• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۰

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۶۵۱وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

له امریکا سره د خبرو اترو دویم پړاو؛ ایرانی پلاوی جېنوا ته ورسېد

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او ورسره مل پلاوی یې له امریکا سره د اټومي خبرو اترو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره جېنوا ته ورسېد. تردې وړاندې ایراني رسنیو خبر ورکړی و، چې هغه د یوه پلاوي په مشرۍ د دغه خبرو د دویم پړاو او «ځینو ډیپلوماتیکو سلامشورو» لپاره جېنوا ته روان شوی.

رویټرز مخکې راپور ورکړی و، چې د سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر په ګډون یو امریکایي پلاوی به د سې‌شنبې په سهار له ایراني چارواکو سره وګوري. په ورته وخت کې د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي: «موږ د امریکا له‌خوا کوم رسمي ځواب نه‌دی ترلاسه کړی او د خبرو اترو جزییات څارو».

لاریجاني زیاته کړه: «د توغندیو موضوع له خبرو اترو سره تړاو نه‌لري او دا د ایران د ملي امنیت برخه ده؛ نو په دغه مذاکراتو کې به پرې خبرې ونه شي». لاریجاني ویلي: «په ایران کې د اسراییل حضور هومره پراخ نه‌و، لکه څنګه چې ورته تبلیغ کېده».

د امریکا او ایران د خبرو لومړی پړاو په عمان کې ترسره شو. عباس عراقچي د لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته وویل: «له امریکا سره خبرې اوږدې او سختې وې».

ایران د جېنوا خبرو اترو په درشل کې له ټرمپ سره د اقتصادي امتیازاتو ژمنه کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۰ GMT+۰

په جېنوا کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو په درشل کې یوه ایراني ډیپلوماټ ویلي، ایران غواړي له امریکا سره یوې داسې هوکړې ته ورسېږي چې دواړو هېوادونو ته به اقتصادي ګټې ورسوي.

د هغه په وینا؛ د انرژۍ، کانونو او الوتکو په برخو کې همکاري ښایي د یادې هوکړې په چوکاټ کې وڅېړل شي. ایران او امریکا د فبرورۍ میاشتې په پیل کې خپلې خبرې اترې بېرته پیل کړې؛ څو د تهران د اټومي پروګرام پر سر اختلافات حل کړي او د نوي پوځي کړکېچ مخه ونیسي.

دغه خبرې داسې مهال روانې دي، چې تر دې مخکې سیمې ته د امریکا د دویمې الوتکه وړونکې بېړۍ د استولو راپورونه خپاره شوي وو. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال حمید قنبري ویلي: «د یوې هوکړې د پایښت لپاره اړینه ده، چې امریکا هم په هغو برخو کې چې لوړ او چټک اقتصادي عاید لري؛ ګټه ترلاسه کړي».

هغه زیاته کړه، چې د تېلو او ګازو په ډګرونو کې ګډې ګټې، د کانونو په برخه کې پانګونه او حتی له امریکا څخه د الوتکو پېرودل د اوسنیو خبرو اترو ځینې برخې دي. دغه ایراني چارواکي ټینګار وکړ، د ۲۰۱۵کال اټومي تړون چې د «برجام» په نوم هم یادېږي د امریکا اقتصادي ګټې نه‌وې تضمین کړې.

په ۲۰۱۸کال کې ډونالډ ټرمپ امریکا له برجام تړون څخه واېستله او پر تهران یې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول. له بل پلوه رویټرز راپور ورکړی، چې د سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر په ګډون یو امریکایي پلاوی به د سې‌شنبې په ورځ په جېنوا کې له ایراني چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له نورو جزییاتو ورکولو پرته وویل :«سټیو وېټکاف او جرډ کوشنر د مهمو غونډو لپاره روان دي او موږ به وګورو، چې پایله یې څه ده». په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې عباس عراقچي له تهران نه د جېنوا لپاره تللی؛ ترڅو له امریکا سره په خبرو اترو کې برخه واخلي.

