• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې او مسلکي زده کړو لپاره انسټېټيوټ پرانیزي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د شهید سردار محمد داود خان روغتون طالب چارواکی محمد طاهر احرار وايي، چې ډېر ژر به د یاد ۴۰۰ بستریز روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او زده‌کړو لپاره د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» پرانېستل شي. احرار زیاتوي، دا مرکز د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانستې ته چمتو دی.

یوې طالب پلوه رسنۍ د شهید سردار محمد داود خان روغتون د یو طالب چارواکي، محمد طاهر احرار، په حواله خبر ورکړی، چې د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.

احرار پر ایکس خواله رسنۍ ليکلي، په دې انسټېټيوټ کې به د زړه د داخله ناروغیو، د زړه جراحي عملیاتو، انویسیف کارډیالوجۍ، پیس مېکر، انجیواپلاستي او انجیواګرافۍ اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زده‌کړې ترسره کېږي، چې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او عصري طبي تجهیزاتو په وسیله به خدمات وړاندې کېږي.

د محمد طاهر احرار په وينا، د یاد انسټېټيوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیل په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او همداراز ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمتونه به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او ازبکستان امنیتي چارواکو پر پوله د ناقانونه فعالیتونو پر مخنيوي خبرې کړې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال د ازبکستان د دولتي امنیت له رییس او مل پلاوي سره پر پوله د ناقانونه فعالیتونو پر مخنيوي خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د مساپرو د تګ‌راتګ پر اسانتیاوو برابرولو هم بحث شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سرحدي پولیسو مرستیال عبدالمنان حسان په خپل دفتر کې د ازبکستان د دولتي امنیت له مشر رستم احمدوف او مل پلاوي سره پر پولو د هر ډول قاچاق د مخنیوي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د سرحدي امنیت پر ټینګښت خبرې کړې دي.

طالبانو د ښاغلي حسان په حواله لیکلي: «د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر سالمې همغږۍ ټینګار شوی او ډاډ څرګند شوی، چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت په ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو په مخنیوي کې به جدي اقدامات کوي».

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې په ګډ بازار کې د سوداګرو لپاره د نویو اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو بحث وشو.

د پاکستان د ولسمشر ویاند یو ځل بیا طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي په روزګان ولایت کې د یوه پخواني پوځي د قبر سپړلو او د هغه جسد ته تر سپکاوي وروسته طالبان یو ځل بیا «بې‌مغزه ځناور» بللي دي.

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو غړو په روزګان کې د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستلی، سر یې پرې کړی او قبر ته یې سپکاوی کړی دی. نوموړي لیکلي: «له همدې امله زه هغوی بې‌مغزه ځناور بولم».

په روزګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د شنبې په شپه د ترینکوټ ښار د شهیدانو هدیرې څخه د صدیق‌الله په نوم د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستل شوی دی.

د یاد پوځي کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو غړو د شنبې په شپه د روزګان ولایت په مرکز کې د هغه قبر ویجاړ کړی او جسد یې له خاورو راېستلی دی. په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې رسنیو ته رسېدلي لیدل کېږي، چې قبر په بشپړه توګه نړول شوی او مړی له خاورو اېستل شوی دی.

مرتضی سولنګي تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د یوې رسنیزې شمېرنې په غبرګون کې چې په‌کې په نږدې څلورو کلونو کې د زرګونه افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې وه، طالبان «بې‌مغزه ځناور» بللي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له لوږې سره د مخ افغانانو لپاره زموږ د مرستو رسونې چارې دوام لري

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي، د جاپان په ملاتړ یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې هغو کورنیو ته د ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو رسولو چارې په چټکۍ سره دوام لري چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه مرستو موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د ژمي په سختو شرایطو کې د خوراکي توکو د کمښت له امله زیانمنې شوې دي. دغه بنسټ د جاپان د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نږدې ۱۵ مېلیونه خلک په لوږه ویده کېږي.

دغه سازمان ویلي و، د بودجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له مېلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې ودروي.

ملګري ملتونه: د مرستو کمښت په افغانستان کې د خلکو اړتیاوې محدودوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اماني صندوق (STFA) وایي، چې د مرستو کمښت په دغه هېواد کې د خلکو اړتیاوې محدودوي او د لاسته راوړنو ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د دغه صندوق په وینا؛ د راستنېدونکو زیاتېدونکې شمېرې او اقتصادي ستونزې پر خلکو شته فشار نور هم پراخوي.

د دغه ادارې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه صندوق له مالي ملاتړ سره ترسره شوې پروژې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي، د پاکو اوبو، روغتیا، زده‌کړې او اقتصادي چارو زمینه برابروي او ټولنې ته د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت ورکوي.

د دغه صندوق د څارنې او ارزونې متخصص وادزانای موشانډیکوا د پکتيکا، لوګر، خوست او غزني ولایتونو ته د سفر پرمهال ویلي:« هره پروژه د خلکو پر ژوند مستقیمه اغېزه لري».

هغه وایي، د کوچنیو او متوسطو سوداګریزو پروژو او اقتصادي مقاومت پروګرامونو له لارې کورنۍ خپل عاید لوړوي او اقتصادي ثبات ترلاسه کوي. د نوموړې په وینا؛ د یاد صندوق پروژې د ټولنیز مسوولیت پراختیا، د کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د ګواښ کمولو او د ښځو د ګډون فرصتونه زیاتوي.

