• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

افغان لوبغاړی جاوېد بشارت په رسمي ډول له «یو،اېف،سي» سازمان څخه ووت

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د رزمي لوبو افغان لوبغاړي جاوېد بشارت په رسمي ډول له ازاده مباروز سازمان «UFC» څخه خپل وتل تایید کړل. هغه په ​​خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، «له UFC سره مې فصل پای ته رسېدلی دی. زه د یوه لوبغاړي په توګه په لوړ سر او پوره باور دغه سازمان پرېږدم».

بشارت زیاته کړه، د هغه مسلکي معیارونه په هیڅ ډول نه‌دي بدل شوي او د یوه مبارز په توګه چې تل د غوره لوبغاړو په ډله کې و؛ هغه په ​​ټولو شرایطو کې د مسلکي اصولو، نظم او درناوي سره چلند کړی او هغه به دغه چلند ته دوام ورکړي.

دغه افغان لوبغاړي له ټولو هغو کسانو هم مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې د هغه ملاتړ کړی او لیکلي یې دي: «زه له هر هغه چا مننه کوم، چې زما ترڅنګ ولاړ وو؛ زه د دوی د ملاتړ ستاینه کوم».

څو ورځې وړاندې د UFC سازمان په رسمي وېب‌پاڼه د جاوید بشارت دریځ له «فعال» څخه پر «د مبارزې په حال کې نه‌دی» بدل شو، یادې موضوع د نوموړي لوبغاړي او د ازاده مبارزو مینه‌والو ترمنځ ګڼې پوښتنې راپورته کړې.

اوس د هغه له رسمي تایید سره دا روښانه شوه، چې جاوېد بشارت نور په UFC کې لوبه نه‌کوي. خو د هغه کشر ورور فرید بشارت چې تر اوسه یې کومه ماته نه‌ده تجربه کړې، په دغه سازمان کې خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

۲۹ کلن جاوېد بشارت په خپلو مسلکي لوبو کې ټولټال ۱۵ بریاوې او ۲ ماتې لري. هغه په ​​UFC سازمان کې ښه فعالیت ثبت کړی، چې څلور بریاوې، دوه ماتې او یوه مساوي لوبه یې کړې ده.

په دغه سازمان کې د هغه وروستۍ لوبه هم په بریا پای ته ورسېده. دا لا روښانه نه‌ده، چې جاوېد بشارت به د UFC سازمان تر پرېښودو وروسته د MMA له کومې ادارې سره تړون لاسلیک کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

•
•
•

نور کیسې

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې تراوسه د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې کومې بریا ته نه ده رسېدلې، سبا له متحده عربي اماراتو سره لوبېږي، ترڅو راتلونکي پړاو ته د رسېدو لپاره وروستۍ هیلې ژوندۍ وساتي. اخوا، امارات هم بل پړاو ته د وتلو لپاره یو لړ غېرمنتظره فرصت ته اړتیا لري.

افغانستان له سوېلي افریقا څخه په هغې لوبه کې چې "دوه سوپر اوورونو" ته وغځېده، تر ماتې وروسته اوس باید ځان له رواني پلوه بېرته چمتو کړي. دا په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان پرله‌پسې دویمه ماته وه؛ هغې ماتې چې په سیالیو کې یې د دې لوبډلې مزل ستونزمن کړی دی.

که څه هم افغانستان د ګروپي پړاو په پاتې دوو لوبو کې د متحده عربي اماراتو او کاناډا پر وړاندې د بریا ډېر چانس لري، خو د دې لوبډلې برخلیک د نورو سیالیو په پایلو پورې هم تړلی دی.
افغانستان له اماراتو سره د خپلو مخامخ لوبو په تاریخ کې له ۱۴ سیالیو څخه ۱۱ بریاوې او ۳ ماتې ثبت کړې دي. خو له دې سره، که نیوزیلنډ په خپله راتلونکې لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړي، ان د اماراتو پر وړاندې د افغانستان بریا هم ښايي له سیالیو څخه د افغان لوبډلې د حذف کېدو لامل شي.
بل لور ته، متحده عربي امارات له کاناډا څخه تر هیلې بښونکې بریا وروسته په لوړه روحیه دغې لوبې ته راځي.

دغه لوبډله د ګروپي پړاو خپلې دواړه پاتې لوبې په ډیلي کې ترسره کوي، خو امارات هم بل پړاو ته د وتلو لپاره معجزې ته ورته پایلو ته اړتیا لري. که نیوزیلنډ کاناډا ته ماتې ورکړي چې د دې کار احتمال ډېر دی، نو امارات باید هم افغانستان او هم ماتې نه خوړلې سوېلي افریقا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي، ترڅو خپل رن‌رېټ له نیوزیلنډ څخه پورته کړي؛ هغه ماموریت چې خورا ستونزمن برېښي.

