• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران حکومت په هرمز تنګي کې سمندري پوځي تمرینات پیل کړل

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰

د ایران حکومت د سپاه پاسداران ځواک د دوشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۷مه) په هرمز تنګي کې خپل سمندري پوځي تمرين پیل کړ. د ايران دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې دغه تمرينات د «هرمز تنګي هوښیار کنټرول» تر نامه لاندې د سپاه سمندري ځواکونو د عمومي قومندان تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د ایران نيمه دولتي خبري اژانس تسنيم ويلي، چې د دې تمرين موخه د عملياتي ځواکونو د چمتووالي ارزونه ده، څو د «احتمالي امنيتي او پوځي ګواښونو» پر وړاندې خپل تياری وازمايي.

دغه تمرين په داسې حال کې تر سره کېږي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ خورا زيات شوي دي. د دواړو لوریو خبرې اترې د ايران د اټومي پروګرام په اړه وروسته له هغه بيا پيل شوې، چې پخوانۍ خبرې د اسراییل له لوري پر ايران د ۱۲ ورځنۍ هوايي او توغنديزې جګړې پر مهال درېدلې وې.

متحده ايالاتو ګواښ کړی، چې که خبرې اترې ناکامې شي، نو د اسلامي جمهوريت پر ضد به پوځي ګام واخلي. په ځواب کې د ايران پوځي او سياسي چارواکو ويلي، چې د امريکا د هر ډول احتمالي بريد پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

ټاکل شوې ده، چې د خبرو اترو نوی پړاو سبا سې‌شنبه په سویس کې د عمان په منځګړيتوب تر سره شي. له دې سره هم‌مهاله، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ منځني ختيځ ته د دویمې الوتکه وړونکې بېړۍ د لېږلو خبر ورکړی او پر ايران يې خپل ګواښونه دوامدار ساتلي دي.

هرمز تنګی د ايران او عمان ترمنځ يوه سټراتيژيکه او مهمه سمندري لاره ده، چې فارس خليج د عمان له خليج او عرب سمندر سره نښلوي. د امريکا د انرژۍ د معلوماتو ادارې دغه تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد تر ټولو مهم ځای بللی دی. د اوپک غړو هېوادونو لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويټ او عراق د استخراج شویو خامو نفتو لويه برخه له همدې لارې تېرېږي او نړۍوالو بازارونو ته رسېږي.

ځينې شننې ښيي، چې که د متحده ايالاتو له لوري پر ايران پوځي يرغل وشي، نو تهران به د هرمز تنګي تړل د فشار د وسيلې په توګه وکاروي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

واشنګټن‌پوسټ: د ایرانیانو غوسه کمه شوې نه ده او حکومت یې کمزوري موقف کې مذاکرات روان کړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

واشنګټن‌پوسټ راپور ورکړی، چې تر سختې وینې تویېدنې او د لاریونوالو تر ځپل کېدو وروسته لا هم د ایرانیانو غوسه کمه شوې نه ده او هم‌مهاله حکومت په کمزوري موقف کې له امریکا سره مذاکراتو ته دوام ورکړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو د راپورونو له‌مخې، د ایران د ملي پاڅون پرمهال ځپنه کې زرګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور نیول شوي دي او د نیونو څپه لا هم روانه ده. راپورونو کې همداراز راغلي، چې ایراني ټولنه د حیرانتیا او غم په حالت کې ده، د ځینو کسانو د جنازو په مراسمو کې او د کورونو له کړکیو څخه د حکومت ضد شعارونه اورېدل کېږي او ان د امنیتي وضعیت فشار ښوونځیو ته هم رسېدلی دی.

دغه راپور همدارنګه څرګندوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له امریکا سره د تازه اټومي خبرو اترو په درشل کې په یوه نازک حالت کې دی.

یوه څېړونکي واشنګټن‌پوسټ ته ویلي، چې د ایران حکومت د پراخ تاوتریخوالي او ویرې اچولو له کبله هڅه کوي، چې د خپلې واکمنۍ دوام تضمین کړي، خو همدا داخلي کمزوري کولی شي د خبرو اترو پر مهال د لویو امتیازونو ورکولو کې د تهران لاسونه وتړي.

له بلې خوا، د ټرمپ حکومت هم د ډیپلوماتیکو هڅو تر څنګ سیمې ته نور پوځي ځواکونه لېږلي او د نظامي اقدام امکان یې هم مطرح کړی دی؛ داسې وضعیت چې د خبرو اترو راتلونکې او د سیمې ثبات یې له لا زیاتو ستونزو سره مخ کړی دی.

د جرمني د مالیې وزیر: اروپايي هېوادونه باید د اروپا د نفوذ پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د جرمني د مالیې وزیر لارس کلینګبایل د دوشنبې په ورځ وویل، چې اروپایي ټولنه په یوه مهمه څنډه کې ولاړه ده او د دې اتحادیې هېوادونه باید د خپلو ملي ګټو تر شا پټ پاتې نه‌شي، بلکې باید د پرېکړو کولو او پرمختګ بهیر ګړندی کړي، ترڅو د اروپا نفوذ او واکمني لا پیاوړې شي.

کلینګبایل بروکسل ته د سفر پر مهال او د اروپایي ټولنې د مالیې وزیرانو له ناستې وړاندې وویل: «موږ غواړو خنډونه له منځه یوسو او د اروپایي حاکمیت د پیاوړتیا او ځواکمنولو لپاره تل نوې لارې چارې ولټوو». هغه ټینګار وکړ، چې جرمني جوړجاړي ته چمتو دی او زیاته یې کړه: «په اروپا کې د کار اوسنی سرعت له هغو ننګونو سره برابري نه کوي چې موږ ورسره مخ یو».

د EU6 بڼه د پرېکړو د ګړندي کولو لپاره

د اروپایي ټولنې شپږ ستر اقتصادونه چې په‌کې پولنډ، هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني او هالنډ شامل دي، ژمنه کړې څو هغه پروژې چې د اروپایي اتحادیې د پرېکړو د پېچلي بهیر له امله ودرېدلي دي، د جیوپولیټیکي تحولاتو په رڼا کې پرمخ یوسي.

دغه ډله چې د «EU6» په نوم پېژندل کېږي، د مالیې او اقتصاد وزیرانو لومړۍ انلاین غونډه د جنورۍ په میاشت کې وکړه. دا هغه مهال و، چې ډونالډ ټرمپ د ناټو له غړي هېواد ډنمارک څخه د ګرینلینډ د ترلاسه کولو لېوالتیا څرګنده کړه. د دوشنبې په ورځ هم یوه بله غونډه د یوروګروپ د غونډې په څنډه کې وشوه.

کلینګبایل وویل: «هغه څه چې د کال په پیل کې د ګرینلینډ په اړه وشول، ټول هغه کسان چې اروپا ته اهمیت ورکوي هوښیار کړل او دا یې وښودله چې باید د ملي ګټو تر شا پټ نه‌شو، بلکې د جوړجاړي لپاره چمتو واوسو».

د جرمني د مالیې وزارت ویاند وویل، چې دغه غونډې په دوو مهمو محورونو تمرکز درلود چې په اروپایي اتحادیه کې د «سپما او پانګونې اتحادیې» د جوړېدو لپاره د پرمختګ ګړندي کول او د حیاتي خامو موادو د رسولو د زنځیرونو د مقاومت پیاوړتیا په‌کې شامل دي.

د EU6 راتلونکې غونډه د مارچ د ۹مې او ۱۰مې نېټو لپاره پلان شوې ده او تمه کېږي، چې په دې تمرکز وکړي چې د یورو نړۍوال رول پیاوړی شي او د دفاعي پانګونو اغېزمنتیا لوړه شي.

د اوربند له پیل راهیسې د اسراییل په بریدونو کې له ۶۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۰۸ GMT+۰

روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱فلسطینیان وژل شوي دي. د دغو تلفاتو له زیاتېدو سره، د اکتوبر میاشتې راهیسې د اوربند له پیل وروسته د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۶۰۰اوښتی دی.

