• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برېتانیا د ماشومانو د خوندیتوب په موخه انټرنټ ته پر لاسرسي محدودیتونه لګوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر ویلي، چې له ډیجیټلي ګواښونو څخه د ماشومانو د ساتنې په موخه به د انټرنټي لاسرسي د تنظیم لپاره د لا زیاتو قانوني واکونو غوښتنه وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې ټېکنالوژي په چټکۍ سره د بدلون په حال کې ده او قوانین هم باید له دغه سرعت سره ځان برابر کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر نن د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د ټولنیزو رسنیو هېڅ انټرنټې پلیټ‌فارم باید په وړیا ډول اجازه ترلاسه نه‌کړي.

نوموړي زیاته کړې: «زموږ د ماشومانو د ساتنې په برخه کې باید د ټولنیزو رسنیو هېڅ پلیټ‌فارم وړیا اجازه ترلاسه نه‌کړي، له همدې امله زه اقدام کوم».

د سټارمر دفتر ویلي، چې په دې برخه کې د نویو واکونو د اخېستو هدف دا دی، څو حکومت وکولای شي چې د ټېکنالوژۍ له هر نوي بدلون سره سم په څو میاشتو کې اقدام وکړي.

پر همدغه مهال د برېتانیا حکومت پرېکړه کړې، چې مصنوعي ځیرکتیا دې د ځینو هغو کاریالونو مخه ونیسي، چې د خلکو له خوښې پرته جنسي انځورونه تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د برېتانیا حکومت ویلي و، دوی به هم د ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو لپاره د اسټرالیا په څېر د یوه ماډل پر کارولو سلا مشورې وکړي.

اسټرالیا په خپل هېواد کې تر ۱۶ کلونو د کم عمره ماشومانو لپاره پر انټرنټ محدودیتونه لګولي او د هسپانیا، یونان او سلوانیا په ګډون ځینې نور هېوادونه هم د ورته اقدام پلان لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ذبیح‌الله مجاهد وایي که امریکا پر ایران برید وکړي دوی به له ایران سره همکاري وکړي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د امریکا او ایران تر منځ د نانندریو او پر ایران د بریدونو د احتمال په درشل کې د طالبانو ویاند ویلي، که امریکا پر ایران برید وکړي، نو دوی به د ایران له ملت سره همکاري وکړي. سره له دې چې د ایران او امریکا تر منځ په وقفه‌يي ډول خبرې روانې دي، خو لا هم یو بل ته ګوتڅنډه کوي.

د امریکا او ایران تر منځ په ناندریو کې د طالبانو ویاند ‌ذبیح‌الله مجاهد پر ایران د اسراییل او امریکا تېرو بریدونو ته په اشارې وايي، په هغه جګړه کې ایران ګټونګی وو او دا ځل هم که پرې برید وشي، نو ایران به برلاسی وي.

ذبیح‌الله مجاهد د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۶مه) له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «ها بل وارې چې د ایران پر اسلامي جمهوریت کوم برید وشو، پایله دا وه چې ایران ګټونکی وو او زه فکر کوم بیا به هم همداسې کېږي».

د مجاهد په باور، ایران په اوسني وخت کې وړتیاوې لري او دغه هېواد په «حقه» دی او له خپل ځان څخه د دفاع حق لري.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که امریکا پر ایران برید وکړي، طالبان به کومه خوا نیسي ویلي: «که پر موږ هر غږ کېږي، افغانان دې ته چمتو دي چې د جګړې د ستونزو په برخه کې له ایراني ملت سره همدردي ولري او همکاري ولري».

د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

په ایران کې د کانونو د کارکوونکو پر موټر د وسله‌وال برید په پېښه کې دوه کسان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۰

د ایران د زاهدان ښار د پولیسو مشر حامد نوري ويلي، چې د یکشنبې په ورځ د کانونو د کارکوونکو پر موټر وسله‌وال برید کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د زاهدان ښار د پولیسو مشر فارس خبري اژانس ته ویلي، پر دغو کسانو هغه مهال وسله‌وال برید وشو چې له کان څخه د خپلو کورونو په لور روان وو.

