• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاجکستان لوی څارنوال له افغان پولې پر چینايي وګړو بریدونه د جنايي ډلو کار وباله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده ویلي چې له افغان خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو شوي بریدونه، چې په پایله کې یې دوه تاجک پوله‌ساتونکي او پنځه د چین وګړي ووژل شول، د هغو جنایي ډلو کار دی چې غواړي «زموږ اړیکې د چین له حکومت سره خرابې کړي».

نوموړي په پلازمېنې دوشنبې کې په یوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په اړه وویل، «یو چینایي وګړی چې د سړک جوړونې په چارو بوخت و، ولې باید ووژل شي؟ دا ښيي چې داسې کسان او جنایي ډلې شته چې سوله او ارامي نه غواړي، یا غواړي زموږ اړیکې له چین سره خرابې کړي».

نوموړي زیاته کړه، چې « که داسې نه وي، نو ولې یو چینایي سړک جوړوونکی د کار پر مهال په ډزو ووژل شو؟ موږ به پلټنه وکړو او د جنايي بهیر په چوکاټ کې به د پېښې ټول اړخونه روښانه کړو».

د تاجکستان لوی څارنوال زیاته کړه چې د دغو پېښو په تړاو جنايي دوسیې پرانیستل شوې او څېړنې روانې دي.

د واحدزاده په وینا، په تاجکستان کې مېشت چینایي وګړي زیاتره د سړک جوړونې په پروژو کې بوخت دي او ځینې نور د ډبرو او جغل د پروسس په فابریکو کې کار کوي.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې دا د تاجکستاني چارواکو درېیمه څرګندونه ده چې د تاجکستان ـ افغانستان پر پوله د وروستیو نښتو په اړه کیږي.

د جنوري پر۳۰مه، د ماسپښین پر دوو بجو په پوله کې نوې نښته وشوه او د تاجکستان پوله‌ساتونکو درې افغان قاچاق وړونکي ووژل.

د تاجکستان د ستراتېژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمان‌زاده د فبرورۍ پر۹مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې پر افغان- تاجک پوله د وروستیو بریدونو عاملین هغه ډلې دي چې د افغانستان د اوسني حکومت تابع نه دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین هم له افغانستان سره د اړیکو د کچې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د سرحدي پېښو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د نومبر پر ۲۶مه او ۳۰مه له افغانستان نه د تاجکستان پر سرحدي سیموپه دوو بریدونو کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. لومړی برید په شاهین ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې د یوې کمپنۍ پر مرکز وشو او وروسته په درواز ولسوالۍ کې یوه ودانیزه کمپنۍ هم تر برید لاندې راغله.

تاجکستان دغه بریدونه په کلکه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې د بریدونو تنظیموونکي ونیسي.

له دغو نښتو وروسته تاجک چارواکو او طالبانو څو ځله لیدنې وکړې، خو تاجکستان په رسمي ډول د دغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

په دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو وګړو وغوښتل چې د تاجکستان او افغانستان له سرحدي سیمو ووځي او دغو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ایراني ځواکونو پر ګډه پوله په باران او سړو کې بند پاتې ۳۰۰ افغان کډوال ژغورلي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د ایران د سرحدي ولسوالۍ تایباد ولسوال وايي، ایراني ځواکونو ۳۰۰ غیر قانوني افغان کډوال چې د ایران او افغانستان د ګډې پولې په شمال ختیځ کې د ورښت او سړې هوا له امله بند پاتې وو، ژغورلي دي.

حسین جمشیدی د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه افغان وګړي د ورښت او سړې هوا له امله په یادو سیمو کې بند پاتې شوي وو.

هغه زیاته کړه چې یاد افغانان ایران ته د ننوتلو پر مهال د ګډې پولې په اوږدو کې تشخیص شوي وو.

د تایباد ولسوال ویلي، چې د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کې یې کډوالو ته خواړه، درملنه او نورې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی به د درملنې او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته طالبانو ته وسپارل شي.

د ایران دغه چارواکي همداراز ویلي، چې هېواد ته یې د غیر قانوني وګړو ننوتل منع دي او دا چاره د طالبانو په تعامل او همکارۍ پورې تړلې ده.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران او افغانستان له ګډې پولې په غیر قانوني توګه له اوښتونکو سره به پرېکنده او قانوني چلند وشي.

طالبان وایي د صادراتو د پروسس لپاره یې په کابل کې ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د ټولګتو چارو وزارت وایي، چې د ملا هبت الله د فرمان پر بنسټ یې۱۰۰جریبه ځمکه د کابل ولایت په قصبې سیمه کې د صادراتي محصولاتو د پروسس په موخه د صنعت او تجارت وزارت مرستیال، مولوي شهاب الدین ثاقب په شتون کې یاد وزارت ته سپارلې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ځمکه کې به یو معیاري مرکز جوړ شي، چې د صادراتي محصولاتو پروسس، بسته‌بندي او د صادرولو لپاره د چمتو کولو چارې به په کې ترسره کېږي.

د اړونده چارواکو په وینا، د دې مرکز موخه د صادراتو پیاوړتیا، د داخلي تولیداتو کیفیت ښه کول، او سوداګروته د اسانتیاوې برابرول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د لارو تړلو راهیسې، طالبانو خپلې سوداګریزې اړیکې د تاجکستان، ازبکستان، ایران او ترکمنستان سره پراخې کړي. همدارنګه ډېریوارداتي توکې د یادو هیوادونو څخه افغانستان ته واردېږي، او ځینې افغان تولیدات هم یادو هیوادونو ته صادریږي.

