• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوربند له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې له ۶۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱فلسطینیان وژل شوي دي. د دغو تلفاتو له زیاتېدو سره، د اکتوبر میاشتې راهیسې د اوربند له پیل وروسته د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۰۰اوښتی دی.

سرچینې وایي، چې اسراییلي ځواکونو د اوربند د وروستي نقض په ترڅ کې د غزې په شمال کې د جبلیا او همداراز د خان یونس په سیمو کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر خیمو بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د حماس ویاند دغه بریدونه «نوې ډله‌ییزه وژنه» او «جنایت» بللي او ویلي یې دي، چې د دغو بریدونو دوام ښيي، د اوربند د ټینګښت لپاره نړیوالې هڅې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د غزې د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۱فلسطینیان وژل شوي او له ۱۶۰۰زیات نور ټپیان شوي دي. همداراز، د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې اسراییل د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې څخه د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ تر ۱۰مې پورې د اوربند تړون له ۱۶۲۰څخه زیات ځله نقض کړی دی.

په ورته وخت کې، اسراییل بیا حماس تورنوي، چې د اوربند له تړونه یې سرغړونه کړې او ادعا کوي، چې د دې ډلې په بریدونو کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د تاجکستان لوی څارنوال له افغان پولې پر چینايي وګړو بریدونه د جنايي ډلو کار وباله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده ویلي چې له افغان خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو شوي بریدونه، چې په پایله کې یې دوه تاجک پوله‌ساتونکي او پنځه د چین وګړي ووژل شول، د هغو جنایي ډلو کار دی چې غواړي «زموږ اړیکې د چین له حکومت سره خرابې کړي».

نوموړي په پلازمېنې دوشنبې کې په یوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په اړه وویل، «یو چینایي وګړی چې د سړک جوړونې په چارو بوخت و، ولې باید ووژل شي؟ دا ښيي چې داسې کسان او جنایي ډلې شته چې سوله او ارامي نه غواړي، یا غواړي زموږ اړیکې له چین سره خرابې کړي».

نوموړي زیاته کړه، چې « که داسې نه وي، نو ولې یو چینایي سړک جوړوونکی د کار پر مهال په ډزو ووژل شو؟ موږ به پلټنه وکړو او د جنايي بهیر په چوکاټ کې به د پېښې ټول اړخونه روښانه کړو».

د تاجکستان لوی څارنوال زیاته کړه چې د دغو پېښو په تړاو جنايي دوسیې پرانیستل شوې او څېړنې روانې دي.

د واحدزاده په وینا، په تاجکستان کې مېشت چینایي وګړي زیاتره د سړک جوړونې په پروژو کې بوخت دي او ځینې نور د ډبرو او جغل د پروسس په فابریکو کې کار کوي.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې دا د تاجکستاني چارواکو درېیمه څرګندونه ده چې د تاجکستان ـ افغانستان پر پوله د وروستیو نښتو په اړه کیږي.

د جنوري پر۳۰مه، د ماسپښین پر دوو بجو په پوله کې نوې نښته وشوه او د تاجکستان پوله‌ساتونکو درې افغان قاچاق وړونکي ووژل.

د تاجکستان د ستراتېژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمان‌زاده د فبرورۍ پر۹مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې پر افغان- تاجک پوله د وروستیو بریدونو عاملین هغه ډلې دي چې د افغانستان د اوسني حکومت تابع نه دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین هم له افغانستان سره د اړیکو د کچې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د سرحدي پېښو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د نومبر پر ۲۶مه او ۳۰مه له افغانستان نه د تاجکستان پر سرحدي سیموپه دوو بریدونو کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. لومړی برید په شاهین ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې د یوې کمپنۍ پر مرکز وشو او وروسته په درواز ولسوالۍ کې یوه ودانیزه کمپنۍ هم تر برید لاندې راغله.

تاجکستان دغه بریدونه په کلکه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې د بریدونو تنظیموونکي ونیسي.

له دغو نښتو وروسته تاجک چارواکو او طالبانو څو ځله لیدنې وکړې، خو تاجکستان په رسمي ډول د دغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

په دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو وګړو وغوښتل چې د تاجکستان او افغانستان له سرحدي سیمو ووځي او دغو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

اوباما وايي له ځمکې څخه بهر فضایي مخلوقات شتون لري

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په یوه پوډکاسټ کې ویلي چې د ځمکې څخه بهر فضایي مخلوقات ریښتیا دي خو هغه یې نه دي لیدلي. اوباما ویلي، چې هغه ځمکې ته د فضايي مخلوماتو د راتګ هیڅ په اړه شواهد نه دي لیدلي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې باور دی، چې د هستۍ نړۍ د پراختیا له امله، له ځمکې څخه بهر د مخلوماتو ژوند احتمال لري چې په بل ځای کې شتون ولري.

اوباما تېره اونۍ وروسته له هغه د خلکو پام ځانته راواړاوه کله چې هغه په ​​یوه امریکایي پوډکاسټ کې د فضايي مخلوقاتو شتون تایید کړ.

کوربه له اوباما څخه وپوښتل، «کله چې تاسو ولسمشر شوئ، نو لومړۍ پوښتنه څه وه چې تاسو یې ځواب غوښته؟» هغه په ​​خندا سره ځواب ورکړ«بهرنیان [فضايي مخلومات] چیرته دي؟»

د اوباما ځوابونو په نړیوالو رسنیو او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې سرلیکونه جوړ کړل.

اوباما د یکشنبې په ماښام وویل چې«ما غوښتل چې پوښتنو ته ژر ځواب ورکړم، خو اوس چې دې موضوع پام ځانته را اړولی دی، اجازه راکړئ تشریح کړم،» اوباما د یکشنبې په ماښام د خپلو نظرونو روښانه کولو لپاره وویل. د احصایې له مخې فضا دومره پراخه ده چې د فضايي مخلوقاتو د ژوند احتمال لري چې بل ځای شتون ولري.

هغه زیاته کړه: « د سیسټمونو ترمنځ واټن دومره لوی دی چې د فضايي موجداتو د راتګ احتمال کم دی، او زما د ولسمشرۍ په جریان کې ما هیڅ داسې شواهد نه دي لیدلي چې فضايي مخلوقات ځمکې ته راغلي وي.»

دا لومړی ځل نه دی چې اوباما د دې مسلې په اړه خبرې کړې دي. هغه مخکې هم ویلي و: «هغه څه چې ریښتیا دي او زه واقعیا جدي یم دا دي چې په اسمان کې د شیانو انځورونه او ریکارډونه شتون لري چې موږ په سمه توګه نه پوهیږو چې دوی څه دي.»

هغه وویل: «موږ نشو کولی تشریح کړو چې دوی څنګه حرکت وکړ یا د دوی لاره څه وه. دوی هیڅ د توضیح وړ نمونه نه درلوده.»

۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د بریتانوي سروې شرکت یوګو لخوا ترسره شوې سروې وموندله چې ۵۴ سلنه امریکایی لویان پدې باور دي چې حکومت احتمال لري حکومت د ناپیژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه د ادعا په پرتله په ډیر څه پوه شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونو استازو د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه ناسته کړې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان د اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه ځانګړې ناسته، نن د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۷مه په یاد وزارت کې ترسره شوې ده.

ویل کېږي چې په دې ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و، او د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو سره د عملي همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې اترې کړي دي.

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، ویلي، چې قزاقستان د افغانستان سره د تعاملي او عملي حل‌لارو د موندلو له هڅو ملاتړ کوي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډونوالو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ټرانزیټ او ترانسپورټي لارو پراخول او سیمه‌ییزې امنیتي ننګونې هم څېړلي دي.

ګډونوالو پردې ټینګار وکړ، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو هڅې باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره همغږې وي.

د ناستې په پای کې، ټولو غړو خپل چمتووالی وښود چې منظمو مشورو او کاري اړیکو ته د سیمه‌ییزې تماس ډلې په چوکاټ کې دوام ورکړي.

دا غونډه د تاشکند د تیرې ناستې په کې تعقیب وه، چې د ازبکستان په ابتکار د ۲۰۲۵کال د اګست په ۲۶مه نېټه ترسره شوې وه. په هغې ناسته کې هم د افغانستان د مسایلو د څېړنې لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې د جوړېدو پر ارزښت ټینګار شوی و.

د تماس ډلې د جوړولو موخه د سیمه‌ییزو هېوادونو لپاره د افغانستان په اړه د منظمو او هدفمند خبرو اترو یوه خپلواکه بڼه رامنځته کول بلل شوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او ازبکستاني پلاوی د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د ازبکستان د سیر دریا ولایت والي ارکنجون توردیموف سره لیدلي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۷مه لیکلي، چې د ازبکستان د سیر دریا ولایت والي توردیموف ددې ولایت د تولیدي فابریکو، سوداګرۍ او محصولاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د تازه میوو، په ځانګړې توګه د انارو، او همدارنګه د پنبې تخمونو واردولو او په عمومي توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه یې خپله علاقه څرګنده کړه.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د شرایطو، د دواړو هیوادونو د اړتیا وړ سمنټو، کیمیاوي سرې، درملو او نورو توکو د واردولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د هغه هیواد ټولو سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره وګوري.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هم سږ کال په افغانستان کې د تولید شویو پنبې د مقدار او د هغې د لوړ کیفیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له دې هیواد څخه ازبکستان ته د پنبې صادرول غوره انتخاب دی.

په دې کتنه کې د ازبکستان په سر دریا ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ غونډې د جوړولو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیا لپاره د ګمرکي ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو.

د یادونې وړ ده، چې د ازبکستان په پلاوي کې د سیر دریا ولایت ۳۰ سوداګر شامل ول.