• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د تدریسي روغتونونو په عملیات خونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکو د جلا والي امر کړی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی دی، ښیي چې طالبانو تدریسي روغتونونو ته امر کړی چې په جراحي عملیات خونو کې د نارینه او ښځینه طبي کارمندانو له ګډولو څخه ډډه وکړي. د دې مکتوب له مخې په یو وخت کې جراحي عملیات خونه کې دې نارینه او ښځینه طبي کارمندان حاضر نه وي.

په مکتوب کې ویل شوي چې د ناروغ جنسیت دې په پام کې نه نیول کیږي.

په دې مکتوب کې د کابل طبي پوهنتون د طالبانو مشر احسان الله ابوالفیضان امر کړی چې «د ناروغ جنس معیار نه دی؛ بلکې د جراحي په جریان کې ټول پرسونل باید د یو جنس څخه وي.»

دا مکتوب د سه شنبې په ورځ، د سلواغې پر ۲۱مه خپور شوی او په ټولو تدریسي روغتونونو کې عملي کېږي.

په کابل کې طبي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو دا حکم تایید کړی دی.

د طالبانو نوي مکتوب په جراحي عملیات خونه کې د طبي کارمندانو د یو جنس کیدو وروسته د کیفیت او کافي خدماتو چمتو کولو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د روغتیا څارونکي وايي، چې افغانستان کافي ښځینه متخصصین نلري او ددې امر عملي کېدل به ستونزې راپورته کړي.

د یوه طبي متخصص په وینا، په جراحي ټیم کې ډیری هغه کسان شامل وي چې د یوې عملیات خونې لپاره اړین دي.

هغه وویل، چې په ټیم کې ډاکټران، نرسان، انستیزي لوګ، پاکوونکي، انټرن او هغه خلک شامل دي چې تخصص ترلاسه کوي.

یو بل ډاکټر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نسایي او ولادي څانګې پرته، په افغانستان کې د ښځینه متخصصینو شمیر خورا محدود دی.

هغه زیاته کړه، د مثال په توګه، په ټول هیواد کې یوازې «دوه یا درې ښځینه عصبي جراحانې» شتون لري، او «د غوږ او ستوني په څانګه کې له پنځو یا شپږو څخه ډیرې ښځینه متخصصینې شتون نلري.» دغه ډاکټر د ارتوپيډي او پلاستيکي جراحۍ په برخه کې د ښځینه متخصصینو کمښت هم راپور ورکړ.

د تیر کال په لیندۍ میاشت کې د طالبانو مشر ملا هیبت الله یو فرمان صادر کړ، چې د لوړو او نیمه لوړو طبي زده کړو ټول بنسټونه د نجونو لپاره وتړل، دا یو داسې اقدام دی چې په افغانستان کې یې جدي اندېښنې راپورته کړي دي کوم چې د ښځینه طبي پرسونل له کمښت سره مخ دی.

طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په هرات او فراه کې یې نشه یي توکي او په تور یې ۵ تنه نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات او فراه ولایتونو کې یې یو اندازه نشه یي توکي او په تور یې پنځه کسان نیول شوي دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې طالب پولیسو ۴زره ۱۶۰کیلوګرامه ومان کشف او سوځولې دي. دوی زیاته وي چې په تړاو یې درې کسان هم نیول شوي دي.

همدارنګه، په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې طالبانو ویلي، چې د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې یې دوه تنه د ۱۵کیلوګرامه شیشې (کریسټال میټ) د قاچاق په تور نیولي دي.

د یادو ولایتونو ځایي چارواکي ویلي، چې نیول شوي کسان به د څېړنو وروسته طالب عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د درملو د بیو لوړېدو له شکایتونو وروسته؛ طالبان د درملو د بیو د ټاکلو لایحه عملي کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۱۹ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو اداره وايي، د درملو د بیو ټاکلو جوړه‌ شوې لایحه به ژر عملي کړي، چې له دې سره به په هېواد کې په لوړه بیه د درملو پلورلو مخه ونیول شي. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته د درملتونونو مسوولانو ویلي و، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد خبرداری ورکړی چې که له بهر څخه فرمایشي او کم‌کیفیته درمل وارد شول، نو دوی به شرکت او فابریکه په تور نوملړ کې شامله کړي.

د طالبانو خوړو او درملو مرستیال زیاته کړې، چې له پاکستان څخه د درملو پر واردېدو ځکه بندیز لګېدلی چې ځیني درمل یې د ګټې پرځای زیان‌رسوونکي وو چې په دې برخه کې ځینې کره اسناد هم لري.

