• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال‌سټریټ ژورنال: د ایران کړکېچ د ټرمپ د خوښې وړ لوبغالی دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۳ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال په یوه تحلیل کې لیکلي، د ایران کړکېچ په حقیقت کې د ټرمپ د خوښې وړ لوبې لوبغالی ګرځېدلی؛ اوس‌مهال د امریکا ولسمشر په داسې وضعیت کې دی، چې د ایران په وړاندې یې لاس خلاص دی او کولای شي هر لوري ته حرکت وکړي.

والټر راسل میډ په دغه لیکنه کې چې د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۷مه) په وال‌سټریټ ژورنال کې خپره شوې لیکلي، چې د «یو،اېس‌،اېس جرالډ ار فورډ» الوتکه وړونکې بېړۍ تېره میاشت د کارابین په سمندر کې ګزمې کولې او هغه مهال د امریکا ځواکونو د وېنزوېلا پخوانی ولسمشر نیکولاس مادورو ونیوه. اوس‌مهال چې د ایران او امریکا ترمنځ اوږدمهاله کړکېچ یوه نوي او خطرناک پړاو ته داخلېږي، د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته لېږدول شوې ده.

راسل میډ لیکلي، ښایي ځینې خلک د ټرمپ حکومت بې‌پروا، ناکاره او ان د ټوکمار په څېر وګڼي؛ خو په ورته وخت کې دغه حکومت په حیرانوونکي ډول اغېزمن هم کېدای شي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا؛ اوس چې د مادورو د سقوط اصلي وسیله ایران ته روانه ده، د نړۍ پام په منځني ختیځ کې د امریکا ترټولو پخواني او خورا سخت دښمن لپاره د ټرمپ پلانونو ته اړول شوی او شنونکي د ټرمپ د پرېکړې او عمل په اړه په تودو بحثونو سره اټکلونه کوي.

والټر راسل میډ لیکلي، د ټرمپ د دیپلوماتیکې تګلارې یوه مهمه برخه دا ده چې هغه داسې موقعیتونه رامنځته کړي چې یوازې خپله د برخلیک ټاکوونکو پرېکړې واک لري؛ داسې یوه پرېکړه چې د نورو هېوادونو لپاره حیاتي اهمیت لري او هغوی اړ باسي، چې د ټرمپ رضایت ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

هغه لیکلي، چې اوس‌مهال ټرمپ په یو مناسب او مثالي موقعیت کې دی. نوموړي زیاته کړې: «د ایران په اړه د هغه لاس خلاص دی او هر لور ته حرکت کولای شي. کولای شي د رژیم بدلون رامنځ ته کړي. کولای شي له تهران سره یو کمزوری تړون ومني او هغه د بریا په توګه وښيي. کولای شي لکه د ۱۲ ورځنۍ جګړې په څېر اجازه ورکړي، چې اسراییل د کار ډېره سخته برخه ترسره کړي او وروسته د اعتبار ترلاسه کولو لپاره خپله صحنې ته داخل شي. حتی دا هم کولای شي، چې په تهران کې حاکمو روحانیونو ته د بقا لپاره نوې موکه ورکړي».

ټول هغه کسان چې د ایران یا د دغه هېواد د تېلو په اړه اندېښنه لري، پوهېږي چې ټرمپ دغه ځواک لري چې د دوی معادلې ګډوډې کړي. د ایران سره د تړون مخالفان او ملاتړي، اسراییلیان، قطریان، روسان، چینایان، اروپایان او ترکان ټول د ټرمپ د پرېکړې په تمه دي.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

فرح پهلوي: د ایرانیانو یووالی، زړورتیا او وطن دوستي هېڅ ځواک نه‌شي ماتولی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۰

د ایران د پخواني پاچا مېرمن فرح پهلوي ویلي، چې د ایرانیانو یووالی، زړورتیا او وطن دوستي هېڅ ځواک نه‌شي ماتولی. هغې ټینګار کړی، چې د ملت اراده د ایران د ازادۍ لپاره ښکاره نښه ده.

فرح پهلوي پر اېکس پاڼه د نړۍ په ګڼو ښارونو کې د روانو لاریونونو ستاینه کړې ده. نوموړې لیکلي:« له ډېر ویاړ او خوښۍ سره مې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې هغه لاریونونه وڅارل، چې د شاهزاده رضا پهلوي په بلنه او ستاسو د بې‌ساري یووالي او زړورتیا په پایله کې ترسره شوي».