موشانډیکوا ټینګار کړی:«د خلکو همکاري او ګډ مسوولیت د پروژو اغېز دوه چنده کوي».

له خېمو تر سپکاوي؛ کندهار کې تازه ستانه شوي کډوال د طالبانو له سپکاوي ډک چلنده شکایت کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۰

کندهار کې تازه ستنې شوې سلګونه کورنۍ وایي، چې د ژمي په سړه هوا کې له سختو بشري ستونزو سره مخ دي؛ خو لاهم ورته لازمې مرستې نه‌دي رسېدلې. دغه کورنۍ زياتوي، له راستنېدو وروسته اوس نه د اوسېدو مناسب ځای لري، نه کافي خواړه او نه هم روغتیايي اسانتیاوې.

سره له دې چې طالبان هره ورځ له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې خبره کوي؛ په کندهار کې له ایران او پاکستان نه یوشمېر تازه ستنو شویو کډوالو کورنیو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې د طالبانو له مرستندویه ادارو شکایت کړی.

د همدې کډوالو په خبره؛ د مرستو لپاره اړوندو ادارو ته ورځي؛ خو په سپکه لهجه رټل کېږي او ان ښځې له سپکو الفاظو سره مخ کېږي. د پنځو ماشومانو یوه مور بي‌بي‌ عاليه چې له پاکستان نه تازه ستنه شوې؛ له څو اونیو راهیسې په خېمه کې ژوند کوي.

هغه وایي، د شپې سړه هوا د زغملو نه‌ده او ماشومان یې په پرله‌پسې توګه ناروغه کېږي. هغې د خپلو خبرو په پیل کې وویل، چې د ماشومانو ټوخی او تبه یې ورځ تر بلې زیاتېږي او د درملو د پېرلو توان نه‌لري.

د نوموړې په وینا: «کله چې کندهار ته راغلو ویل کېدل، چې له موږ سره به مرسته کېږي؛ خو اوس هېڅ هم نه‌شته، موږ په خېمه کې ژوند کوو. د شپې یخ باد راځي، ماشومان مې ټوله شپه ژاړي، یو ماشوم مې سخت ناروغه شو، ډاکټر ته د وړلو پیسې نه‌لرو، کله چې د مرستې لپاره ورځو راته وایي نور مه راځئ».

په کندهار کې افغان کډوال ماشومان
100%
په کندهار کې افغان کډوال ماشومان

د شېر پاچا په نوم یو بل تازه ستون شوی کډوال چې د کورنۍ ټول مسوولیت په غاړه لري وایي، د بې‌کارۍ او د سرپناه نشتوالي یې ژوند ورته په عذاب بدل کړی. هغه وایي، چې د کور کرایه نه‌شي ورکولای او مجبوره دی له خپلې کورنۍ سره په خېمه کې ژوند وکړي.

هغه زیاته کړې: «موږ نه کار لرو نه کور، که لږه مرسته وای لږ تر لږه به مو خېمه ګرمه کړې وای. ماشومان مې د یخ له امله ناروغه دي، هر ځای ته چې ولاړ شو یوازې سپکې سپورې اورو؛ هېڅوک زموږ حالت ته نه‌ګوري».

یو عمر خوړلی سپین‌ږېری چې د سختې مجبورۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ریاست ته تللی و وایي، هلته ورسره داسې چلند شوی چې لا یې هم له یادولو سره سترګې له اوښکو ډکېږي.

هغه وویل، چې د کورنۍ ټول امید یوازې ده ته دی؛ خو د مرستې پر ځای سپک وضعیت ورسره شوی. نوموړي په ژړغوني او لړزېدلي غږ وویل: «زه ډېر مجبوره یم، ولاړم چې مرسته یو څوک راسره وکړي. د کډوالو ریاست سره یوه طالب راته وویل، مرسته نه‌شته ولاړ شه سپين ږېری یې مړ شه. زه یې ډېر مایوسه کړم، ما ورته وویل څنګه مړ شم؟ زما لمسیانو ماته سترګې نیولې دي».

ښځې هم د مرستو د نشتوالي تر څنګ د ناوړه چلند له امله شکایت کوي او وايي، کله چې دوی د مرستې پوښتنه وکړي په سپکو الفاظو ورته ځواب ورکول کېږي. د یوې راستنې شوې کورنۍ سرپرسته وایي: «موږ ته وایي، د کډوالو ریاست ته ورسئ چې هلته ورسو وايي، سرې میاشتې ته ورسئ یا راته وایي، چې نور مه راځئ، مرسته نه‌شته. ځینې وخت خو داسې خبرې راته کېږي، چې انسان شرمېږي. موږ خو یوازې د خپلو ماشومانو لپاره مرسته غواړو موږ څه وکړو چېرې ولاړ شو؟»

راستانه شوي کډوال وایي، یوازې له لږ شمېر کورنیو سره د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې له لوري یو څه نغدي مرسته شوې؛ خو دغه مرسته د ټولو لپاره نه‌ده او د ژمي د سختو اړتیاوو پر وړاندې هېڅ بسنه نه‌کوي.

راستنې شوې کورنۍ له ملي او نړۍوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د ژمي په دې سړه هوا کې دوی ته بېړنۍ مرستې ورسوي، د سرپناه ستونزه یې حل کړي او د ښځو، ماشومانو او سپین سرو پر وړاندې د سپک چلند مخه ونیسي. د دوی په وینا؛ که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي دا به یو جدي بشري ناورین ته لاره هواره کړي.