سرچینې وایي، چې اسراییلي ځواکونو د اوربند د وروستي نقض په ترڅ کې د غزې په شمال کې د جبلیا او همداراز د خان یونس په سیمو کې د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر خیمو بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د حماس ویاند دغه بریدونه «نوې ډله‌ییزه وژنه» او «جنایت» بللي او ویلي یې دي، چې د دغو بریدونو دوام ښيي، د اوربند د ټینګښت لپاره نړیوالې هڅې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د غزې د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې، لږ تر لږه ۶۰۱فلسطینیان وژل شوي او له ۱۶۰۰زیات نور ټپیان شوي دي. همداراز، د غزې د رسنیو دفتر ویلي، چې اسراییل د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۰مې څخه د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ تر ۱۰مې پورې د اوربند تړون له ۱۶۲۰څخه زیات ځله نقض کړی دی.

په ورته وخت کې، اسراییل بیا حماس تورنوي، چې د اوربند له تړونه یې سرغړونه کړې او ادعا کوي، چې د دې ډلې په بریدونو کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د تاجکستان لوی څارنوال له افغان پولې پر چینايي وګړو بریدونه د جنايي ډلو کار وباله

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د تاجکستان لوی څارنوال حبیب‌الله واحدزاده ویلي چې له افغان خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو شوي بریدونه، چې په پایله کې یې دوه تاجک پوله‌ساتونکي او پنځه د چین وګړي ووژل شول، د هغو جنایي ډلو کار دی چې غواړي «زموږ اړیکې د چین له حکومت سره خرابې کړي».

نوموړي په پلازمېنې دوشنبې کې په یوه خبري ناسته کې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې د تاجکستان په شمس‌الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې له افغانستان څخه د ور اوښتو وسله والو په اړه وویل، «یو چینایي وګړی چې د سړک جوړونې په چارو بوخت و، ولې باید ووژل شي؟ دا ښيي چې داسې کسان او جنایي ډلې شته چې سوله او ارامي نه غواړي، یا غواړي زموږ اړیکې له چین سره خرابې کړي».

نوموړي زیاته کړه، چې « که داسې نه وي، نو ولې یو چینایي سړک جوړوونکی د کار پر مهال په ډزو ووژل شو؟ موږ به پلټنه وکړو او د جنايي بهیر په چوکاټ کې به د پېښې ټول اړخونه روښانه کړو».

د تاجکستان لوی څارنوال زیاته کړه چې د دغو پېښو په تړاو جنايي دوسیې پرانیستل شوې او څېړنې روانې دي.

د واحدزاده په وینا، په تاجکستان کې مېشت چینایي وګړي زیاتره د سړک جوړونې په پروژو کې بوخت دي او ځینې نور د ډبرو او جغل د پروسس په فابریکو کې کار کوي.

د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې دا د تاجکستاني چارواکو درېیمه څرګندونه ده چې د تاجکستان ـ افغانستان پر پوله د وروستیو نښتو په اړه کیږي.

د جنوري پر۳۰مه، د ماسپښین پر دوو بجو په پوله کې نوې نښته وشوه او د تاجکستان پوله‌ساتونکو درې افغان قاچاق وړونکي ووژل.

د تاجکستان د ستراتېژیکو څېړنو د مرکز مشر خیرالدین عثمان‌زاده د فبرورۍ پر۹مه په یوه خبري ناسته کې وویل چې پر افغان- تاجک پوله د وروستیو بریدونو عاملین هغه ډلې دي چې د افغانستان د اوسني حکومت تابع نه دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین هم له افغانستان سره د اړیکو د کچې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه د سرحدي پېښو د مخنیوي لپاره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د نومبر پر ۲۶مه او ۳۰مه له افغانستان نه د تاجکستان پر سرحدي سیموپه دوو بریدونو کې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. لومړی برید په شاهین ولسوالۍ کې د کان‌کېندنې د یوې کمپنۍ پر مرکز وشو او وروسته په درواز ولسوالۍ کې یوه ودانیزه کمپنۍ هم تر برید لاندې راغله.

تاجکستان دغه بریدونه په کلکه وغندل او له طالبانو یې وغوښتل چې د بریدونو تنظیموونکي ونیسي.

له دغو نښتو وروسته تاجک چارواکو او طالبانو څو ځله لیدنې وکړې، خو تاجکستان په رسمي ډول د دغو لیدنو په اړه څه نه دي ویلي.

په دوشنبه کې د چین سفارت له خپلو وګړو وغوښتل چې د تاجکستان او افغانستان له سرحدي سیمو ووځي او دغو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.