د ایران مذاکراتي پلاوی له امریکا سره د خبرو اترو لپاره سویس ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ نن شپه د سویس جنیوا ښار ته ورسېد. تر دې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړی و، چې نوموړی له امریکا سره د اټومي مذاکراتو د دویم پړاو لپاره له تهران څخه د سویس په لور روان شوی دی.
