي اغېزې خورا حساسې شوې وې.

د ډاکتر نجیب‌الله د دفتر رییس اسحاق توخی په خپل کتاب «د افغان واکمنو کرونولوژیک تاریخ» کې لیکي، چې د شوروي پلاوي اصلي هدف دا و چې ولسمشر نجیب‌الله یو رسمي سند لاسلیک کړي. د سند غوښتنه دا وه، چې افغانستان به د شوروي اتحاد پر وړاندې هېڅ ډول جنګي غرامت، جبران او یا رسمي ادعا نه‌کوي. په ساده ژبه، شوروي غوښتل د لس کلنې جګړې ټول حقوقي عواقب د یوې امضا په بدل کې پای ته ورسوي.

اسحاق توخی زیاتوي، چې ډاکتر نجیب‌الله دا غوښتنه رد کړه. هغه دلیل وړاندې کړ، چې دا ډول ملي پرېکړه د ولسمشر په صلاحیت کې نه‌ده؛ یوازې لویه جرګه یې کولی شي.

د نجیب الله دغه دریځ هم قانوني ارزښت درلود او هم سیاسي حساسیت.

شوروي اتحاد داسې انګېرله، که د نجیب‌الله حکومت ډېر ژر سقوط وکړي، مجاهدین ښايي د شوروي له یرغل څخه د جنګي غرامت غوښتنه وکړي. خو کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نه دا غوښتنه وشوه او نه یې د غرامت موضوع تعقیب شوه.

100%

تاریخي تکرار

دا پېښه بې‌سارې نه‌وه. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې برېتانویانو هم د افغانستان له شاهانو ورته تضمین غوښتې و، څو د خپلو یرغلونو او جګړو مسوولیت په بشپړ ډول له ځانه لرې کړي. افغان لوري هغه وخت هم ورته ځواب ورکړی و: دا واک یوازې د ملت دی.

دا موضوع د ۲۰۲۰م کال د دوحې په مذاکراتو کې هم راپورته شوې وه. د جمهوري نظام د سولې د ټیم یو غړی وايي، چې په دوحې تړون کې د جنګي غرامت موضوع د پټو ضمایمو برخه وه او طالبانو پر دې هوکړه کړې وه، چې دوی به له امریکا او ناټو څخه د جګړې تاوان نه‌غواړي.

دا ټول مثالونه یو ګډ ټکی لري: هر بهرنی قدرت، چې په افغانستان کې دخیل وي، هڅه کوي د جګړې د هر ډول حقوقي تعقیب مخه مخکې له مخکې وتړي.

خو اساسي پوښتنه دا ده، چې ولې افغان حکومتونه له جګړو وروسته دومره منزوي وي، چې د غرامت نوم هم نه‌شي اخیستلی؟

دا مساله څو ژور تاریخي، سیاسي او حقوقي ریښې لري:

۱. حکومتونه اکثراً د جګړې له لارې رامنځته شوي وي

د طالبانو اوسنۍ واکمني یې تازه مثال دی. نه نړۍوال مشروعیت لري او نه د قانوني دعوو د تعقیب ظرفیت په‌کې موجود دی. کله چې دولت د مشروعیت له بحران سره مخ وي، د نړۍوالو پر وړاندې د ادعا کولو ځواک هم نه‌لري.

۲. افغانستان له هرې خارجي مداخلې وروسته په داخلي بحران کې ډوبېږي

د برېتانویانو له مداخلې وروسته د امان‌الله خان پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي ذهنیت او پر هغه د الحاد تور پورې کولو پر هغه د ولس باور کم کړ او په نړۍواله کچه یې هم منزوي کړ، له شوروي مداخلې وروسته کورنی جنګ، د امریکا په مشرۍ د ناټو له مداخلې وروسته ګډوډي او بیا د طالبانو راتګ. دا تسلسل، حکومتونه کمزوري او ناپایدار ساتي.

۳. د لویو قدرتونو سیالۍ افغانستان نیابتي میدان ګرځوي

کله چې دولت د یوه قدرت پر ملاتړ ولاړ وي، د بل قدرت له ملاتړه بې‌برخې کېږي. نو د غرامت هر ډول بحث نړۍوال فشارونه لا پسې حساسوي. غوره بېلګه یې د طالبانو حکومت دی، مخکې له دې چې واک ته ورسیږي، څو ځله یې د رهبرۍ په کچه د غرامت موضوع یاده کړې وه، خو د دوحې له تړون او واک ته له رسېدا وروسته یې ان یو ځل هم د غرامت مساله یاده نه‌کړه.

