• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان زامنو له خپل پلار سره د لیدنې لپاره د پاکستان له حکومته د ویزو غوښتنه کړې ده

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زامن وايي، زندان کې د خپل پلار د روغتيايي حالت د خرابېدو په اړه سخت اندېښمن دي او د هغه د ليدنې لپاره يې د پاکستان د وېزې غوښتنه کړې ده. هغوی له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې تر دوو کلونو زياتې جلاوالي وروسته دې ورته د پلار د ليدو اجازه ورکړي.

تېره اوونۍ د عمران خان وکيل د پاکستان سترې محکمې ته ويلي وو، چې نوموړي د بند په موده کې د خپلې ښي سترګې د ليد د پام وړ برخه له لاسه ورکړې ده. خو د دوشنبې په ورځ يو طبي پلاوي اعلان وکړ، چې له درملنې وروسته پړسوب کم شوی او د هغه د سترګې ليد هم ښه شوی دی.

قاسم او سليمان خان چې ۲۶ او ۲۹ کاله عمر لري او په لندن کې اوسېږي، د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې دوی پر خپور شوي طبي راپور باور نه لري. هغوی زياته کړې، چې د تېرې سپټمبر مياشتې راهيسې يې د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ له خپل پلار سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

د دوی په وينا، عمران خان عادت لري چې د خپل روغتيايي حالت په اړه له خبرو ډډه وکړي، خو په وروستۍ اړيکه کې يې ورته ويلي، چې د څو مياشتو لپاره د سترګو له درملنې بې‌برخې و. قاسم خان وويل: «له پلار څخه اوږدې جلاوالي کله ناکله موږ ناهيلې کړي يو». هغه زياته کړې، چې پلار يې بايد پر وسایلو سمبال روغتيايي مرکز ته ولېږدول شي او خپلو شخصي ډاکټرانو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

بل لور ته، پاکستاني چارواکي وايي چې د درملنې بهير روان دی او د مخالفينو هغه تورونه ردوي چې ګواکې بې پروايي شوې ده. سترې محکمې هم له اړوندو ادارو غوښتي، چې د هغه د درملنې د څرنګوالي بشپړ جزييات وړاندې کړي.

عمران خان چې ۷۳ کلن دی، د ۲۰۲۳ کال د اګست له مياشتې راهيسې په زندان کې دی. هغه او د هغه ګوند تحریک انصاف پر نوموړي لګېدلي تورونه سياسي انګېزه لرونکي بولي.

پر هغه د ۲۰۲۲ کال کې د بې باورۍ د رايې له لارې له واکه تر لرې کېدو وروسته څو دوسيې جوړې شوې دي، چې په‌کې د دولتي سوغاتونو او يو ناقانونه واده اړوند تورونه هم شامل دي. ځينې سزاوې ځنډول شوې يا لغوه شوې دي او د استيناف غوښتنې لا هم تر څېړنې لاندې دي. عمران خان ټول تورونه رد کړي دي.

قاسم او سليمان د عمران خان او د هغه د پخوانۍ مېرمنې جمایما ګولډ سمېټ تر بېلتون وروسته په برېټانيا کې لوی شوي دي. دوی ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر له هغې پېښې وروسته يې خپل پلار نه دی ليدلی، کله چې هغه له يوه بريد څخه ژوندی ووت. د دوی په وينا، تېرې مياشتې يې د وېزې غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سليمان خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي د ځنډ لامل څه وي، وويل: «کېدای شي واکمن بنسټونه اندېښنه ولري چې زموږ ليدنه به د هغه حالت ته لا زيات پام واړوي». په لندن کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمه د نظر غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

قاسم خان ټينګار وکړ، چې د دوی بېړنۍ اندېښنه د پلار روغتيا ده، خو نور مهم ټکي هم شته، لکه د هغه ازادي، د بشري حقونو درناوی او د عادلانه محاکمې تضمين.

په همدې حال کې، په پاکستان کې رسنيو ته د عمران خان د نوم، ويناوو او انځورونو د خپرولو اجازه نه ورکول کېږي او يوازې د هغه يو محکمه يي انځور چې له بند وروسته اخيستل شوی، د خلکو لاس ته ورغلی دی.

