رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.
ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.
سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په یوه پوډکاسټ کې ویلي چې د ځمکې څخه بهر فضایي مخلوقات ریښتیا دي خو هغه یې نه دي لیدلي. اوباما ویلي، چې هغه ځمکې ته د فضايي مخلوماتو د راتګ هیڅ په اړه شواهد نه دي لیدلي.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په دې باور دی، چې د هستۍ نړۍ د پراختیا له امله، له ځمکې څخه بهر د مخلوماتو ژوند احتمال لري چې په بل ځای کې شتون ولري.
اوباما تېره اونۍ وروسته له هغه د خلکو پام ځانته راواړاوه کله چې هغه په یوه امریکایي پوډکاسټ کې د فضايي مخلوقاتو شتون تایید کړ.
کوربه له اوباما څخه وپوښتل، «کله چې تاسو ولسمشر شوئ، نو لومړۍ پوښتنه څه وه چې تاسو یې ځواب غوښته؟» هغه په خندا سره ځواب ورکړ«بهرنیان [فضايي مخلومات] چیرته دي؟»
د اوباما ځوابونو په نړیوالو رسنیو او همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې سرلیکونه جوړ کړل.
اوباما د یکشنبې په ماښام وویل چې«ما غوښتل چې پوښتنو ته ژر ځواب ورکړم، خو اوس چې دې موضوع پام ځانته را اړولی دی، اجازه راکړئ تشریح کړم،» اوباما د یکشنبې په ماښام د خپلو نظرونو روښانه کولو لپاره وویل. د احصایې له مخې فضا دومره پراخه ده چې د فضايي مخلوقاتو د ژوند احتمال لري چې بل ځای شتون ولري.
هغه زیاته کړه: « د سیسټمونو ترمنځ واټن دومره لوی دی چې د فضايي موجداتو د راتګ احتمال کم دی، او زما د ولسمشرۍ په جریان کې ما هیڅ داسې شواهد نه دي لیدلي چې فضايي مخلوقات ځمکې ته راغلي وي.»
دا لومړی ځل نه دی چې اوباما د دې مسلې په اړه خبرې کړې دي. هغه مخکې هم ویلي و: «هغه څه چې ریښتیا دي او زه واقعیا جدي یم دا دي چې په اسمان کې د شیانو انځورونه او ریکارډونه شتون لري چې موږ په سمه توګه نه پوهیږو چې دوی څه دي.»
هغه وویل: «موږ نشو کولی تشریح کړو چې دوی څنګه حرکت وکړ یا د دوی لاره څه وه. دوی هیڅ د توضیح وړ نمونه نه درلوده.»
۲۰۱۹ کال د جون په میاشت کې د بریتانوي سروې شرکت یوګو لخوا ترسره شوې سروې وموندله چې ۵۴ سلنه امریکایی لویان پدې باور دي چې حکومت احتمال لري حکومت د ناپیژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه د ادعا په پرتله په ډیر څه پوه شي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان د اقتصادي او امنیتي مسایلو په اړه ځانګړې ناسته، نن د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۷مه په یاد وزارت کې ترسره شوې ده.
ویل کېږي چې په دې ناسته کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
په غونډه کې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان استازو ګډون کړی و، او د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو سره د عملي همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې اترې کړي دي.
د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، یرکین توکوموف، ویلي، چې قزاقستان د افغانستان سره د تعاملي او عملي حللارو د موندلو له هڅو ملاتړ کوي.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ګډونوالو د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا، د ټرانزیټ او ترانسپورټي لارو پراخول او سیمهییزې امنیتي ننګونې هم څېړلي دي.
ګډونوالو پردې ټینګار وکړ، چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو هڅې باید په افغانستان کې د ثبات او امنیت د پیاوړتیا لپاره همغږې وي.
د ناستې په پای کې، ټولو غړو خپل چمتووالی وښود چې منظمو مشورو او کاري اړیکو ته د سیمهییزې تماس ډلې په چوکاټ کې دوام ورکړي.
دا غونډه د تاشکند د تیرې ناستې په کې تعقیب وه، چې د ازبکستان په ابتکار د ۲۰۲۵کال د اګست په ۲۶مه نېټه ترسره شوې وه. په هغې ناسته کې هم د افغانستان د مسایلو د څېړنې لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې د جوړېدو پر ارزښت ټینګار شوی و.
د تماس ډلې د جوړولو موخه د سیمهییزو هېوادونو لپاره د افغانستان په اړه د منظمو او هدفمند خبرو اترو یوه خپلواکه بڼه رامنځته کول بلل شوي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په ځانګړي توګه د دواړو هیوادونو د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د سوداګرۍ د زیاتوالي په موخه د ازبکستان د سیر دریا ولایت والي ارکنجون توردیموف سره لیدلي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه، د سلواغې پر ۲۷مه لیکلي، چې د ازبکستان د سیر دریا ولایت والي توردیموف ددې ولایت د تولیدي فابریکو، سوداګرۍ او محصولاتو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د تازه میوو، په ځانګړې توګه د انارو، او همدارنګه د پنبې تخمونو واردولو او په عمومي توګه د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي په اړه یې خپله علاقه څرګنده کړه.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان او سیمې د هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د شرایطو، د دواړو هیوادونو د اړتیا وړ سمنټو، کیمیاوي سرې، درملو او نورو توکو د واردولو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او د هغه هیواد ټولو سوداګرو ته یې بلنه ورکړه چې افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره وګوري.
د طالبانو د سوداګرۍ وزیر هم سږ کال په افغانستان کې د تولید شویو پنبې د مقدار او د هغې د لوړ کیفیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې له دې هیواد څخه ازبکستان ته د پنبې صادرول غوره انتخاب دی.
په دې کتنه کې د ازبکستان په سر دریا ولایت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالې سوداګرۍ غونډې د جوړولو او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیا لپاره د ګمرکي ستونزو د حل په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده، چې د ازبکستان په پلاوي کې د سیر دریا ولایت ۳۰ سوداګر شامل ول.
اروپایي کمیسیون اعلان کړی، چې په افغانستان کې به د ماین پاکۍ، د چاودېدونکو توکو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي او د ټپیانو د طبي او فزیکي بیا رغونې پروګرامونو تمویل ته دوام ورکړي.
دې ادارې ویلي، چې د څو لسیزو جګړو له امله افغانستان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو له پراخ ګواښ سره مخ دی، چې لا هم د ملکي وګړو ژوند اخلي او یا یې ټپیانوي.
د اروپایي کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ډېر د ماینونو پر پاتې شونو ککړ دی، او میلیونونه چاودېدونکي پاتې شوني په کلیو، غرنیو سیمو او کرنیزو ځمکو کې پراته دي. د دې موادو ډېری برخه کلونه مخکې ځای پر ځای شوې او دقیق موقعیتونه یې ثبت شوي نه دي.
د د ملګرو ملتونو د ماینونو پر ضد د اقدام ادارې د شمېرو له مخې، له ۱۹۸۹کال راهیسې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاودېدلو مهماتو د چاودنو له امله تر ۴۵زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په قربانیانو کې هغه ماشومان هم شامل دي چې په ازاد چاپېریال کې لوبې کوي، او هغه لویان چې پر کرنه، د سون توکو راټولولو یا خپلو پرېښودل شویو کورونو ته د بېرته ستنېدو پر مهال له چاودنو سره مخ شوي دي.
اروپایي ټولنه د خپلو همکارو بنسټونو، په ځانګړي ډول د هالو ټرسټ، له لارې د ماین پاکۍ بشري عملیات تمویلوي. د دغو عملیاتو موخه دا ده چې ککړې ځمکې پاکې شي، څو خلک وکولای شي له دغو سیمو څخه د کرنې، د کورونو د جوړولو او د ښوونځیو د جوړېدو لپاره په خوندي ډول استفاده وکړي.
یاد کمیسیون ټینګار کړی، چې ځمکني ماینونه او ناچاودېدلي مهمات لا هم په افغانستان او نورو جګړه ځپلو هېوادونو کې د ملکي وګړو لپاره جدي ګواښ دی. د دې ادارې په وینا، د ماین پاکۍ بهیر وخت او لګښت ته اړتیا لري، خو د هر ماین له منځه وړل د خاورې لاندې د یوه پټ ګواښ له منځه وړل دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.
همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.