د زاهدان پولیسو ویلي، چې ناپېژاندو وسله‌والو د کانونو د کارکوونکو پر موټر له برید وروسته د یو پيژو ډوله موټر په وسیله له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

پولیسو ویلي، د یاد برید په اړه یې پلټنې پیل کړي، خو تر اوسه د دغې پېښې پړه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

په سند ایالت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

د سند ایالت په خیرپور ولسوالۍ کې د یوه مساپر وړونکي بس او بار وړونکي لارۍ د ټکر په پېښه کې ۱۱ کسان مړه شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ د ځايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د یکشنبې په ورځ د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د مساپر وړونکي موټر او لارۍ ترمنځ د ټکر په پېښه کې د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

چارواکو ویلي، چې یاده ټرافیکي پېښه د مساپر وړونکي موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر ورځ هم د سند ایالت پر عمومي لاره د څو موټرونو د ټکر په پېښه کې ۱۳ کسان مړه شوي دي.

عليمه خان: د عمران خان د درملنې پر مهال د هغه د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۰

د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان وایي، د پاکستان حکومت د دوی له لوري معرفي شوي متخصصین او ډاکټران رد کړي او د کورنۍ غړو ته یې هم د خان د درملنې پر مهال د حضور اجازه نه ورکوي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د خراب روغتیايي وضعیت په تړاو له ګڼو غبرګونونو وروسته د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې هغه باید د درملنې لپاره یوه روغتون ته ولېږدول شي.

د عمران خان خور عليمه خان یو ځل بیا د خان د روغتیايي وضعیت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د خان درملنه باید د اسلام‌اباد په شفا روغتون کې د هغه د شخصي ډاکټرانو او د کورنۍ د غړو په حضور کې وشي، خو په وینا یې حکومت دې کار ته اجازه نه‌ورکوي.

علیمه خان د یکشنبې په ماخوستن (د سلواغې ۲۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي: «زموږ غوښتنه له پیل څخه روښانه وه؛ عمران خان باید د متخصصو ډاکټرانو له لوري معاینه او درملنه یې وشي او دا به د هغه د شخصي ډاکټر (ډاکټر عاصم یوسف) او د کورنۍ د یوه غړي په حضور کې د اسلام‌اباد په شفا انټرنشنل کې ترسره شي».

د نوموړې په وینا، د پاکستان حکومت هغه متخصصین او ډاکټران چې باید د عمران خان د درملنې په بهیر کې حضور ولري رد کړي او همداراز ورته ویل شوي، چې د خان د درملنې په بهیر کې د هغه خویندې هم باید حضور ونه‌لري.

هغې ټينګار کړی: «دا د منلو وړ نه ده. زموږ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي چې ولې زموږ د کورنۍ غړو ته د حضور اجازه نه‌ورکول کېږي؟ ایا زموږ له‌خوا معرفي شوي ډاکټران ځکه رد شوي چې هغوی ډېر مسلکي او لوړپوړي ډاکټران دي؟»

د پاکستان حکومت لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د پاکستان د بشري حقونو شورا د عمران خان د روغتیايي حالت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان د بشري حقونو شورا هم تر دې مخکې د عمران خان د خراب روغتیايي حالت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه او همداراز د عمران خان وکیل ویلي وو، چې د هغه ښۍ سترګه ړندېدو ته نږدې ده.

علي لاریجاني: که امریکا له زور څخه کار واخلي، موږ به هم له زور څخه کار واخلو

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني له الجزیرې سره په تازه مرکه کې ویلي، که امریکا له ایران سره له زور څخه کار واخلي، دوی به هم ورته غبرګون وښيي او د هر ډول تېري په صورت کې به د امریکا اډې په نښه کړي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني په ټینګار سره ویلي، چې ایران د جګړې غوښتونکی نه دی، خو د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته بشپړ چمتووالی لري.

دغه ایراني چارواکي غوښتنه کړې، چې اسراییل دې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو سبوتاژ کولو هڅه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن د یکشنبې په ماښام د یوه ډیپلوماټیک پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د دویم پړام اټومي مذاکراو لپاره سویس ته روان شوی او تمه ده، چې د دواړو هېوادونو مذاکراتي پلاوي به د سې‌شنبې په ورځ د عمان په منځګړیتوب په سویس کې اټومي مذاکرات وکړي.