• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مریم نواز: د خېبرپښتونخوا خلک لا هم د ډبرو په زمانه کې ژوند کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۰

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د دوشنبې په ورځ وویل، د خېبرپښتونخوا اوسېدونکي لا هم د "ډبرو زمانه" کې ژوند کوي او د دغه ایالت حکومت د ټکنالوژۍ په عصر کې د پرمختګ لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی. هغې زیاته کړه، چې د خېبرپښتونخوا خلک له پرمختګ څخه بې‌برخې پاتې دي.

د پنجاب اعلی وزیرې د ګجرات پوهنتون د لپ‌ټاپ کمپیوټرونو د وېش په مراسمو کې وویل، چې د پنجاب زده‌کوونکي د هون‌هار بورسونو، لپ‌ټاپ پروژو او فني زده‌کړو پروګرامونو ته لاسرسی لري. هغه وایي: «د پښتونخوا اوسېدونکي نه پوهېږي چې پرمختګ څه شی دی او نه پوهېږي چې د خپلو اولادونو د زده‌کړو لپاره مالي سرچینې نه لري».

مریم نواز په غېر مستقیم ډول د تحریک انصاف د خېبر پښتونخوا د ۱۳ کلنې حکومت یادونه وکړه او ویې ویل، چې د خلکو لپاره «پرمختګ څه دی» هم نه پوهېږي. هغې په ټوکه وویل، چې د خېبرپښتونخوا حکومت د خلکو هر ضرورت ته یوازې د «پوهاوي ورکولو» ځواب ورکوي.

هغې ټینګار وکړ، چې په خېبرپښتونخوا کې د مرکزي سړکونو بندول د پنجاب د سوداګرۍ پر فعالیت اغېز نه لري، بلکې د یاد ایالت د اقتصادي فعالیت په کمزوري کولو اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ایالت کې د تحریک انصاف ګوند له تېرو څو ورځو راهیسې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د خلاصون لپاره لویې لارې بندې کړي او لاریونونه یې پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

اېمل ولي خان: د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د پاکستان په لومړیتوبونو کې شامله نه ده

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان په باجوړ کې د نن شپې چاودنې ته په اشارې سره ویلي، چې د پاکستان ایالتي او مرکزي حکومت په پښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت ته د پښتنو د ژوند او مال ساتنه لومړیتوب نه لري.

نوموړي پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د باجوړ وضعیت خورا بوږنوونکی او د اندېښنې وړ دی. د راپورونو له مخې؛ نن ماښام د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند ملنګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټر بم برید شوی دی.

سرچینو ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان د امنیتي ادارو او سرحدي ځواکونو اووه عسکر وژل شوي او د هغوی مړي له یاد نظامي مرکز څخه را اېستل شوي دي او همداراز د دې پېښې له کبله نږدې په یوه کور کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.

تر بنو وروسته په باجوړ کې هم د ترهګرۍ پرله‌پسې پېښې او د دغو پېښو د مخنیوي په برخه کې د فدرالي او صوبايي حکومتونو عملي ناکامي او ګډ سیاسي مصلحت دا څرګندوي، چې د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د حکومت په لومړیتوبونو کې شامله نه ده. دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او د زغملو وړ نه دی».

د عوامي نشنل ګوند مشر زیاته کړې، چې په باجوړ کې تر برید وروسته پر امبولانسونو هم ډزې شوي او مرستندویه عملیاتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، څو مړي او زخمیان راپورته کړي. هغه له ځایي ادارو نه غوښتنه کړې، چې د حالاتو د کنټرول او د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره باید اړین بېړني اقدامات وکړي.

اېمل ولي زیاتوي: «عامو خلکو، ټولنیزو مشرانو او په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو څخه غوښتنه کوو، چې د مسوولیت احساس وکړي، د یووالي او ورورولۍ هڅې زیاتې کړي او د وضعیت د سمبالولو لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار واچوي».

په تېرو درېیو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي او نږدې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړو بوخت وي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې په کابل کې د واکمنو طالبانو ملاتړ د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شوی، خو افغان طالبان بیا دا تورونه بې‌بنسټه بولي او ټینګار کوي، چې دوی هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه پېښوي.