۴. دولتونه له بشپړ داخلي مشروعیته محروم وي

یو دولت چې د ټول ملت استازیتوب ثابت نه‌شي کړی، د نړۍوالو په سترګو کې د دعوې قانوني ظرفیت له لاسه ورکوي. د برهان‌الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت او د ملا هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو حکومت د افغانستان د ټول ملت استازیتوب نه‌دی ثابت کړی، نو له همدې امله د ځان د بقا په موخه د غرامت مساله یاده شوې نه وه/ ده.

۵. د دولتونو ناپایداري د حقوقي تعقیب لړۍ شنډوي

افغانستان په څو لسیزو کې د سیاسي نظامونو مسلسل بدلونونه لیدلي، شاهي نظام په جمهوري نظام بدل شوی، جمهوري په کمونیستي اوښتی، ورپسې د نظام بڼه مجاهدینو بدله کړه، بیا پسې افغانستان طالبي نظام تجربه کړ او په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان یو ځل بیا د جمهوري نظام تجربه کړ او دا دی اوس یو ځل بیا افغانستان د طالبي نظام تر کنټرول لاندې دی.

دا ناپایداره بدلون د دې سبب شوی، چې هر حکومت د ځان د بقا لپاره هر ډول معاملې ته تیار شي او داسې موضوع په نړۍواله کچه راپورته نه‌کړي، چې پر دوی د نړۍوال فشار سبب شي.

په داسې شرایطو کې نه د نړۍوال حقوقي اسناد تنظیمیږي، نه قانوني تسلسل موجود وي او نه نړۍوالې محکمې دولت د اعتبار وړ ګڼي.

که په لنډه یې ووایو، افغانستان تل جګړو زیانمن کړی، خو د دې زیانونو جبران هېڅکله نه‌دی اخیستل شوی. دا د هېواد په سیاسي تاریخ کې یو تکرارېدونکی، دردناک او مهم درس دی:
کله چې ملت او دولت کمزوري وي، د جګړې قربانیان دعوه نه‌شي کولی، چې ولې مې کور وران شو او ولې ووژل شوم؟

د ناروې پولیسو په دې هېواد کې د وژل شوي افغان کومانډو د هویت په تړاو معلومات خپاره کړل

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۰

د ناروې پولیسو د هغه ۲۸ کلن افغان کډوال د هویت په اړه معلومات خپاره کړي، چې د سلواغې په ۱۹مه نېټه په دغه هېواد کې وژل شوی و. پولیسو د وژل شوي ځوان نوم محمد طارق وزیري ښودلی دی.

که څه هم پولیسو په افغانستان کې د هغه د مخکېني ژوند او دندې په اړه بشپړ جزیات نه دي ورکړي، خو مخکې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې نوموړی د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ۲۲۲ ځانګړې قطعې غړی و.

د برګن ښار رسنیو د راپور له‌مخې، د ښاغلي وزیري انځور او نور مشخصات د هغه د مېرمنې په خوښه خپاره شوي دي. د ده مېرمن هم په همدې برید کې چې د دوی د استوګنې د اپارتمان مخې ته ترسره شوی و، ټپي شوې ده. پولیسو تر دې وړاندې ویلي وو، چې دا پېښه قصدي او له مخکې پلان شوې وه او د برید څرنګوالی ښيي چې وژل شوی کس په نښه شوی هدف و.

د څېړنو له‌مخې، وزیري او بریدګر یو بل پېژندل. همدارنګه، د دغه پخواني سرتېري مېرمنې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د هغه د مېړه پوځي مخېنه د پولیسو د پلټنو مهمه برخه ګرځېدلې او جدي څېړل کېږي. بلخوا، د وژل شوي عسکر یوه نږدې خپلوان افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې ټینګار کړی، چې نوموړي له هېچا سره شخصي دوښمني نه لرله.

یوې بلې سرچینې هم یادې رسنۍ ته ویلي، چې وزیري په کابل کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې په ځانګړي ډول په ۱۳۹۶ کال کې د حقاني شبکې د وسله‌ولو پروړاندې د کابل په انټر کانټېننټل هوټل باندې د برید پر مهال مهم او اغېزناک رول لوبولی و او «ډېره وړتیا او مېړانه یې ښودلې وه».

