• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بنیامین نتنیاهو: ایران د باور وړ نه‌دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ او پر دغه هېواد د احتمالي بریدونو په درشل کې د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې ډونالډ ټرمپ غواړي له پوځي اقدام وړاندې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو ټولې لارې و ازمايي، خو نوموړی له ایران سره د هر ډول هوکړې په اړه بدبینه دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) اسراییل ته د "امریکا د لویو یهودي سازمانونو د مشرانو کنفرانس" د پلاوي د ۵۱مې کلني سفر پر مهال وویل، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ باور لري چې تهران به د ۱۲ ورځنۍ جګړې له تجربې وروسته، هوکړې ته د رسېدو فرصت له لاسه ورنه‌کړي.
نوموړي له دې سره سره زیاته کړه: «دا نه پټوم چې له تهران سره د هرې هوکړې په اړه شک لرم، ځکه که رښتیا ووایم ایران په یو شي کې د ډاډ وړ دی؛ هغه دا چې درواغ ووايي او درغلي وکړي».

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰
100%

سي‌بي‌اېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونه‌رسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکايي یهودانو د سازمانونو د مشرانو په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دی د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه شکمن دی، خو په خبره یې په دې هوکړه کې باید له ایران څخه د غني شویو اټومي موادو اېستل شامل وي.

نوموړي زیاته کړې: «په ایران کې باید د غني کولو هېڅ وړتیا پاتې نه‌شي، یوازې د غني کولو پروسې درول نه، بلکې د هغو وسایلو او زېربناوو له‌منځه وړل هم شامل وي چې تاسو ته لومړي سر کې د غني کولو اجازه درکوي».

ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په روانه اوونۍ کې پیل شي.

یو ایراني ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې ایران له امریکا سره د داسې یوې اټومي هوکړې په لټه کې دی، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو پخوانۍ شخړې د حل د یوې نوې پوځي شخړې د مخېنیي لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰
100%

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.

د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.

اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.

انتونیو ګوترېش: روژه د سولې او یووالي میاشت ده

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې دا میاشت د هیلو، سولې او همدردۍ نښه بللې ده. نوموړي هیله ښودلې چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي، چې نړۍ دا مهال له ګڼو بشري کړکېچونو سره مخ ده او روژه د یووالي، شفقت او د اړمنو د لاسنیوي یو فرصت دی.

هغه د افغانستان، یمن، غزې او سوډان په څېر هېوادونو کې روانو بشري بحرانونو ته په اشارې سره، د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله له زیانمنو شویو کسانو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې باید د ټولو انسانانو حقونه او کرامت خوندي وساتل شي او نړیواله ټولنه دې د بشري ناورینونو د کمولو لپاره ګډ او جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړي هیله وښوده چې د روژې میاشت به د سولې، زغم او متقابل درناوي د لا پیاوړتیا لامل شي.

پنځه اروپایي هېوادونه وایي الکسي ناوالني د زهري موادو له امله مړ شوی

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۰
100%

پنځو اروپایي هېوادونو اعلان کړی چې د کرملین مشهور او سرسخته مخالف الکسي ناوالني د مړینې لامل مسمومیت و. بریتانیا، فرانسې، جرمني، سویډن او هالند په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ازموینې ښيي ناوالني د «اپیباټیډین» په نوم خطرناکو زهري موادو په وسیله مسموم شوی و.

د دغو هېوادونو په وینا، دا پایلې د ناوالني د بدن له اخیستل شویو نمونو تر څېړنې وروسته ترلاسه شوې دي.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې تېره ورځ په لندن کې خپره شوه، یادو هېوادونو ویلي چې دا موضوع یې د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته هم راپور کړې ده. بریتانیا ویلي چې دا پېښه په روسیه کې د «اندېښمنوونکي چلند یوه بېلګه» څرګندوي.

اپیباټیډین یوه پیاوړې زهري ماده ده چې د «زهري ډارټ چونګښو» له یوه ځانګړي ډول څخه ترلاسه کېږي او په طبیعي ډول په روسیه کې نه موندل کېږي.

بلخوا، د روسیې حکومت د ناوالني په مړینه کې هر ډول لاس لرل رد کړي او د اروپایي هېوادونو وروستۍ ادعاوې یې د «لوېدیځ تبلیغات» بللي دي.

د روسیې د زندانونو ادارې مخکې ویلي وو چې ناوالني د خپل بند د مودې پر مهال یوه ورځ تر ګرځېدو وروسته ناڅاپه ناروغ شو او بې‌هوښه شو.

چین د ۵۳ افریقایي هېوادونو پر وارداتو تعرفه لغوه کوي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۵ GMT+۰
100%

د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد به د «غوایي میاشتې» له لومړۍ نېټې څخه د هغو ۵۳افریقایي هېوادونو د وارداتو لپاره چې له بیجینګ سره یې دیپلوماتیک اړیکې لري، تعرفه لغوه کړي. تر دې مخکې، چین یوازې د ۳۳څخه د لږو پرمختللو افریقایي هېوادونو لپاره د تعرفې معافیت لرلو.

د دې اقدام موخهد چین او افریقا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول دي، او تمه ده چې د چین او دې هېوادونو ترمنځ سوداګریزه تبادله زیاته شي.

راپورونه ښيي چې د چین حکومت د افریقایي هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه، د ګډو اقتصادي او سوداګریزو تړونونو د مذاکرې او لاسلیک بهیر هم روان ساتلی دی.

د دې پریکړې موخه د افریقایي توکو چین ته د لاسرسي اسانه کول، د صادراتو لګښتونو کمول، او د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ښوول شوې ده.