طالبان وایي په هرات او فراه کې یې نشه یي توکي او په تور یې ۵ تنه نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات او فراه ولایتونو کې یې یو اندازه نشه یي توکي او په تور یې پنځه کسان نیول شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات او فراه ولایتونو کې یې یو اندازه نشه یي توکي او په تور یې پنځه کسان نیول شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې طالب پولیسو ۴زره ۱۶۰کیلوګرامه ومان کشف او سوځولې دي. دوی زیاته وي چې په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.
همدارنګه، په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې طالبانو ویلي، چې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې یې دوه تنه د ۱۵کیلوګرامه شیشې (کریسټال میټ) د قاچاق په تور نیولي دي.
د یادو ولایتونو ځایي چارواکي ویلي، چې نیول شوي کسان به د څېړنو وروسته طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو اداره وايي، د درملو د بیو ټاکلو جوړه شوې لایحه به ژر عملي کړي، چې له دې سره به په هېواد کې په لوړه بیه د درملو پلورلو مخه ونیول شي. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته د درملتونونو مسوولانو ویلي و، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.
د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد خبرداری ورکړی چې که له بهر څخه فرمایشي او کمکیفیته درمل وارد شول، نو دوی به شرکت او فابریکه په تور نوملړ کې شامله کړي.
د طالبانو خوړو او درملو مرستیال زیاته کړې، چې له پاکستان څخه د درملو پر واردېدو ځکه بندیز لګېدلی چې ځیني درمل یې د ګټې پرځای زیانرسوونکي وو چې په دې برخه کې ځینې کره اسناد هم لري.
په روان کال لړم میاشت کې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته امر وکړ، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه خبرداری ورکړ،چې د پاکستان د سرحدي لارو تړل د بازار او عامو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
ملا برادر د درملو واردوونکو څخه وغوښتل، چې د دریو میاشتو په اوږدو کې له پاکستان سره خپلې ټولې کړې معاملې ختمې کړي او بدیلې لارې ومومي.
له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو هند، ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته سفرونه کړي؛ خو تر اوسه یې د درملو د بیې د راټیټولو لپاره کومه لاره نه ده موندلې.
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي د داعـش تور پر پاکستان پورې کړي څو له ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټيټيپي) څخه خپل دوامدار ملاتړ پټ وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ دننه ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره له دې ډلې ملاتړ او تمویل کوي.
مجاهد همداراز ویلي وو، چې په اسلاماباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی خونړی برید د پاکستان د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ او روزنې پایله ده، او زیاته کړې یې وه، چې دا ډول پالیسۍ به په پای کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.
خو مشرف زیدي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا ادعاوې بېاساسه دي او د ملګرو ملتونو راپورونه بل ډول واقعیت ښيي. د هغه په وینا، د د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستند راپورونه څرګندوي، چې د ټيټيپي، القاعده او داعش خراسان په ګډون څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.
زیدي ټینګار کړی، چې طالبان هڅه کوي روان تاوتریخوالی داعش ته منسوب کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټيټيپي حضور ردوي. هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو اسناد ښيي دغه ډلې په افغانستان کې فعالې دي، پراخېږي او دا هېواد د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي پناهځای بدل شوی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې القاعده، داعش خراسان او ټيټيپي له یو بل جلا فعالیت کوي، دا د موضوع د پېچلي کولو هڅه ده، ځکه د هغه په وینا، دغه ډلې له ګډو سرچینو د جنګیالیو جلب، تمویل او لوژستیکي شبکو څخه استفاده کوي او له یو بل سره همغږي لري.
هغه زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان پرلهپسې داسې شواهد وړاندې کړي چې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پر پاکستان اغېز کوي، خو د طالبانو حکومت هڅه کوي د خپلو مسوولیتونو څخه د خلکو او ګاونډیو هېوادونو پام واړوي.
د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم یې په رسمي ډول د خپلو ځواکونو لپاره اعلان کړ. د طالبانو لوي درستیز فصیح الدین فطرت له خپلو ځواکونو غوښتي، چې باید دغه نظم په بشپړ ډول مراعت کړي او ادعا یې کړې، چې نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی.
د طالبانو دفاع وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یونیفورم د اعلان په غونډه کې چې د دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، ددې ډلې لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو پکې ګډون کړی.
فصیح الدین فطرت په خپلې وینا کې ویلي:«هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملېږي، باید د هېواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار وګرځوي.»
طالبانو له نږدې څلور کاله ځنډ وروسته د خپل دفاع وزارت د ځواکونو لپاره درې بېلابېل یونیفورمونه اعلان کړي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو خپلو فعالینو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ډلې دفاع وزارت پر یونیفورم باندې سختې نیوکې وکړې.
که څه هم د کالونو په تېریدو سره د طالبانو د زیاتره امنیتي ادارو ځواکونه پرته له ځانګړی یونیفورم څخه خپلې دندې ترسره کوي، خو شکایتونه دا دي چې د عامه خلکو لپاره د دوی د ځواکونو ترمنځ تفکیک کول ګران وي.
د طالبانو دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې څومره موده کې به خپلو ټولو وسلوالو ته دا ځانګړی یونیفورم ورسوي او ددې بودېجه له کومه ځایه ورکوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.
همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د شهید سردار محمد داود خان روغتون طالب چارواکی محمد طاهر احرار وايي، چې ډېر ژر به د یاد ۴۰۰ بستریز روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او زدهکړو لپاره د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» پرانېستل شي. احرار زیاتوي، دا مرکز د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانستې ته چمتو دی.
یوې طالب پلوه رسنۍ د شهید سردار محمد داود خان روغتون د یو طالب چارواکي، محمد طاهر احرار، په حواله خبر ورکړی، چې د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.
احرار پر ایکس خواله رسنۍ ليکلي، په دې انسټېټيوټ کې به د زړه د داخله ناروغیو، د زړه جراحي عملیاتو، انویسیف کارډیالوجۍ، پیس مېکر، انجیواپلاستي او انجیواګرافۍ اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زدهکړې ترسره کېږي، چې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او عصري طبي تجهیزاتو په وسیله به خدمات وړاندې کېږي.
د محمد طاهر احرار په وينا، د یاد انسټېټيوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیل په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او همداراز ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمتونه به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.