• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند له ایران سره تړاو لرونکې درې تحریم شوې تېل‌لېږدوونکې بېړۍ توقیف کړې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۰

هند په روانه میلادي میاشت کې د متحده ایالاتو له‌خوا درې تحریم شوې تېل وړونکې بېړۍ توقیف کړې دي، چې له ایران سره تړاو لري او په ورته وخت یې په خپلو سمندري سیمو کې څارنه هم په بې‌ساري ډول زیاته کړې ده. دا ګام د تېلو د ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي په موخه اخیستل شوی دی.

د دې بهیر یوې باخبرې سرچینې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) رویټرز خبري اژانس ته ویلي، نوې ډیلي هڅه کوي چې د هند له اوبو څخه د بېړۍ په بېړۍ د تېلو د لېږد مخه ونیسي، هغه چاره چې د تېلو د محمولو اصلي سرچینه پټوي.
د دغې سرچینې په وینا، «اسټلار روبي»، «اسفالت سټار» او «الجفزیا» هغه تحریم شوې تېل وړونکې بېړۍ دي، چې د ساحلي هېوادونو له‌خوا د قانون له پلي کېدو څخه د تېښتې په موخه یې په وار وار خپل هویت بدل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغو بېړیو مالکان هم له هند څخه بهر مېشت وو. ورته مهال، د ایران د تېلو ملي شرکت اعلان وکړ چې د هند له‌خوا یاد درې توقیف شوې بېړیو له ایران سره هېڅ ډول تړاو نه‌لري. د دې موضوع د ردېدو خبرونه د ایران په دولتي رسنیو کې خپاره شوي دي.
هندي چارواکو تر دې وړاندې پر اېکس‌پاڼې په یوه پیغام کې ویلي وو، چې د ممبيي په لوېدیځ کې شاوخوا ۱۰۰ سمندري میله لرې یې درې بېړۍ وروسته له هغه درولي دي، چې د هند په ځانګړې اقتصادي سیمه کې یې د تېلو له یوې کښتۍ سره تړلې مشکوکې فعالیتونه پېژندلي وو.
که څه هم دا پیغام لږ وخت وروسته لرې شو، خو یوې باخبره سرچینې اوس تایید کړې ده چې دغه بېړۍ د نورو څېړنو لپاره د ممبیي بندر ته بیول شوې ده.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي