• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په کندوز کې یې دوه طالبان وژلي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۰

د ازادۍ په نامه د طالبانو مخالفې جبهې ادعا کړې، چې د یکشنبې په ماښام یې جنګیالیو کندوز ښار ته نږدې په چهار درې سیمه کې د طالبانو پر یوه پوځي موټر برید کړی چې له امله یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

ازادۍ جبهې پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، دغه برید د طالبانو پر پوځي تجهیزاتو او د دوی د ګواښ کمولو په موخه شوی دی. یادې جبهې ټینګار کړی، چې دغه ډول عملیات د خلکو د امنیت ساتنې، د طالبانو د فعالیتونو محدودولو او د ملي امنیت د ټینګښت لپاره ترسره کېږي او جنګیالي یې ژمن دي چې د هر ډول ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د دغه برید په تړاو لاتراوسه طالبانو څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

د ملي مقاومت جبهه: د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو اراده نه ماتېدونکې ده

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان د مقاومت په نوم د طالبانو ضد جبهه وایي، لکه څنګه چې د شوروي ځواکونو ماته د افغانانو د مقاومت نښه وه؛ اوسنی «اشغال» به هم د ملت د ارادې پر وړاندې مات شي او د عدالت او ازادۍ مبارزه به دوام ولري.

مقاومت جبهې له افغانستان نه د شوري ځواکونو د وتنې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د عدالت او ازادۍ لپاره مبارزه دوام لري او افغانان د خپلو حقونو د ساتنې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. د یادې جبهې په وینا؛ لکه څنګه چې د شوروي ځواکونو ماتې د افغانانو د ځواک او مقاومت نښه وه، اوسنی «اشغال» به هم په پای کې ناکام شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د شوروي ځواکونو ماتې یوازې یوه پوځي بریا نه‌وه؛ بلکې د ملت د خپلواکۍ، ملي هویت او د ازادۍ حق ساتنې څرګندونه وه. د مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې اوسنی وضعیت د تېر «تېري» دوام دی؛ خو افغانان به خپلې ارادې او د برخلیک ټاکلو حق له هېڅ ډول فشار یا ګواښ سره معامله نه‌کړي.

اعلامیه کې راغلي:« د عدالت او ازادۍ لپاره مبارزه دوام لري. زموږ پیغام اشغالګرو او د هغوی داخلي ملاتړو ته دا دی، چې د افغان خلکو اراده د خپل برخلیک ټاکلو لپاره نه معامله کېږي او نه ماتېدونکې ده».

یادې جبهې په پای کې څرګنده کړې، افغانان به تر هغې پورې خپلې هڅې جاري وساتي چې هېواد په بشپړ ډول خپلواک، خوندي او له بهرنیو او کورنیو ګواښونو پاک شوی نه‌وي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: طالبان دې د انزوا او یا د سولې لاره غوره کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۸ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا له‌خوا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو پرېکړه واضح پیغام لري. هغه وایي:« د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي».

عاصم افتخار احمد پر اېکس پاڼه لیکلي، اوس پرېکړه د طالبانو په لاس کې ده چې د افغانستان لپاره کومه لاره غوره کوي؛ د انزوا لاره او که د سولې لاره. هغه ټینګار کړی، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي، په فعاله توګه به خپل راپورونه وړاندې کړي او د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ به د امنیت شورا د پرېکړې له لارښوونې سره سم وکړي.

هغه لیکلي:«د طالبانو پر وړاندې د امنیت شورا وروستۍ پرېکړه واضح پیغام لري، چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر وړاندې ونه کارول شي. موږ هیله‌من یو، چې د څار ډلې به خپلې هڅې دوامداره وساتي او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸کال د بندیزونو کمېټې د ماموریت ملاتړ وکړي».

د پاکستان استازي ټینګار کړی، د امنیت شورا پرېکړه د نړۍوالې ټولنې د اصولو ملاتړ کوي او د طالبانو لپاره یې په ډاګه کړې چې د افغانستان راتلونکی په سولې او سوکالۍ کې دی؛ نه په انزوا او ګواښونو کې.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي و، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې وه، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

ملګري ملتونه: په نیمروز کې د ستنېدونکو کډوالو ځینو ماشومانو هیڅ واکسین نه‌دي ترلاسه کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۰
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په نیمروز ولایت کې د ستنېدونکو کډوالو هغه ماشومان چې تر دې وړاندې یې هېڅ واکسین نه‌وو ترلاسه کړي؛ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراخ پروګرام له لارې واکسین شوي او د هېواد د ملي معافیت په سیسټم کې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو یاد سازمان په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، په ځانګړي ډول د نیمروز د خاش‌رود ولسوالۍ ته ستنې شوې کورنۍ له داسې ماشومانو سره هېواد ته راګرځېدلي چې نه یې د واکسین کارتونه لرل او نه هم د شري، پولیو او نورو ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې خوندي شوي وو.

د نوموړي سازمان په وینا؛ دغه ډول «صفر-ډوز» ماشومان د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي او کولای شي ټولې ټولنې له جدي ګواښ سره مخ کړي. د روغتیا نړۍوال سازمان د خبرپاڼې له مخې؛ د ټولنې د یوځای کولو له لارې یاد ماشومان پېژندل شوي او د خاش‌رود ولسوالۍ او ګرشک فرعي روغتیايي مرکز ته راجع شوي دي.