د عمران خان زامنو له خپل پلار سره د لیدنې لپاره د پاکستان له حکومته د ویزو غوښتنه کړې ده

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان زامن وايي، زندان کې د خپل پلار د روغتيايي حالت د خرابېدو په اړه سخت اندېښمن دي او د هغه د ليدنې لپاره يې د پاکستان د وېزې غوښتنه کړې ده. هغوی له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې تر دوو کلونو زياتې جلاوالي وروسته دې ورته د پلار د ليدو اجازه ورکړي.

تېره اوونۍ د عمران خان وکيل د پاکستان سترې محکمې ته ويلي وو، چې نوموړي د بند په موده کې د خپلې ښي سترګې د ليد د پام وړ برخه له لاسه ورکړې ده. خو د دوشنبې په ورځ يو طبي پلاوي اعلان وکړ، چې له درملنې وروسته پړسوب کم شوی او د هغه د سترګې ليد هم ښه شوی دی.

قاسم او سليمان خان چې ۲۶ او ۲۹ کاله عمر لري او په لندن کې اوسېږي، د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي چې دوی پر خپور شوي طبي راپور باور نه لري. هغوی زياته کړې، چې د تېرې سپټمبر مياشتې راهيسې يې د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ له خپل پلار سره ټلېفوني خبرې کړې دي.

د دوی په وينا، عمران خان عادت لري چې د خپل روغتيايي حالت په اړه له خبرو ډډه وکړي، خو په وروستۍ اړيکه کې يې ورته ويلي، چې د څو مياشتو لپاره د سترګو له درملنې بې‌برخې و. قاسم خان وويل: «له پلار څخه اوږدې جلاوالي کله ناکله موږ ناهيلې کړي يو». هغه زياته کړې، چې پلار يې بايد پر وسایلو سمبال روغتيايي مرکز ته ولېږدول شي او خپلو شخصي ډاکټرانو ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

بل لور ته، پاکستاني چارواکي وايي چې د درملنې بهير روان دی او د مخالفينو هغه تورونه ردوي چې ګواکې بې پروايي شوې ده. سترې محکمې هم له اړوندو ادارو غوښتي، چې د هغه د درملنې د څرنګوالي بشپړ جزييات وړاندې کړي.

عمران خان چې ۷۳ کلن دی، د ۲۰۲۳ کال د اګست له مياشتې راهيسې په زندان کې دی. هغه او د هغه ګوند تحریک انصاف پر نوموړي لګېدلي تورونه سياسي انګېزه لرونکي بولي.

پر هغه د ۲۰۲۲ کال کې د بې باورۍ د رايې له لارې له واکه تر لرې کېدو وروسته څو دوسيې جوړې شوې دي، چې په‌کې د دولتي سوغاتونو او يو ناقانونه واده اړوند تورونه هم شامل دي. ځينې سزاوې ځنډول شوې يا لغوه شوې دي او د استيناف غوښتنې لا هم تر څېړنې لاندې دي. عمران خان ټول تورونه رد کړي دي.

قاسم او سليمان د عمران خان او د هغه د پخوانۍ مېرمنې جمایما ګولډ سمېټ تر بېلتون وروسته په برېټانيا کې لوی شوي دي. دوی ويلي، چې د ۲۰۲۲ کال د نومبر له هغې پېښې وروسته يې خپل پلار نه دی ليدلی، کله چې هغه له يوه بريد څخه ژوندی ووت. د دوی په وينا، تېرې مياشتې يې د وېزې غوښتنه کړې، خو تر اوسه يې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سليمان خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي د ځنډ لامل څه وي، وويل: «کېدای شي واکمن بنسټونه اندېښنه ولري چې زموږ ليدنه به د هغه حالت ته لا زيات پام واړوي». په لندن کې د پاکستان سفارت او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت تر دې دمه د نظر غوښتنو ته ځواب نه دی ويلی.

قاسم خان ټينګار وکړ، چې د دوی بېړنۍ اندېښنه د پلار روغتيا ده، خو نور مهم ټکي هم شته، لکه د هغه ازادي، د بشري حقونو درناوی او د عادلانه محاکمې تضمين.

په همدې حال کې، په پاکستان کې رسنيو ته د عمران خان د نوم، ويناوو او انځورونو د خپرولو اجازه نه ورکول کېږي او يوازې د هغه يو محکمه يي انځور چې له بند وروسته اخيستل شوی، د خلکو لاس ته ورغلی دی.

تحريک انصاف ګوند په ۲۰۱۸ کال کې واک ته ورسېد او لا هم په ځينو مهمو ايالتونو کې پراخ ولسي ملاتړ لري. په تېرو څلورو ورځو کې د دې ګوند پلويانو د خېبرپښتونخوا او پنجاب تر منځ سترې لارې تړلې دي، چې له امله يې زرګونه موټر درېدلي او په ځينو سيمو کې د سون توکو او خوراکي توکو رسونه ټکنۍ شوې ده.

قاسم خان د خپل پلار پلويانو ته په يوه پيغام کې وويل: «خپل باور ټينګ وساتئ او مبارزې ته دوام ورکړئ. دا هماغه پيغام دی چې موږ يې هم د پلي کولو هڅه کوو».

په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په ملنګي سیمه کې د یوې پخوانۍ دیني مدرسې په ودانۍ کې پر امنیتي پوسته ځانمرګی موټربم برید شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ودانۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه اوسېدل او تر اوسه د اوو تنو مړي د پېښې له ځایه اېستل شوي.

د سیمې یوه چارواکي «خراسان ډایري» پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا د موټر بم ځانمرګی برید و اوپر هغې مدرسې شوی، چې پخوا د طالبانو د اړوندو ډلو پټنځای و او اوس مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.»

ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او تر خاورو او کنډر د لاندې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.

ویل کیږي په نږدې کور کې یو ماشوم هم وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره هم شته.

تر اوسه پورې د برید له ځایه د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) اووه مړي ایستل شوي دي.

اسلام‌اباد: طالبان د داعـش تور پر پاکستان لګوي څو له ټي‌ټي‌پي څخه خپل ملاتړ پټ کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي د داعـش تور پر پاکستان پورې کړي څو له ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي‌ټي‌پي) څخه خپل دوامدار ملاتړ پټ وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ دننه ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره له دې ډلې ملاتړ او تمویل کوي.

مجاهد همداراز ویلي وو، چې په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی خونړی برید د پاکستان د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ او روزنې پایله ده، او زیاته کړې یې وه، چې دا ډول پالیسۍ به په پای کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.

خو مشرف زیدي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا ادعاوې بې‌اساسه دي او د ملګرو ملتونو راپورونه بل ډول واقعیت ښيي. د هغه په وینا، د د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستند راپورونه څرګندوي، چې د ټي‌ټي‌پي، القاعده او داعش خراسان په ګډون څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.

زیدي ټینګار کړی، چې طالبان هڅه کوي روان تاوتریخوالی داعش ته منسوب کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ردوي. هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو اسناد ښيي دغه ډلې په افغانستان کې فعالې دي، پراخېږي او دا هېواد د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي پناه‌ځای بدل شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې القاعده، داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي له یو بل جلا فعالیت کوي، دا د موضوع د پېچلي کولو هڅه ده، ځکه د هغه په وینا، دغه ډلې له ګډو سرچینو د جنګیالیو جلب، تمویل او لوژستیکي شبکو څخه استفاده کوي او له یو بل سره همغږي لري.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان پرله‌پسې داسې شواهد وړاندې کړي چې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پر پاکستان اغېز کوي، خو د طالبانو حکومت هڅه کوي د خپلو مسوولیتونو څخه د خلکو او ګاونډیو هېوادونو پام واړوي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: طالبان دې د انزوا او یا د سولې لاره غوره کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو پرېکړه واضح پیغام لري. هغه وایي:« د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي».

عاصم افتخار احمد پر اېکس پاڼه لیکلي، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې د افغانستان لپاره کومه لاره غوره کوي؛ د انزوا لاره او که د سولې لاره. هغه ټینګار کړی، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي، په فعاله توګه به خپل راپورونه وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ به د امنیت شورا د پرېکړې له لارښوونې سره سم وکړي.

هغه لیکلي:«د طالبانو پر وړاندې د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه واضح پیغام لري، چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. موږ هیله‌من یو، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ وکړي».

د پاکستان استازي ټینګار کړی، د امنیت شورا پرېکړه د نړۍوالې ټولنې د اصولو ملاتړ کوي او د طالبانو لپاره یې په ډاګه کړې چې د افغانستان راتلونکی په سولې او سوکالۍ کې دی؛ نه په انزوا او ګواښونو کې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي و، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې وه، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.