تحريک انصاف ګوند په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسېد او لا هم په ځينو مهمو ايالتونو کې پراخ ولسي ملاتړ لري. په تېرو څلورو ورځو کې د دې ګوند پلويانو د خېبرپښتونخوا او پنجاب تر منځ سترې لارې تړلې دي، چې له امله يې زرګونه موټر درېدلي او په ځينو سيمو کې د سون توکو او خوراکي توکو رسونه ټکنۍ شوې ده.

قاسم خان د خپل پلار پلويانو ته په يوه پيغام کې وويل: «خپل باور ټينګ وساتئ او مبارزې ته دوام ورکړئ. دا هماغه پيغام دی چې موږ يې هم د پلي کولو هڅه کوو».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

اسلام‌اباد: طالبان د داعـش تور پر پاکستان لګوي څو له ټي‌ټي‌پي څخه خپل ملاتړ پټ کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي د داعـش تور پر پاکستان پورې کړي څو له ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي‌ټي‌پي) څخه خپل دوامدار ملاتړ پټ وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ دننه ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره له دې ډلې ملاتړ او تمویل کوي.

مجاهد همداراز ویلي وو، چې په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی خونړی برید د پاکستان د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ او روزنې پایله ده، او زیاته کړې یې وه، چې دا ډول پالیسۍ به په پای کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.

خو مشرف زیدي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا ادعاوې بې‌اساسه دي او د ملګرو ملتونو راپورونه بل ډول واقعیت ښيي. د هغه په وینا، د د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستند راپورونه څرګندوي، چې د ټي‌ټي‌پي، القاعده او داعش خراسان په ګډون څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.

زیدي ټینګار کړی، چې طالبان هڅه کوي روان تاوتریخوالی داعش ته منسوب کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ردوي. هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو اسناد ښيي دغه ډلې په افغانستان کې فعالې دي، پراخېږي او دا هېواد د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي پناه‌ځای بدل شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې القاعده، داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي له یو بل جلا فعالیت کوي، دا د موضوع د پېچلي کولو هڅه ده، ځکه د هغه په وینا، دغه ډلې له ګډو سرچینو د جنګیالیو جلب، تمویل او لوژستیکي شبکو څخه استفاده کوي او له یو بل سره همغږي لري.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان پرله‌پسې داسې شواهد وړاندې کړي چې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پر پاکستان اغېز کوي، خو د طالبانو حکومت هڅه کوي د خپلو مسوولیتونو څخه د خلکو او ګاونډیو هېوادونو پام واړوي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: طالبان دې د انزوا او یا د سولې لاره غوره کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو پرېکړه واضح پیغام لري. هغه وایي:« د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي».

عاصم افتخار احمد پر اېکس پاڼه لیکلي، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې د افغانستان لپاره کومه لاره غوره کوي؛ د انزوا لاره او که د سولې لاره. هغه ټینګار کړی، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي، په فعاله توګه به خپل راپورونه وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ به د امنیت شورا د پرېکړې له لارښوونې سره سم وکړي.

هغه لیکلي:«د طالبانو پر وړاندې د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه واضح پیغام لري، چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. موږ هیله‌من یو، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ وکړي».

د پاکستان استازي ټینګار کړی، د امنیت شورا پرېکړه د نړۍوالې ټولنې د اصولو ملاتړ کوي او د طالبانو لپاره یې په ډاګه کړې چې د افغانستان راتلونکی په سولې او سوکالۍ کې دی؛ نه په انزوا او ګواښونو کې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي و، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې وه، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

په سند ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د مساپر وړونکي موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، چې یاده ټرافیکي پېښه د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ورځ هم د سند ایالت پر عمومي لاره د څو موټرونو د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

عليمه خان: د عمران خان د درملنې پر مهال د هغه د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وایي، د پاکستان حکومت د دوی له لوري معرفي شوي متخصصین او ډاکټران رد کړي او د کورنۍ غړو ته یې هم د خان د درملنې پر مهال د حضور اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خراب روغتیايي وضعیت په تړاو له ګڼو غبرګونونو وروسته د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې هغه باید د درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شي.