کرېکټ نړۍوال جام؛ هند د پاکستان لوبډلې ته د ۶۱ منډو په توپیر ماتې وکړه

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو کرېکټ نړۍوال جام په ګروپي پړاو کې هند له پاکستان سره لوبه وکړه او خپل سیال ته یې د ۶۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د هند او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن د سریلانکا په کولمبو کې ترسره شوه.

د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د هند لوبډلې په شلو اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان سره ۱۷۵ منډې جوړې کړې او د پاکستان لوبډلې ته یې په شلو اورونو کې د ۱۷۶ منډو هدف ورکړ.

د هند لپاره تر ټولو ډېرې ۷۷ منډې اېشان کېشن وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان لوبډلې د نندارچیانو د تمې خلاف توپ وهنه وکړه، چې د یادې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۸م اور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېدل او په دې توګه هند دغه لوبه د ۶۱ منډو په توپیر وګټله.

د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې ۴۴ منډې عثمان‌خان جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي په خورا کمو منډو او ان له منډو جوړولو پرته وسوځېدل.

د هند لپاره په توپ اچونه کې هایډیک پانډیا، بمبرا، اکشرپټیل، ورن چکروټي دوه ـ دوه ویکټي واخیستي.

په بامیان کې ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۰

په بامیان کې د څلورو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ ژمنۍ سپورټي سیالۍ پیل شوې. په دغو سیالیو کې له بامیان سربېره د کابل، میدان‌وردګ او غزني ولایتونو لوبغاړي ګډون لري.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو رسنیز دفتر د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې سیالۍ لومړی پړاو پر یخ د اسکېټ او کرلېنګ برخو کې په بند سبزک سیمه کې ترسره شو.

د خبرپاڼې پر بنسټ، پر یخ د اسکېټ په څانګه کې له کابل، غزني او میدان‌وردګ ولایتونو شپږو لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د غزني لوبغاړو لومړی مقام وګاټه او همداراز په کرلېنګ څانګه کې له کابل، میدان‌وردګ او بامیان څخه ۲۵ لوبغاړو ګډون درلود او په پایله کې یې د کابل لوبغاړو لومړی مقام خپل کړ.

د یادو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ به د اسکي په برخه کې سیالۍ نن (یکشنبه د سلواغې ۲۶مه) په جرخشک سیمه کې ترسره شي.

د خوست لوبډلې د لومړۍ درجه شل اوریزو کرېکټ ولایتي سیالیو اتلولي وګټله

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي شل اوریزې سیالۍ لس ورځې مخکې د کندهار او ننګرهار ولایتونو په کوربتوب پیل شوې وې او د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) د خوست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه شل اوریزه کرېکټ ولایتي سیالۍ د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د روانې فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه د کندهار او ننګرهار په کوربتوب پیل شوې وې او بالاخره د خوست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پایلوبه کې د خوست الف او خوست ب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د خوست الف لوبدلې د خوست ب لوبډلې ته د ۶ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د کرېکټ بورډ کورني کرېکټ څانګې ویلي، چې دا سیالۍ په لومړي ځل ترسره شوې او موخه یې د افغانستان د شل اوریزه کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د نویو لوبغاړو موندل وو.

افغان سوک‌وهوونکي په روسیه کې له خپلو سیالانو سره مخ کېږي

۲۳ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان دوه سوک‌وهوونکي میلاد عزیزي او سبحان‌الله بابکرخېل سبا (جمعه د سلواغې ۲۴مه) د ار‌پي‌اېف سازمان په چوکاټ کې په مسکو ښار کې له خپل تانزانیايي او روسي سیالانو سره مخ کېږي.

میلاد عزیزي تر دې مخکې په ازادو مبارزو کې ۵ بریاوې ترلاسه کړي او په سوک‌وهنې برخه کې ۴ بریاوې یې خپلې کړې دي. هغه به په سبانۍ سیالۍ کې له تانزانیا څخه د باراکا مازورا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. مازورا تر اوسه په ۱۲ حرفه‌يي سیالیو کې ۸ یې ګټلي او ۴ یې بایللې دي. دغه سیالۍ به په شپږو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.

بل افغان سوک‌وهونکی سبحان‌الله بابکرخېل چې له ماتې پرته ۳ حرفه‌يي سیالۍ ګټلي له خپل روسي سیال اسدبېک خودویک سره خپل بخت وازمويي. د بابکرخېل سیال هم تر اوسه په خپلو حرفه‌يي سیالیو کې دوه لوبې ګټلي دي.

د افغان او روسي سوک‌وهوونکو دغه سیالۍ به په څلورو ۳ دقیقه‌يي پړاوونو کې ترسره شي.