• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د دغه سیالیو په درېیمه لوبه کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د هند په پلازمېنې ډیلي ښار کې پیلېږي.

دغه لوبه د افغان لوبډلې د مخ ته تګ لپاره خورا مهمه ده، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیوزېلنډ څخه ماتې خوړلې وه او په دویمه لوبه کې سویلي افریقا په دویم سوپر اور کې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

که افغانستان لوبه وګټي، نو ښایي بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه بهر کړي، ځکه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تراوسه د ۲۰۲۶کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې کومه بریا نه‌ده ترلاسه کړې.

که څه هم افغانستان د ډله‌ییزو لوبو پړاو په پاتې دوو لوبو کې د متحده عربي اماراتو او کاناډا پر وړاندې د بریا ډېر چانس لري؛ خو د یادې لوبډلې برخلیک د نورو سیالیو په پایلو پورې تړلی دی.

افغانستان له اماراتو سره د خپلو لوبو په تاریخ کې له ۱۴ هغو ۱۱ بریاوې او ۳ ماتې ثبت کړې دي؛ خو له دې سره که نیوزېلنډ په خپله راتلونکې لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړي، ان د اماراتو پر وړاندې د افغانستان بریا هم ښايي له سیالیو څخه د افغان لوبډلې د بهر کېدو لامل شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي