د سویس او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په جنیوا کې د ایران او امریکا له مذاکراتو وړاندې وکتل

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګنازیو کاسیس په جنیوا کې د ایران او امریکا د مذاکراتو له پیل وړاندې د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر البوسعیدي سره وکتل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.
کاسیس په یوه پیغام کې وویل، چې په جنیوا کې یې له خپل عماني سیال سره «ښې خبرې» کړې دي او د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې یې د عمان د «رغنده» رول ستاینه کړې ده.
هغه همداراز په سویس او "د نړۍوالې جنیوا په زړه کې" د دغو مذاکراتو د ترسره کېدو د پرېکړې هرکلی وکړ. د سویس د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې برن د کړکېچونو د کمولو لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي او چمتو دی، چې د خبرو اترو د پرمختګ او ثبات د پیاوړتیا لپاره د مذاکراتو کوربهتوب ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې عمان په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او سویس هم د یوه بېطرفه هېواد او د نړۍوالو بنسټونو د کوربه په توګه په وار وار د حساسو ډیپلوماټیکو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړې ده.