د دوی په وینا؛ هلته هغوی ته د عمر مطابق واکسینونه تطبیق شوي او د واکسین کارتونه ورکړل شوي، چې په دې سره د افغانستان د ملي معافیت په سیسټم کې شامل شوي دي.

په همدې تړاو په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي اېډوېن سېنیزا سالوادور ویلي:«د راستنېدونکو کورنیو ترمنځ صفر-ډوز ماشومانو ته رسېدل د وباوو د مخنیوي او د تر ټولو زیانمنو وګړو د ساتنې لپاره حیاتي موضوع ده. د پیاوړي ټولنیز مشارکت او دوامداره روغتیايي ملاتړ له لارې کولای شو ډاډ ترلاسه کړو، چې هېڅ ماشوم له پامه نه غورځول کېږي».

دغه سازمان د مرکزي بېړني غبرګون صندوق او نورو تمویل کوونکو له ملاتړ څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د هغوی پر وخت مالي مرستې د دغه پروګرام عملي کېدل شونې کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا؛ د راستنېدونکو کورنیو ماشومانو ته د واکسین برابرول نه یوازې د هغوی فردي خوندیتوب تضمینوي؛ بلکې د عامې روغتیا په کچه د احتمالي وباوو د مخنیوي لپاره هم اساسي ګام بلل کېږي.

د تهران والي: د بې‌اسناده افغان زده‌کوونکو له اېستلو سره د حکومت لګښتونه کم شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۲ GMT+۰
100%

د تهران والي وایي، په تېر یو کال کې د بې‌اسناده افغان کډوالو په اېستلو سره د تهران په ښوونځیو کې ۳۲۰۰ ټولګي کم شوي. محمدصادق معتمدیان وایي، په تهران کې ۲۲۰زره بې‌اسناده افغان زده‌کوونکي مېشت وو چې د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ پرمهال له دې ډلې ۶۰سلنه یې په جبري توګه واېستل شول.

د نوموړي په وینا؛ د دوی په اېستلو سره د حکومت لګښتونه هم کم شوي دي. هغه زیاته کړې: «هر زده‌کوونکی د حکومت لپاره ځینې لګښتونه لري. کله چې تاسو ۳۲۰۰ ټولګي چلوئ؛ نو د دغه ټولګيو د اوبو، برېښنا او ګازو لګښت او ورسره د ښوونکو تنخواوې ټول پر بیت‌المال راځي».

د هغه د شمېرو له مخې؛ یوازې له تهران ولایت څخه له ۵۳۰زره ډېر بې‌اسناده افغان کډوال اېستل شوي دي. د هغه په ​​وینا؛ له دې سره په تهران کې د ډوډۍ او اوړو مصرف هم کم شوی دی.

محمدصادق معتمدیان وايي، چې تهران باید بې‌اسناده افغان کډوالو ته ځای ورنه کړي. هغه وایي: «زموږ له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو څخه یو یې هم په پلازمېنه کې د دومره شمېر بې‌اسناده کډوالو منلو ته چمتو نه‌دی».

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې یوشمېر افغان کډوال له ایران نه تر جبري ستنېدو وروسته په افغانستان کې له خپلسرې نیونې، شکنجې او ناقانونه وژنې سره مخ شوي دي.

ناول لیکواله اېلیف شفق: د طالبانو په قانون کې ښځې د غلامانو په کتار کې راوستل شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰
100%

ترکۍ-برېتانوۍ مشهوره ناول لیکوالې اېلیف شفق د طالبانو جزايي اصول‌نامه «بوږنوونکې» بللې او په وینا یې په دې قانون کې «ښځې د غلامانو په کتار کې را وستل شوي او نارینه د دغو غلامانو پر څښتنانو بدل شوي». مېرمن شفق وايي، نړۍوالو د طالبانو دغې اصول‌نامې او پایلو ته په نه‌سترګه کتلي دي.

مېرمن شفق د طالبانو جزايي اصول‌نامه «یوه اندېښمنونکې پېښه» بللې او پر وړاندې یې د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکې کړې دي.

اېلیف شفق د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) په خپله انسټاګرام پاڼه لیکلي: «دغه قانون د کورني او جنسیتي زور زیاتیو په ګډون د ښځو د ځپنې لپاره لارې هوارې کړي او ان د ښځې وژنې ته یې هم زمینه برابره کړې ده».

هغې زیاته کړې، طالبانو په دې اصول‌نامې سره ټولنه پر طبقو وېشلې ده.

اېلیف شفق له هغو محدودو نړۍوالو ناول لیکوالو ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په وار وار په دغه هېواد کې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو څرګندونې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده څو اوونۍ مخکې په یوه ځانګړي فرمان کې د خپل نظام لپاره د جزا قانون، د «محاکمو د جزایي اصول‌نامې» په نوم نافذ کړ، چې په‌کې خلک پر څلورو طبقو وېشل شوي دي. دا قانون په یوه سریزه، درېیو بابونو، لسو فصلونو او ۱۱۹ مادو کې ترتیب شوی دی. دې اصول‌نامه کې جرمونه او د هغوی جزاوې درج شوې دي.