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

د افغان مېرمنو د حقونو څار بنسټ: په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو له حقونو د سرغړونو ۴۱۱ قضیې ثبت شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۱۰ GMT+۰

د افغان مېرمنو د حقوقو د څار بنسټ د ارسا سازمان په همکارۍ د ۲۰۲۵م کال لپاره خپل کلنی راپور وړاندې کړ، چې په کې د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو ۴۱۱قضیې ثبت او مستند شوي دي. په دې راپور کې شاوخوا ۳۰۰قضیې مستقیم تشدد ښيي چې د طالبانو لخوا ترسره شوې.

دغه راپور تېره ورځ د ترکیې په قیصریې ښار کې د یوې غونډې پر مهال وړاندې شو. غونډه د «له حاشیې څخه تر حذف پورې؛ د افغانستان د ښځو د بنسټیزو حقونو کلنی راپور» تر سرلیک لاندې ترسره شوه، چې پکې د افغانستان او ترکیې ځینې مدني فعالانو، اکاډمیکو شخصیتونو او د ښځو د حقونو فعالان ګډون درلود.

د راپور له مخې، لږ تر لږه ۷۶قضیې د ښځو او نجونو قصدي وژنې ښيي، چې زیاتره یې په ننگرهار ولایت کې ثبت شوي، او د دې راپور په اساس د دې وژنو عاملان نه دي څرګند شوي.

راپور همداراز ښيي چې په ۲۰۲۵کال کې د ښځو او نجونو له خوا ۳۰څخه زیاتې قضیې د ځان وژنې یا ځان سوزونې شاملې دي. سربېره پردې، لږ تر لږه درې قضیې د طالبانو په توقیف‌خانو کې د جنسي تاوتریخوالي پورې اړه لري، چې دوه یې په بلخ کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د ښځو حقونو څار بنسټ مشره، ذاکره حکمت، په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو پر وړاندې نظام‌مند تشدد یوازې د افغانستان داخلي موضوع نه ده، بلکې نړیوال مسوولیت دی. هغه د نړیوالې ټولنې پر غليتوب او بې‌عملۍ نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا غليتوب د طالبانو د ځپونکو سیاستونو او د ټولنیزو، تعلیمي او سیاسي ډګرونو څخه د ښځو د له منځه وړلو ملاتړ معنا لري.

سربېره پر دې، د ترکیې فلم جوړونکی او د ښځو د حقونو د غږ د رسولو سفیر، بولوت ریحان‌اوغلو، وویل چې افغان ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو په سیستماتیک ډول ایستل شوي، او دا بحران یوازې د افغانستان جغرافیایي حدودو پورې محدود نه دی. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ډیپلوماتیکو اقداماتو پر ځای، عملي او جدي ګامونه واخلي څو د افغان ښځو بنسټیز حقوق خوندي شي.

ریحان‌اوغلو د نړۍ پر غليتوب نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا سکوت د افغان ښځو پر وړاندې روان تبعیض او فشارونو سره د یوالي معنا لري.

اوباما وايي له ځمکې څخه بهر فضایي مخلوقات شتون لري

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په یوه پوډکاسټ کې ویلي چې د ځمکې څخه بهر فضایي مخلوقات ریښتیا دي خو هغه یې نه دي لیدلي. اوباما ویلي، چې هغه ځمکې ته د فضايي مخلوماتو د راتګ هیڅ په اړه شواهد نه دي لیدلي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې باور دی، چې د هستۍ نړۍ د پراختیا له امله، له ځمکې څخه بهر د مخلوماتو ژوند احتمال لري چې په بل ځای کې شتون ولري.

اوباما تېره اونۍ وروسته له هغه د خلکو پام ځانته راواړاوه کله چې هغه په ​​یوه امریکایي پوډکاسټ کې د فضايي مخلوقاتو شتون تایید کړ.

کوربه له اوباما څخه وپوښتل، «کله چې تاسو ولسمشر شوئ، نو لومړۍ پوښتنه څه وه چې تاسو یې ځواب غوښته؟» هغه په ​​خندا سره ځواب ورکړ«بهرنیان [فضايي مخلومات] چیرته دي؟»

د اوباما ځوابونو په نړیوالو رسنیو او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې سرلیکونه جوړ کړل.

اوباما د یکشنبې په ماښام وویل چې«ما غوښتل چې پوښتنو ته ژر ځواب ورکړم، خو اوس چې دې موضوع پام ځانته را اړولی دی، اجازه راکړئ تشریح کړم،» اوباما د یکشنبې په ماښام د خپلو نظرونو روښانه کولو لپاره وویل. د احصایې له مخې فضا دومره پراخه ده چې د فضايي مخلوقاتو د ژوند احتمال لري چې بل ځای شتون ولري.

هغه زیاته کړه: « د سیسټمونو ترمنځ واټن دومره لوی دی چې د فضايي موجداتو د راتګ احتمال کم دی، او زما د ولسمشرۍ په جریان کې ما هیڅ داسې شواهد نه دي لیدلي چې فضايي مخلوقات ځمکې ته راغلي وي.»

دا لومړی ځل نه دی چې اوباما د دې مسلې په اړه خبرې کړې دي. هغه مخکې هم ویلي و: «هغه څه چې ریښتیا دي او زه واقعیا جدي یم دا دي چې په اسمان کې د شیانو انځورونه او ریکارډونه شتون لري چې موږ په سمه توګه نه پوهیږو چې دوی څه دي.»

هغه وویل: «موږ نشو کولی تشریح کړو چې دوی څنګه حرکت وکړ یا د دوی لاره څه وه. دوی هیڅ د توضیح وړ نمونه نه درلوده.»

۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د بریتانوي سروې شرکت یوګو لخوا ترسره شوې سروې وموندله چې ۵۴ سلنه امریکایی لویان پدې باور دي چې حکومت احتمال لري حکومت د ناپیژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه د ادعا په پرتله په ډیر څه پوه شي.