نصیر احمد اندېشه: د طالبانو مشران په جلا نړۍ کې ژوند کوي

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو پر ډېری مشرانو تور ولګاوه، چې هغوی «په جلا نړۍ کې ژوند کوي» او داسې انګیري، چې د افغانستان او نړۍ د ۲۱مې پېړۍ له خلکو سره خبرې نه کوي، بلکې د لومړۍ پېړۍ په څېر د «پیرانو» یوې ټولنې ته وعظ کوي.