د عمران خان خور عليمه خان یو ځل بیا د خان د روغتیايي وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د خان درملنه باید د اسلام‌اباد په شفا روغتون کې د هغه د شخصي ډاکټرانو او د کورنۍ د غړو په حضور کې وشي، خو په وینا یې حکومت دې کار ته اجازه نه‌ورکوي.

علیمه خان د یکشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زموږ غوښتنه له پیل څخه روښانه وه؛ عمران خان باید د متخصصو ډاکټرانو له لوري معاینه او درملنه یې وشي او دا به د هغه د شخصي ډاکټر (ډاکټر عاصم یوسف) او د کورنۍ د یوه غړي په حضور کې د اسلام‌اباد په شفا انټرنشنل کې ترسره شي».

د نوموړې په وینا، د پاکستان حکومت هغه متخصصین او ډاکټران چې باید د عمران خان د درملنې په بهیر کې حضور ولري رد کړي او همداراز ورته ویل شوي، چې د خان د درملنې په بهیر کې د هغه خویندې هم باید حضور ونه‌لري.

هغې ټينګار کړی: «دا د منلو وړ نه ده. زموږ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې ولې زموږ د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي؟ ایا زموږ له‌خوا معرفي شوي ډاکټران ځکه رد شوي چې هغوی ډېر مسلکي او لوړپوړي ډاکټران دي؟»

د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا د عمران خان د روغتیايي حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم تر دې مخکې د عمران خان د خراب روغتیايي حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او همداراز د عمران خان وکیل ویلي وو، چې د هغه ښۍ سترګه ړندېدو ته نږدې ده.

ذبیح الله مجاهد: مستند شواهد لرو چې داعش په پاکستان کې پټنځایونه لري

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۰

د طالبانو ویاند وایي، دوی داسې مستند شواهد لري چې یادې ډلې ته پاکستان په خپله خاوره کې روزنیز مرکزونه او پټنځایونه ورکړي او اوس یې له بلوچستان نه خیبر پښتونخوا ته لیږدولي. هغه د ټي ټي پي په تړاو ویلي چې په افغانستان کې نشته او شته خلک یوازې بې وسلې وزیرستاني کډوال دي.

مجاهد چې د تهران راډیو پښتو څانګې سره یې خبرې کولې زیاته کړه، «موږ داسې مستند شواهد او راپورنه خپاره کړل چې پاکستان داعش ډلې ته لومړی د بلوچستان په مستونګ سیمه کې پناه ځایونه ورکړي وو او د خپلو موخو لپاره یې کارول، دا دی اوس یې په خیبر پښتونخوا کې دا ډله ځای پر ځای کړې ده».

طالب ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلام اباد د شیعه وو پر جومات وروستي برید ته پکې اشاره شوې وه، چې ولې ؟ که داعش په پاکستان کې پټنځایونه او د پوځ ملاتړ له ځان سره لري په دې هېواد کې بریدونه ترسره کوي، وویل: « بدبختانه چې پاکستان د خپلو مرمزو استخباراتي موخو لپاره دا بده پدیده کاروي او ملاتړ یې کوي، د داعش روزل داسې دي لکه په لستوڼي کې د مار پالل، دا د پاکستان له خوا د داعش پروژې د پالیسۍ نتیجه ده، چې د دواړو هېوادونو د خلکو په تاوان ده.»

ذبیح الله مجاهد، د ټي ټي پي په اړه وویل، چې د دغې ډلې وسله وال جنګیالي په افغانستان کې حضور نه لري او شته خلک یوازې بې وسلې وزیرستاني کډوال دي چې دوی د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو څخه لرې لېږدولي دي.

هغه زیاته کړه، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ مساله ده او باید خپله یې حل کړي.

نومړي زیاته کړې چې طالبان هیچا ته دا اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره د نورو پر ضد د وسله والو فعالیتونو لپاره وکاروي.

مجاهد په داسې حال کې د داعش او ټي ټي پي په اړه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د شیعه وو پر یو جومات کې د ځانمرګي برید لهکېدو وروسته، چې پړه یې داعش په غاړه واخیسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف او نورو چارواکو وویل چې له روژې وړاندې به یې غچ واخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، چې که څه هم ځانمرګی بریدګر افغان وګړی نه و، خو څو ځله یې افغانستان ته سفر کړی او له هغه ځایه یې وسله واله روزنه ترلاسه کړې وه.