طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.
همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د شهید سردار محمد داود خان روغتون طالب چارواکی محمد طاهر احرار وايي، چې ډېر ژر به د یاد ۴۰۰ بستریز روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او زدهکړو لپاره د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» پرانېستل شي. احرار زیاتوي، دا مرکز د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانستې ته چمتو دی.
یوې طالب پلوه رسنۍ د شهید سردار محمد داود خان روغتون د یو طالب چارواکي، محمد طاهر احرار، په حواله خبر ورکړی، چې د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.
احرار پر ایکس خواله رسنۍ ليکلي، په دې انسټېټيوټ کې به د زړه د داخله ناروغیو، د زړه جراحي عملیاتو، انویسیف کارډیالوجۍ، پیس مېکر، انجیواپلاستي او انجیواګرافۍ اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زدهکړې ترسره کېږي، چې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او عصري طبي تجهیزاتو په وسیله به خدمات وړاندې کېږي.
د محمد طاهر احرار په وينا، د یاد انسټېټيوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیل په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او همداراز ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمتونه به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال د ازبکستان د دولتي امنیت له رییس او مل پلاوي سره پر پوله د ناقانونه فعالیتونو پر مخنيوي خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د مساپرو د تګراتګ پر اسانتیاوو برابرولو هم بحث شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سرحدي پولیسو مرستیال عبدالمنان حسان په خپل دفتر کې د ازبکستان د دولتي امنیت له مشر رستم احمدوف او مل پلاوي سره پر پولو د هر ډول قاچاق د مخنیوي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د سرحدي امنیت پر ټینګښت خبرې کړې دي.
طالبانو د ښاغلي حسان په حواله لیکلي: «د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر سالمې همغږۍ ټینګار شوی او ډاډ څرګند شوی، چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت په ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو په مخنیوي کې به جدي اقدامات کوي».
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې په ګډ بازار کې د سوداګرو لپاره د نویو اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو بحث وشو.
د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي په روزګان ولایت کې د یوه پخواني پوځي د قبر سپړلو او د هغه جسد ته تر سپکاوي وروسته طالبان یو ځل بیا «بېمغزه ځناور» بللي دي.
هغه پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو غړو په روزګان کې د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستلی، سر یې پرې کړی او قبر ته یې سپکاوی کړی دی. نوموړي لیکلي: «له همدې امله زه هغوی بېمغزه ځناور بولم».
په روزګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د شنبې په شپه د ترینکوټ ښار د شهیدانو هدیرې څخه د صدیقالله په نوم د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستل شوی دی.
د یاد پوځي کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو غړو د شنبې په شپه د روزګان ولایت په مرکز کې د هغه قبر ویجاړ کړی او جسد یې له خاورو راېستلی دی. په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې رسنیو ته رسېدلي لیدل کېږي، چې قبر په بشپړه توګه نړول شوی او مړی له خاورو اېستل شوی دی.
مرتضی سولنګي تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د یوې رسنیزې شمېرنې په غبرګون کې چې پهکې په نږدې څلورو کلونو کې د زرګونه افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې وه، طالبان «بېمغزه ځناور» بللي وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي، د جاپان په ملاتړ یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې هغو کورنیو ته د ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو رسولو چارې په چټکۍ سره دوام لري چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه مرستو موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د ژمي په سختو شرایطو کې د خوراکي توکو د کمښت له امله زیانمنې شوې دي. دغه بنسټ د جاپان د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري.
د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نږدې ۱۵ مېلیونه خلک په لوږه ویده کېږي.
دغه سازمان ویلي و، د بودجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له مېلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې ودروي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اماني صندوق (STFA) وایي، چې د مرستو کمښت په دغه هېواد کې د خلکو اړتیاوې محدودوي او د لاسته راوړنو ثبات له ګواښ سره مخ کوي. د دغه صندوق په وینا؛ د راستنېدونکو زیاتېدونکې شمېرې او اقتصادي ستونزې پر خلکو شته فشار نور هم پراخوي.
د دغه ادارې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه صندوق له مالي ملاتړ سره ترسره شوې پروژې د خلکو بنسټیزې اړتیاوې پوره کوي، د پاکو اوبو، روغتیا، زدهکړې او اقتصادي چارو زمینه برابروي او ټولنې ته د طبیعي پېښو پر وړاندې مقاومت ورکوي.
د دغه صندوق د څارنې او ارزونې متخصص وادزانای موشانډیکوا د پکتيکا، لوګر، خوست او غزني ولایتونو ته د سفر پرمهال ویلي:« هره پروژه د خلکو پر ژوند مستقیمه اغېزه لري».
هغه وایي، د کوچنیو او متوسطو سوداګریزو پروژو او اقتصادي مقاومت پروګرامونو له لارې کورنۍ خپل عاید لوړوي او اقتصادي ثبات ترلاسه کوي. د نوموړې په وینا؛ د یاد صندوق پروژې د ټولنیز مسوولیت پراختیا، د کورونو او کرنیزو ځمکو د ساتنې، د طبیعي پېښو پر وړاندې د ګواښ کمولو او د ښځو د ګډون فرصتونه زیاتوي.
موشانډیکوا ټینګار کړی:«د خلکو همکاري او ګډ مسوولیت د پروژو اغېز دوه چنده کوي».