په نیوزېلنډ کې سخت توپان الوتنې ګډوډې کړې او زرګونه کسان یې له برېښنا بې‌برخې کړي دي

د نیوزېلنډ د شمالي ټاپو په ځینو برخو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو له کبله د الوتنو، رېل ګاډي او بېړۍ چارې ګډوډې شوې او سړکونه هم تړل شوي دي. د یاد توپان له امله د یاد ټاپو لسګونه زره اوسېدونکي له برېښنا هم بې‌برخې شوي دي.