هغې یادونه کړې، چې له ملبورن نه تر مونيخ، له لندن نه تر ټورنټو او له واشنګټن نه تر لاس‌انجلس او نورو ښارونو پورې یو مېلیون ایرانیانو خپله مینه او وطن دوستي څرګنده کړه. هغې په ځانګړې توګه د هغو کسانو یادونه وکړه، چې د ایران حکومت له لوري وژل شوي او یا زنداني شوي دي.

فرح پهلوي زیاته کړې:« هغه بېرغونه چې مو پورته کړل او هغه شعارونه چې مو ورکړل، د ټینګې ارادې څرګندونه کوي. غواړم پوه شئ، چې ما دغه ویاړ او عظمت ولیده».

هغې ویلي، چې د ملت اراده د ایران د ازادۍ لپاره یوه هیله بښونکې نښه ده. نوموړې څرګنده کړې:« زه باور لرم، چې د دغه ډول ملي ارادې په پایله کې ایران به ژر له ظلم کوونکو خلاص شي. زه په تاسو ویاړم او له تاسو څخه د زړه له کومې مننه کوم».

سناتور ګراهام: په څو اونیو کې به د تهران پر وړاندې د امریکا د اقدام په اړه پرېکړه وشي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۳ GMT+۰

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لېنډسي ګراهام اسراییل ته د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران پر وړاندې د اقدام په اړه د واشنګټن پرېکړه به په څو اوونیو کې وشي. هغه ټینګار وکړ، چې د «جرالد فورډ» په نوم د امریکا الوتکه وړونکې بېړۍ سیمې ته د ځواک ښودلو لپاره نه‌ده استول شوې.

اسراییلي رسنۍ اې۲۴ نیوز د ګراهام په حواله لیکلي، د اسراییل او امریکا په وړتیا باور لري چې د ایران پر رژیم به پرېکنده ګوزار وکړي. دغه امریکايي سناتور وویل: «د ایران رژیم د خپل تاریخ تر ټولو کمزوري حالت کې دی او د ایران په اړه د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ هېڅ اختلاف نه‌شته».

ګراهام زیاته کړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې «د حکومت بدلون» تر ټولو غوره انتخاب بللی دی. له بل پلوه د اسراییل د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی، چې ګراهام په اورشلیم کې له بنیامین نتنیاهو سره ولیدل.

د اسراییل پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنټ هم د ګراهام سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دوی د ایران وضعیت او د تهران پر وړاندې د عمل لپاره د انتخابونو په اړه بحث کړی دی. هغه ټینګار وکړ، چې ایران په خپل تر ټولو کمزوري حالت کې دی، د فشار وخت رارسېدلی او د اسراییل ټول سیاسي بهیرونه په دې برخه کې متحد دي.

سراج‌الحق: د خواجه اصف خبرې «غېر سنجیده» دي او خپلې ماضۍ پورې «ملنډې» وهي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیانونه «غېر سنجیده» دي او باید جدي ونه‌ګڼل شي. د سراج‌الحق په وینا، خواجه اصف په خپل قوم او خپلې ماضۍ «ملنډې» وهي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه په ډاګه کړې، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې باید جدي ونه‌ګڼل شي، ځکه سهار یوه خبره کوي او ماښام بله خبره کوي.

سراج‌الحق د پاکستان د دفاع وزیر د تېرې اوونۍ د هغو څرګندونو په تړاو چې ګواکې پر افغانستان پخواني شوروي یرغل نه‌وو کړی او پر وړاندې یې جګړه «جهاد» نه‌وه، وویل، په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار د پاکستان په مرکزي شورا کې وو او دریځ یې هم دا وو، چې روسان باید له تورخم څخه ها خوا اېسار کړای شي.

خواجه اصف وايي چې امریکا دوی د «تشناب کاغذ» په څېر پرېښودل | افغانستان انټرنشنل پښتو

سراج‌الحق زیاتوي: «په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار په مرکزي شورا کې ناست وو. د هغه دریځ دا وو، که دا اژدهار موږ په افغانستان کې بند نه‌کړو او د روس دا توپان له تورخم څخه ها خوا موږ بند نه‌کړو، نو دا به پاکستان او له پاکستان پس نورو اسلامي هېوادونو ته هم ورسېږي».

د جماعت اسلامي پخوانی مشر د خواجه اصف دغو څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان چې د افغانستان په دوو جګړو کې ښکېل وو، د دین او یا اسلامي ارزښتونو لپاره نه‌وې او جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف له افغان جګړې څخه یوازې د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته وویل: «د خواجه اصف سهار یو بیان وي ماښام بل بیان وي. زه یې ډېر سنجیده نه‌اخلم، په هر حال چې هر څه یې ویلي، غلطه خبره یې کړې ده».