په روان کال لړم میاشت کې د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته امر وکړ، چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې ومومي. هغه خبرداری ورکړ،چې د پاکستان د سرحدي لارو تړل د بازار او عامو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي.

ملا برادر د درملو واردوونکو څخه وغوښتل، چې د دریو میاشتو په اوږدو کې له پاکستان سره خپلې ټولې کړې معاملې ختمې کړي او بدیلې لارې ومومي.

له هغه وخت راهیسې طالب چارواکو هند، ترکیې، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته سفرونه کړي؛ خو تر اوسه یې د درملو د بیې د راټیټولو لپاره کومه لاره نه ده موندلې.

اسلام‌اباد: طالبان د داعـش تور پر پاکستان لګوي څو له ټي‌ټي‌پي څخه خپل ملاتړ پټ کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۹ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند، مشرف زیدي، د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي د داعـش تور پر پاکستان پورې کړي څو له ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو له تحریک (ټي‌ټي‌پي) څخه خپل دوامدار ملاتړ پټ وساتي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد له یوې رسنۍ سره په مرکه کې پاکستان د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د پاکستان د پوځ دننه ځینې کړۍ د خپلو موخو لپاره له دې ډلې ملاتړ او تمویل کوي.

مجاهد همداراز ویلي وو، چې په اسلام‌اباد کې پر شیعه لمونځ کوونکو وروستی خونړی برید د پاکستان د حکومت له لوري د داعش د ملاتړ او روزنې پایله ده، او زیاته کړې یې وه، چې دا ډول پالیسۍ به په پای کې د پاکستان او افغانستان خلکو ته زیان ورسوي.

خو مشرف زیدي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دا ادعاوې بې‌اساسه دي او د ملګرو ملتونو راپورونه بل ډول واقعیت ښيي. د هغه په وینا، د د ملګرو ملتونو امنیت شورا مستند راپورونه څرګندوي، چې د ټي‌ټي‌پي، القاعده او داعش خراسان په ګډون څو ترهګرې ډلې په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.

زیدي ټینګار کړی، چې طالبان هڅه کوي روان تاوتریخوالی داعش ته منسوب کړي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور ردوي. هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو اسناد ښيي دغه ډلې په افغانستان کې فعالې دي، پراخېږي او دا هېواد د ترهګرو ډلو لپاره پر خوندي پناه‌ځای بدل شوی دی.

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند همداراز وویل، چې د طالبانو دا ادعا چې ګواکې القاعده، داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي له یو بل جلا فعالیت کوي، دا د موضوع د پېچلي کولو هڅه ده، ځکه د هغه په وینا، دغه ډلې له ګډو سرچینو د جنګیالیو جلب، تمویل او لوژستیکي شبکو څخه استفاده کوي او له یو بل سره همغږي لري.

هغه زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان پرله‌پسې داسې شواهد وړاندې کړي چې ترهګري له افغانستان څخه سرچینه اخلي او پر پاکستان اغېز کوي، خو د طالبانو حکومت هڅه کوي د خپلو مسوولیتونو څخه د خلکو او ګاونډیو هېوادونو پام واړوي.

له نږدې پنځه کاله ځنډ وروسته؛ طالبانو د دفاع وزارت لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم یې په رسمي ډول د خپلو ځواکونو لپاره اعلان کړ. د طالبانو لوي درستیز فصیح الدین فطرت له خپلو ځواکونو غوښتي، چې باید دغه نظم په بشپړ ډول مراعت کړي او ادعا یې کړې، چې نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی.

د طالبانو دفاع وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یونیفورم د اعلان په غونډه کې چې د دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، ددې ډلې لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو پکې ګډون کړی.

فصیح الدین فطرت په خپلې وینا کې ویلي:«هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملېږي، باید د هېواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار وګرځوي.»

طالبانو له نږدې څلور کاله ځنډ وروسته د خپل دفاع وزارت د ځواکونو لپاره درې بېلابېل یونیفورمونه اعلان کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو خپلو فعالینو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ډلې دفاع وزارت پر یونیفورم باندې سختې نیوکې وکړې.

که څه هم د کالونو په تېریدو سره د طالبانو د زیاتره امنیتي ادارو ځواکونه پرته له ځانګړی یونیفورم څخه خپلې دندې ترسره کوي، خو شکایتونه دا دي چې د عامه خلکو لپاره د دوی د ځواکونو ترمنځ تفکیک کول ګران وي.

د طالبانو دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې څومره موده کې به خپلو ټولو وسلوالو ته دا ځانګړی یونیفورم ورسوي او ددې بودېجه له کومه ځایه ورکوي.


طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.