• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ختیز ارام سمندر او کارابین کې د امریکا بریدونو ۱۱ کسان وژلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د امریکا سویلي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې په ختیز ارام سمندر او کارابین سمندر کې یې پر بېړیو درې جلا بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ د معلوماتو له مخې، په لومړي برید کې څلور کسان، په دویم کې هم څلور کسان او په درېیم کې درې کسان وژل شوي دي.

یادې قوماندانۍ ویلي چې دا عملیات د سیمې د سمندري امنیت او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په چوکاټ کې شوي دي.

تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او تابعیت نه دی څرګند شوی.

د یادونې وړ ده چې امریکا په وروستیو کلونو کې په لاتینې امریکا او کارابین سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

عراقچي د ایران د اټومي انرژۍ د کارولو پر حق خبرې اترې د نه منلو وړ وبللې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په جینوا کې د بې‌وسلې کولو په کنفرانس کې ویلي چې د ایران د اټومي انرژۍ د کارولو پر حق مذاکره د منلو وړ نه ده او تهران به له خپلو حقوقو پر شا نه شي.

عراقچي دغه څرګندونې د بې‌وسلې کولو په کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د استفادې روا حق لري.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړ چې پر ایران د هر ډول احتمالي برید پایلې به یوازې د دغه هېواد تر پولو محدودې نه وي. هغه وویل، تهران به د هر ګواښ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي او د ملي ګټو ساتنه به وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر دریځ هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د واشنګټن چلند د خبرو اترو اعتبار کمزوری کړی او د باور فضا یې زیانمنه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو سیمه‌ییز او نړیوال بحثونه لا هم روان دي او لوېدیز هېوادونه د تهران له اټومي فعالیتونو اندېښنې لري.

طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کان‌کېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.

د بشري حقونو څار بنسټ: عراق ته لېږدول شوي داعشیان د جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وایي، چې متحده ایالاتو له سوریې نه شاوخوا ۵۷۰۰بندیان عراق ته لېږدولي، چې هلته د جبري ورکېدو، شکنجې، ناوړه چلند، غیرعادلانه محاکمو او حتا د ژوند د حق د نقض له جدي ګواښونو سره مخ دي.

دغه سازمان، نن د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) وویل، چې امریکا د جنورۍ په ۲۱مه د خپلو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې د بندیانو د لېږد بهیر پیل کړ. په لېږدول شویو کسانو کې افغانان، سوریایان، عراقیان او د نورو هېوادونو وګړي هم شامل دي.

دا لېږد په داسې حال کې ترسره شوی، چې د سوریې حکومت د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

د راپور له مخې، عراقي چارواکو ویلي چې امریکا موافقه کړې، څو په عراق کې د دغو بندیانو د ساتنې او راتلونکو محاکمو لګښتونه ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د عراق څېړونکې سارا سنبار ویلي: «دغه بندیان کلونه کلونه پرته له قانوني بهیر ساتل شوي او اوس یو بل هېواد ته لېږدول شوي، چې هلته هم کافي قانوني خوندیتوب نه لري. د داعش د جرمونو قربانیان رښتیني عدالت ته اړتیا لري، او دا عدالت یوازې د عادلانه محاکمو له لارې تامینېدای شي.»

دغه سازمان ویلي، چې په عراق کې د شکنجې پراخو ګواښونو ته په کتو، دا لېږد ښایي د نړیوال قانون د «عدم اعاده» اصل څخه سرغړونه وي، چې له مخې یې هیڅوک داسې هېواد ته نه شي لېږدول کېدای، چې هلته د شکنجې یا ناوړه چلند ګواښ موجود وي.

راپور زیاتوي، چې عراقي چارواکي دا بندیان د ناصریه او کرخ په زندانونو کې ساتي او د عراق ستره قضایي شورا یې د دوسیو ارزونه کوي. د چارواکو په وینا، په لېږدول شویو کسانو کې د داعش لوړپوړي مشران هم شامل دي، چې د نسل‌وژنې او کیمیاوي وسلو د کارولو په تور تورن دي.

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی، چې عراق پخوا هم د ترهګرۍ په قضیو کې د عادلانه محاکمو معیارونه نه دي رعایت کړي. د دغه سازمان د اسنادو له مخې، په ۲۰۱۸او ۲۰۱۹کلونو کې زرګونه کسان په لنډو محاکمو کې محکوم شول، چې ځینې یې یوازې په ۱۰دقیقو کې پرته له مدافع وکیل د اعدام په سزا محکوم شول.

راپور وایي، چې عراق په پراخه کچه د اعدام سزا کاروي او دا مهال شاوخوا ۸۰۰۰بندیان د اعدام په کتار کې دي. یوازې د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۱۰مه، عراق شپږ کسان اعدام کړل، چې دا د عامو اعدامونو د بیا پیل لومړنۍ پېښه وه.

