• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له نږدې پنځه کاله ځنډ وروسته؛ طالبانو د دفاع وزارت لپاره نوی پوځي یونیفورم اعلان کړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې نوی ټاکل شوی پوځي یونیفورم یې په رسمي ډول د خپلو ځواکونو لپاره اعلان کړ. د طالبانو لوي درستیز فصیح الدین فطرت له خپلو ځواکونو غوښتي، چې باید دغه نظم په بشپړ ډول مراعت کړي او ادعا یې کړې، چې نوی یونیفورم د یووالي او وحدت سمبول دی.

د طالبانو دفاع وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۷مه پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یونیفورم د اعلان په غونډه کې چې د دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، ددې ډلې لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو او د مرکزي قطعاتو قوماندانانو پکې ګډون کړی.

فصیح الدین فطرت په خپلې وینا کې ویلي:«هغه کسان چې په وسلوال پوځ کې شاملېږي، باید د هېواد د دفاع ژمنتیا خپل شعار وګرځوي.»

طالبانو له نږدې څلور کاله ځنډ وروسته د خپل دفاع وزارت د ځواکونو لپاره درې بېلابېل یونیفورمونه اعلان کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو خپلو فعالینو په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ډلې دفاع وزارت پر یونیفورم باندې سختې نیوکې وکړې.

که څه هم د کالونو په تېریدو سره د طالبانو د زیاتره امنیتي ادارو ځواکونه پرته له ځانګړی یونیفورم څخه خپلې دندې ترسره کوي، خو شکایتونه دا دي چې د عامه خلکو لپاره د دوی د ځواکونو ترمنځ تفکیک کول ګران وي.

د طالبانو دفاع وزارت دا نه دي ویلي، چې څومره موده کې به خپلو ټولو وسلوالو ته دا ځانګړی یونیفورم ورسوي او ددې بودېجه له کومه ځایه ورکوي.


ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

طالبان په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې او مسلکي زده کړو لپاره انسټېټيوټ پرانیزي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د شهید سردار محمد داود خان روغتون طالب چارواکی محمد طاهر احرار وايي، چې ډېر ژر به د یاد ۴۰۰ بستریز روغتون په چوکاټ کې د زړه ناروغیو د درملنې او زده‌کړو لپاره د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» پرانېستل شي. احرار زیاتوي، دا مرکز د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پرانستې ته چمتو دی.

یوې طالب پلوه رسنۍ د شهید سردار محمد داود خان روغتون د یو طالب چارواکي، محمد طاهر احرار، په حواله خبر ورکړی، چې د «زړه د علومو ملي انسټېټيوټ» چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی.

احرار پر ایکس خواله رسنۍ ليکلي، په دې انسټېټيوټ کې به د زړه د داخله ناروغیو، د زړه جراحي عملیاتو، انویسیف کارډیالوجۍ، پیس مېکر، انجیواپلاستي او انجیواګرافۍ اړوند تشخیص، درملنه او تخصصي زده‌کړې ترسره کېږي، چې د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او عصري طبي تجهیزاتو په وسیله به خدمات وړاندې کېږي.

د محمد طاهر احرار په وينا، د یاد انسټېټيوټ ودانۍ، تجهیزات او تشکیل په تېرو دوو کلونو کې بشپړ شوي او همداراز ټاکل شوې، چې د زړه اړوند ټول خدمتونه به په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې متمرکز شي.

د طالبانو او ازبکستان امنیتي چارواکو پر پوله د ناقانونه فعالیتونو پر مخنيوي خبرې کړې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یادې ډلې د سرحدي پولیسو پوځي مرستیال د ازبکستان د دولتي امنیت له رییس او مل پلاوي سره پر پوله د ناقانونه فعالیتونو پر مخنيوي خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې د مساپرو د تګ‌راتګ پر اسانتیاوو برابرولو هم بحث شوی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د سرحدي پولیسو مرستیال عبدالمنان حسان په خپل دفتر کې د ازبکستان د دولتي امنیت له مشر رستم احمدوف او مل پلاوي سره پر پولو د هر ډول قاچاق د مخنیوي په موخه د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا او د سرحدي امنیت پر ټینګښت خبرې کړې دي.

طالبانو د ښاغلي حسان په حواله لیکلي: «د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ پر سالمې همغږۍ ټینګار شوی او ډاډ څرګند شوی، چې د سرحدي پولیسو ځواکونه د امنیت په ټینګښت او د ناقانونه فعالیتونو په مخنیوي کې به جدي اقدامات کوي».

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې په ګډ بازار کې د سوداګرو لپاره د نویو اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو بحث وشو.

د پاکستان د ولسمشر ویاند یو ځل بیا طالبان «بې‌مغزه ځناور» وبلل

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي په روزګان ولایت کې د یوه پخواني پوځي د قبر سپړلو او د هغه جسد ته تر سپکاوي وروسته طالبان یو ځل بیا «بې‌مغزه ځناور» بللي دي.

هغه پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو غړو په روزګان کې د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستلی، سر یې پرې کړی او قبر ته یې سپکاوی کړی دی. نوموړي لیکلي: «له همدې امله زه هغوی بې‌مغزه ځناور بولم».

په روزګان کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ منلې، چې د شنبې په شپه د ترینکوټ ښار د شهیدانو هدیرې څخه د صدیق‌الله په نوم د پخواني حکومت د یوه پوځي مړی له قبره اېستل شوی دی.

د یاد پوځي کورنۍ رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو غړو د شنبې په شپه د روزګان ولایت په مرکز کې د هغه قبر ویجاړ کړی او جسد یې له خاورو راېستلی دی. په هغو انځورونو او ویډیوګانو کې چې رسنیو ته رسېدلي لیدل کېږي، چې قبر په بشپړه توګه نړول شوی او مړی له خاورو اېستل شوی دی.

مرتضی سولنګي تر دې مخکې هم د افغانستان په اړه د یوې رسنیزې شمېرنې په غبرګون کې چې په‌کې په نږدې څلورو کلونو کې د زرګونه افغانانو د وژل کېدو یادونه شوې وه، طالبان «بې‌مغزه ځناور» بللي وو.

د خوړو نړۍوال پروګرام: له لوږې سره د مخ افغانانو لپاره زموږ د مرستو رسونې چارې دوام لري

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ویلي، د جاپان په ملاتړ یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې هغو کورنیو ته د ژوند ژغورونکو خوراکي مرستو رسولو چارې په چټکۍ سره دوام لري چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه لیکلي، د دغه مرستو موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د ژمي په سختو شرایطو کې د خوراکي توکو د کمښت له امله زیانمنې شوې دي. دغه بنسټ د جاپان د خلکو له همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې دغه مرستې د اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د افغانستان لپاره د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، چې د اوږدې جګړې، کمزوري اقتصادي وضعیت او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانونو ژوند اغېزمن شوی او په دغه هېواد کې هره شپه نږدې ۱۵ مېلیونه خلک په لوږه ویده کېږي.

دغه سازمان ویلي و، د بودجې د کمښت له امله دوی اړ شوي چې له مېلیونونو اړمنو افغانانو سره خپلې مرستې ودروي.