ایران پر کیوبا د امریکا بندیزونه وغندل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د یوې خبري ناستې پرمهال د کیوبا په وړاندې د امریکا اقتصادي بندیزونه او فشارونه غندلي او د دغه هېواد له خلکو او دولت یې ملاتړ څرګند کړی. نوموړي دغه بندیزونه د بشریت په وړاندې ښکاره «جرم» بللی.