پېښه کې د لاس‌لرلو په تور د یو بل افغان نیول کېدل

له دې پېښې وروسته، د ناروې پولیسو یو بل افغان وګړی د دغه پخواني پوځي د وژنې په تړاو د شک پر بنسټ ونیوو. یاد کس لومړی د شاهد په توګه پولیسو ته ورغلی و، خو څو ساعته وروسته د خپل هېوادوال د وژنې په تور ونیول شو.

انګرلیزه هویلنډ چې د ناروې د پولیسو څارنواله ده، د چهارشنبې په ماښام د سلواغې په ۲۲مه په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د دغه کس حالت له شاهد څخه تورن ته بدل شوی دی. هغې زیاته کړه، چې دا نیونه د هغو نویو معلوماتو پر بنسټ شوي، چې د پلټنو په بهیر کې ترلاسه شوي دي.

هغې د شواهدو په اړه نور جزیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې «د تورن تګ راتګ، له قرباني سره یې پېژندګلوي او نور اسناد» پولیس دې پایلې ته رسولي، چې نوموړی د پېښې له ځای او د وژنې له ترسره کېدو سره تړاو لري. د افغانستان د دغه پخواني پوځي د وژنې پېښه د ناروې په رسنیو کې پراخ غبرګونونه راوپارول. دا په داسې حال کې ده چې د ناروې حکومت د کب په میاشت کې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاره.

سپنتا امریکایي سناتور ته: د بګرام زندان تجربه او د زرګونو بندیانو خوشې کېدل باید هېر نه‌شي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۳ GMT+۰

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا د امریکایي سناتور لینډسي ګراهام د وروستیو څرګندونو په غبرګون ویلي، چې نوموړی ایران ته د "ازادۍ" راوستلو خبره کوي، خو پخوا یې په افغانستان کې د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کوله.

سپنتا د افغانستان د تېرې تجربې په رڼا کې د دغسې تګلارو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

سپنتا په خپل پیغام کې لیکلي، چې سناتور لینډسي ګراهام تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د لا ډېرو زندانونو د جوړولو غوښتنه کړې وه.

د هغه په وینا، له بګرام زندان څخه چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا جوړ شوی و، له طالبانو سره د هوکړې په پایله کې نږدې شپږ زره کسان خوشې شول. نوموړي زیاته کړې، چې په دغو خوشې شویو کسانو کې د داعش، طالبانو او نورو نړۍوالو ترهګرو ډلو غړي شامل وو.

د سپنتا په باور، دغه کسان روزل شوي او د ورانکارۍ لپاره چمتو وو او د هغوی خوشې کېدل د افغانستان لپاره جدي امنیتي پایلې درلودې. هغه د همدې تجربې په یادولو سره ټینګار کړی، چې یوازې پر پوځي او امنیتي لارو ولاړې تګلارې نه یوازې دا چې په افغانستان کې یې تلپاتې ثبات رامنځته نه‌کړ، بلکې په ځینو مواردو کې یې د ناامنۍ د پراختیا زمینه هم برابره کړه.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي، چې افغانستان د ۱۴۰۰ لمریز کال له بدلونونو وروسته لا هم له سختو امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دی او په دې هېواد کې د توندلارو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.

د طالبانو د ملي پراختیا شرکت رييس بېلاروس ته په رسمي سفر تللی دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي پراختیا شرکت رييس عبدالرحمان عطاش په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته په رسمي سفر تللی دی. دغه پلاوي د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د صنعتي چارو په تړاو د همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو افغانستان ته د بېلاروسي د تخنیکي وسایلو، کرنیزو او نورو اړینو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي په تړاو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دغه تولیدات په افغانستان کې د سترو پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره ضروري دي».

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال سرګي لوکاشېوېچ په افغانستان کې د بنسټيزو او رغونې په چارو کې د ملي پراختیا شرکت فعالیتونه وستایل.

100%

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د صنعت، کرنې او خوراکي توکو، روغتیا او پوهنې په برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.

د شنونکو په باور، د افغانستان په لویو پراختیايي پروژو کې تر ډېره روسي او بېلاروسي ودانیز او نور تجهیزات کارول کېږي او ښايي په دې سفر کې د نویو تجهیزاتو د پېرلو په تړاو هم هوکړې وشي.