اسراییل کې د امریکا سفیر: شک لرم چې د ایران د حکومت پروړاندې له پوځي اقدام څخه ډډه وشي

په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي په جنیوا کې د ایران او امریکا راتلونکو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، هیلهمن دی چې د ایران له حکومت سره یوه هوکړه وشي. نوموړی وایي، شک لري چې د دغه هېواد پروړاندې له پوځي اقدام څخه ډډه وشي.
هغه چې د دوشنبې په شپه په بیتالمقدس کې یوې ناستې ته وینا کوله، وویل: «جدي شک شتون لري چې د ایران حکومت دې داسې څه ته غاړه کېږدي چې دوی له خپلو اټومي هیلو څخه لرې کړي».
هاکبي وویل، چې متحده ایالات باید د ایران حکومت ته ووایي چې نور بس دی. هغه زیاته کړه: «موږ باور نه شو کولای چې دوی دې کله هم له هغه څه بدل شي چې اوس دي. اوس د دې وخت دی چې دوی خپل لیدلوری په بنسټیزه توګه بدل کړي او یا هم د راتلونکې غمیزې تجربې انتظار وکړي».