اسراییل د لبنان- سوریې پر پوله بمبار کې لږ تر لږه ۴ کسان وژلي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

د لبنان چارواکي وايي، اسراییلي ځواکونو د لبنان- سوریې پر ګډه پوله د لبنان په خاوره کې پر یوه موټر بمبار کړی، له امله یې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه موټر د دوشنبې ورځې په سهار وختي (د سلواغې ۲۷مه) په نښه شوی دی.

د اعلامیې له‌مخې، په وژل شویو کسانو کې یو یې د سوریې اوسېدونکی دی او خالد محمد نومېده، خو د درېیو نورو وژل شویو کسانو د هویت په تړاو لا تر اوسه څه‌ نه‌دي ویل شوي.

سوریې او اسراییل لا تر اوسه د دغه برید په تړاو څه نه‌دي ویلي.

برېتانیا د ماشومانو د خوندیتوب په موخه انټرنټ ته پر لاسرسي محدودیتونه لګوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر ویلي، چې له ډیجیټلي ګواښونو څخه د ماشومانو د ساتنې په موخه به د انټرنټي لاسرسي د تنظیم لپاره د لا زیاتو قانوني واکونو غوښتنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټېکنالوژي په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده او قوانین هم باید له دغه سرعت سره ځان برابر کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر نن د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د ټولنیزو رسنیو هېڅ انټرنټې پلیټ‌فارم باید په وړیا ډول اجازه ترلاسه نه‌کړي.

نوموړي زیاته کړې: «زموږ د ماشومانو د ساتنې په برخه کې باید د ټولنیزو رسنیو هېڅ پلیټ‌فارم وړیا اجازه ترلاسه نه‌کړي، له همدې امله زه اقدام کوم».

د سټارمر دفتر ویلي، چې په دې برخه کې د نویو واکونو د اخېستو هدف دا دی، څو حکومت وکولای شي چې د ټېکنالوژۍ له هر نوي بدلون سره سم په څو میاشتو کې اقدام وکړي.

پر همدغه مهال د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې، چې مصنوعي ځیرکتیا دې د ځینو هغو کاریالونو مخه ونیسي، چې د خلکو له خوښې پرته جنسي انځورونه تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د برېتانیا حکومت ویلي و، دوی به هم د ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د اسټرالیا په څېر د یوه ماډل پر کارولو سلا مشورې وکړي.

اسټرالیا په خپل هېواد کې تر ۱۶ کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره پر انټرنټ محدودیتونه لګولي او د هسپانیا، یونان او سلوانیا په ګډون ځینې نور هېوادونه هم د ورته اقدام پلان لري.

ذبیح‌الله مجاهد وایي که امریکا پر ایران برید وکړي دوی به له ایران سره همکاري وکړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د امریکا او ایران تر منځ د نانندریو او پر ایران د بریدونو د احتمال په درشل کې د طالبانو ویاند ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، نو دوی به د ایران له ملت سره همکاري وکړي. سره له دې چې د ایران او امریکا تر منځ په وقفه‌يي ډول خبرې روانې دي، خو لا هم یو بل ته ګوتڅنډه کوي.

د امریکا او ایران تر منځ په ناندریو کې د طالبانو ویاند ‌ذبیح‌الله مجاهد پر ایران د اسراییل او امریکا تېرو بریدونو ته په اشارې وايي، په هغه جګړه کې ایران ګټونګی وو او دا ځل هم که پرې برید وشي، نو ایران به برلاسی وي.

ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «ها بل وارې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت کوم برید وشو، پایله دا وه چې ایران ګټونکی وو او زه فکر کوم بیا به هم همداسې کېږي».

د مجاهد په باور، ایران په اوسني وخت کې وړتیاوې لري او دغه هېواد په «حقه» دی او له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا پر ایران برید وکړي، طالبان به کومه خوا نیسي ویلي: «که پر موږ هر غږ کېږي، افغانان دې ته چمتو دي چې د جګړې د ستونزو په برخه کې له ایراني ملت سره همدردي ولري او همکاري ولري».

د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.