• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

په باجوړ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوسته موټربم ځانمرګی برید شوی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د باجوړ ولسوالۍ د ماموند په ملنګي سیمه کې د یوې پخوانۍ دیني مدرسې په ودانۍ کې پر امنیتي پوسته ځانمرګی موټربم برید شوی. سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ودانۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونه اوسېدل او تر اوسه د اوو تنو مړي د پېښې له ځایه اېستل شوي.

د سیمې یوه چارواکي «خراسان ډایري» پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي: «دا د موټر بم ځانمرګی برید و اوپر هغې مدرسې شوی، چې پخوا د طالبانو د اړوندو ډلو پټنځای و او اوس مهال د امنیتي ځواکونو او پولیسو تر کنټرول لاندې وه.»

ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او تر خاورو او کنډر د لاندې شویو کسانو د ژغورنې چارې روانې دي.

ویل کیږي په نږدې کور کې یو ماشوم هم وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.

امنیتي سرچینو او عیني شاهدانو ویلي، چې د لا زیاتو تلفاتو وېره هم شته.

تر اوسه پورې د برید له ځایه د پاکستان د پولیسو او سرحدي ځواکونو (فرنټیر کور) اووه مړي ایستل شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د جبري ستنېدو بهیر چټک شوی

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د لنډي کوتل له سیمې سرچینې وایي چې په دغه سیمه کې د افغان کډوالو پر ضد روان عملیات نور هم چټک شوي دي.

د پاکستاني پولیسو په وینا، په تېرو څلورو ورځو کې یې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت کړي چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.

پولیس وایي، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لارې تړل شوې او امنیتي پوستې زیاتې شوي دي، څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅېړي. د دوی په خبره، هغه افغانان چې د میشتیدنې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړل شوی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

سیمه ایزو چارواکو ویلي، که یاد کسان تر ټاکلې مودې پورې ونه وځي، قانوني چلند به ورسره وشي.

همداراز د کورونو مالکانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې که بې‌اسناده افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړي، د هغوی پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.

د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د بلوچستان ځینې سیمې لړزولي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د امریکا د جیولوژۍ څېړنو ادارې راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ، د سلواغې ۲۴مه، د ریښتر په کچه ۵،۵ درجې زلزلې د پاکستان د بلوچستان ایالت ځینې سیمې ولړزولې.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا زلزله د خضدار له سیمې څخه شاوخوا ۷۹کیلومتره واټن کې، د بلوچستان ایالت په مربوطاتو کې رامنځته شوې او ژوروالی یې د ځمکې له سطحې ۱۰کیلومتره ښودل شوی دی.

تر دې مهاله د دې زلزلې له امله د مالي زیانونو یا ځاني تلفاتو په اړه رسمي راپور نه دی خپور شوی. سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د ارزونې ډلې بېلابېلو سیمو ته استول شوې دي څو د احتمالي زیانونو کچه وڅېړي، او لومړنۍ پایلې به په راتلونکو ساعتونو یا ورځو کې اعلان شي.

په تېرو کلونو کې هم د دې سیمې په شاوخوا کې ورته زلزلې ثبت شوې دي. د کارپوهانو په وینا، د فعالو ټکتونیکي درزونو د شتون له امله د بلوچستان ایالت او شااوخوا سیمې وخت ناوخت د ځمکې لړزې تجربه کوي.

په ټانک ولسوالۍ کې ډرون څرخکو د پولیسو امنیتي پوستې په نښه کړې دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پر څو امنیتي پوستو او استوګنځایونو د بې‌پيلوټه الوتکو بریدونه شوي چې په پایله کې یې څو امنیتي کسان ټپیان شوي دي. ځینو وسله والو په ګومل سیمه کې د اعظم کوټ پر امنیتي پوستې د ډرون څرخکې برید کړی دی.

د ځايي پولیسو او امنیتي سرچینو په وینا، په برید کې درې کسان ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خراسان ډایري پاکستانۍ رسنۍ د رپوټ له مخې، په یوه بله جلا پېښه کې د سور کمر په نامه پر یوې بلې پوستې هم ډرون برید شوی، چې یو پولیس پکې ټپي شوی.

په خیبر پښتونخوا کې پوځ او وسله والې ډلې دواړه اړخونه له ډرون څرخکو کار اخلي.

منظور پښتین په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي پر وژلو خواشني ښودلې

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۳ GMT+۰

تېره ورځ مازدیګر مهال د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د یاد غورځنګ مشر عطاءالله جان په خپل کلي کې د ماشومانو د شخړې د هواري پرمهال په ډزو ووژل شو. د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او نوموړی یې د مظلوم یو رسا غږ یاد کړی.

منظور پښتین د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۲مه) په سوات کې د دې غورځنګ د غړي عطاء الله جان په اړه ویلي: «د پي ټي ایم مخکښ، د ادب او شاعرۍ د ډګر ځلانده ستوری، د بې وسه او مظلومانو تکړه وکيل، د سوات پاڅونونو ترجمان او د ولسونو مل، ژبپوهه، زما نزدې ملګری پوهاند عطاوالله جان په سوات کي پخپل کلي کي د يوې شخړې د جوړجاړي په هڅو کي د يوه فریق له خوا په ډزو ټپي شو، او وروسته ئې په روغتون کي د نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.»

په دې پېښه کې اته کسه نور ټپیان شوي چې په ټپیانو کې د عطاءالله جان وراره هم شامل دی.

عطاءالله جان د پښتون ژغورنې غورځنګ د خیبر پښتونخوا د قامي کمېټې غړی او د سوات د پښتون قامي جرګې مشر هم پاتې شوی و.

په دېره اسماعیل خان کې وسله‌والو پنځه پولیس وژلي دي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې وسله‌والو د یوه برید په ترڅ کې پنځه پولیس وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال شوې، چې پولیس د وسله‌والو پرضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته د ستنېدو په حال کې وو.

د پولیسو له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بریدګر په یوه ځنګل کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپه ډزې وکړې او امنیتي ځواکونو بیا په ځوابي برید کې څلور وسله‌وال هم وژلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه‌دی منلی. دېره اسماعیل خان د وزیرستان له ناکراره سیمې سره نږدې موقعیت لري، دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) او نورو وسله‌والو ډلو مرکز بلل کېږي.

په پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې تحریک طالبان پاکستان د ۲۰۲۲کال په وروستیو کې له اسلام‌اباد سره اوربند پای ته ورساوه. تېره اوونۍ هم په اسلام‌اباد کې د یوه جومات دننه ځانمرګي برید وشو، چې له ۳۰ ډېر کسان په‌کې ووژل شول.