د عراق د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۶کال فبرورۍ پورې په عراق کې شاوخوا ۳۰زندانونه شته، چې نږدې ۶۷زره بندیان پکې ساتل کېږي، په داسې حال کې چې زندانونه له ګڼې ګوڼې، شکنجې او ناوړه چلند له ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی، چې د بندیانو نوی لوی شمېر به د عراق پر زندانونو نور فشار هم زیات کړي او د بندیانو او زندان کارکوونکو امنیت به له خطر سره مخ کړي.

د عراق حکومت ویاند باسم العوادي ویلي، چې د داعش د بندیانو لېږد د عراق د ملي امنیت د ساتنې لپاره یو «واردمخه مخنیوونکی ګام» دی.

همداراز، د امریکا مرکزي قوماندانۍ قوماندان براد کوپر ویلي، چې دا اقدام د سیمې د امنیت لپاره مهم دی.

خو د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې پرته له عادلانه محاکمو، دا لېږد ښایي د بشري حقونو د جدي سرغړونو لامل شي.

دغه سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې خپل وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي او که شواهد موجود وي، د نړیوالو معیارونو له مخې یې عادلانه محاکمه کړي.

خامنه يي خبرداری ورکړ چې امریکا د ایران اسلامي جمهوریت له منځه نه شي وړلای

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، چې امریکا د ایران اسلامي جمهوریت د له منځه وړلو توان نه لري او د دغه هېواد نظام د ولس په ملاتړ ولاړ دی. خامنه یي سیمې ته ورغلې امریکایۍ بېړۍ خطرناکې بللې دي، خو وايي، تر دې هغه وسلې خطرناکې دي، چې دغه بېړۍ د سمندر تل ته غورځولی شي.

نوموړي د تبریز پاڅون د کلیزې په مناسبت په یوه ناسته کې د «چمتووالي، هوښیارۍ او ملي یووالي» پر ساتلو او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ایران به د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.

خامنه‌يي د امریکا د چارواکو او رسنیو وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل، چې که څه هم امریکا ځان د نړۍ تر ټولو قوي پوځ ګڼي، خو که تېروتنه وکړي، کېدای شي داسې څپېړه وخوري چې د بېرته درېدو توان ونه لري.

هغه زیاته کړې، اړوند بنسټونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او خلک دې په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته دوام ورکړي.

د ایران دغه مشر د ایرانیانو د وروستیو اعتراضونو او ناارامیو په اړه وویل، چې دا یوازې د قهرجنو ځوانانو حرکت نه و، بلکې د ده په وینا «یو طرحه شوی کودتايي اقدام» و چې د ولس له لوري «شنډ» شو. هغه امریکا او اسراییل تورن کړل، چې له مخکې یې ځینې کسان تنظیم او روزلي وو.

خامنه‌يي د پاڅون کوونکو پر ځپلو او وژلو د اعتراف ترڅنګ وویل، هغه کسان چې د ناارامیو پر مهال وژل شوي، پرته له هغو چې د ده په وینا «اصلي طراحان» وو، نور ټول د هېواد بچیان دي او حکومت ځان د ټولو په غم کې شریک بولي.

نوموړي همداراز د امریکا اقتصادي او سیاسي ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې واشنګټن غواړي ایران تر خپل نفوذ لاندې راولي، خو د ایران ولس او نظام به دا اجازه ورنه کړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ایران د دفاعي وسلو او سوله‌ییز اټومي پروګرام حق لري او په دې برخه کې د امریکا مداخله «بې‌منطقه» ده.

د ایران مذهبي رهبر پر خپلو حکومتي چارواکو غږ وکړ، چې د اقتصادي ستونزو، په ځانګړي ډول د انفلاسیون او د ملي اسعارو د ارزښت د ټیټوالي د مهارولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي. هغه وویل، حکومت باید د خلکو د ژوند د ښه‌والي لپاره جدي کار وکړي.

د ایران مذهبي مشر د ایراني پاڅون کوونکو پر وژلو او ځپلو داسې مهال اعتراف کوي، چې د رپوټونو له مخې په دغو پاڅونونو کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان او نیول شوي دي.

د طالبانو او ازبکستان سفیران پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو اړه غږېدلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت وایي، چې د دوی سفیر عبدالشکور حقاني د دغه هېواد لپاره د ازبکستان له سفیر سید اکرم فرهادوویچ سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې خبرې اترې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کتنه د قرغیزستان په پلازمېنه کې شوې او دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا او دوامدارې همغږۍ ټینګار کړی دی. همداراز، دواړو لوریو د سوداګرۍ د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د لا پراخېدو پر فرصتونو بحث کړی دی.

د سفیرانو په کچه د طالب او ازبکستاني چاراکو دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د سیکې له هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

په همدې لړ کې نن سې شنبه د سلواغې په ۲۸مه نېټه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ازبکستان د سیردریا له والي ارکینجون توردیموف سره یې په افغان - ازبک سوداګریزه ناسته کې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخه کې د څه باندې ۳۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.