د سراج‌الحق په بارو، خواجه اصف په خپل قوم، قومي اسمبلۍ او خپلې ماضۍ ملنډې وهي.

د سراج‌الحق په وینا، خواجه اصف یو ځلي ابدالي (احمدشاه ابدالي)، محمود غزنوي ته هم بد ویلي وو، «نو تا په خپلو مزایلو د ابدالي او غزنوي نومونه ولې اېښي»؟

نبیل اصف ته؛ پاکستان له پيله د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه نه يو هېواد | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت‌الله نبیل هم ویلي وو، چې «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې وه، چې پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.

هغه په ډاګه کړې وه، دا چې نن پاکستان وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نوم څخه د وسيلې په توګه کار واخيست.

د فرانسې ولسمشر د مصنوعي ځیرکتیا او دفاعي همکاریو په تړاو هند ته لاړ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون په یو درې ورځني سفر هند ته ورسېد. دا سفر د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د همکارۍ، د دفاعي تړونونو د لاسلیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراټېژیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

تمه کېږي، چې په دې لیدنو کې به د «رافال» جنګي الوتکو د څو میلیارد ډالرو ارزښت لرونکي تړون په اړه هم خبرې وشي.

مکرون او مېرمن یې بریژیت مکرون د دوشنبې په سهار وختي د هند مالي پلازمېنې ممبۍ ته ورسېدل. دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې چې نوموړی ولسمشر شوی، هند ته د هغه څلورم سفر دی. ټاکل شوې ده، چې مکرون د سې‌شنبې په ورځ د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره وګوري او وروسته به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا په غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته ولاړ شي.

د رافال جنګي الوتکو تړون

فرانسه هڅه کوي، چې له نوي ډیلي سره خپلې پوځي اړیکې نورې هم وغځوي. په همدې تړاو د فرانسوي هوايي صنعت شرکت داسو اویاسیون له خوا جوړېدونکو ۱۱۴ نورو رافال جنګي الوتکو د پېرلو د احتمالي تړون په اړه خبرې روانې دي.

د هند دفاع وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې د دغو الوتکو د پېرلو وړاندیز منل شوی او «اکثریت» به یې د هند په کور دننه جوړېږي. که دا تړون وروستی شي، نو هغه ۳۶ رافال الوتکو ته به ورزیاتې شي، چې هند په ۲۰۱۶ کال کې د خپل هوايي ځواک لپاره اخیستې وې او همدارنګه ۲۶ نورو الوتکو ته چې د سمندري ځواک لپاره یې سپارښتنه شوې ده.

د پاریس د سیاسي علومو پوهنتون د نړۍوالو مطالعاتو د مرکز د هند چارو کارپوه کریسټف ژفرلو وایي، چې د ۱۱۴ رافال الوتکو احتمالي ارزښت شاوخوا ۳۰ میلیارده یورو (۳۵ میلیارده ډالر) اټکل شوی او کېدای شي، چې د «پېړۍ تړون» او د دواړو هېوادونو د اړیکو لوړه څوکه وګرځي.

د هوايي صنعت او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې همکاري

ټاکل شوې ده، چې مکرون او مودي به د ویډیو کنفرانس له لارې په هند کې د چورلکو د وروستي اسمبلۍ لومړۍ کرښه هم پرانیزي. دا ګډه پروژه د هند د ټاټا ګروپ او د اروپایي هوايي شرکت اېربس ترمنځ ده.

دغه فابریکه د هند په کرناټکا ایالت کې د ټکنالوژۍ ښار بنګلور ته نږدې موقعیت لري او ټاکل شوې ده، چې د «اېچ ۱۲۵» په نوم یو انجن لرونکې چورلکه تولید کړي، چې د اېربس تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی ماډل بلل کېږي.

په تېرو لسو کلونو کې فرانسه د هند له مهمو دفاعي او اقتصادي شریکانو څخه ګرځېدلې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه چې تر ډېره پر دفاعي او هوايي صنعت ولاړه ده، شاوخوا ۱۵ میلیارده یورو اټکل شوې ده. همدارنګه، په هند کې د فرانسې مستقیمه بهرنۍ پانګونه نږدې ۱۳میلیارده یورو ښودل شوې ده.

جیوپولیټیک بدلونونه او د اوکراین موضوع

تمه کېږي، چې د دې اوونۍ خبرې به د نړۍ اقتصادي بې‌ثباتۍ هم راونغاړي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د ګمرکي تګلارو له امله رامنځته شوې او همدارنګه په سیمه کې د چین د نفوذ موضوع به هم وڅېړل شي.

له بلې خوا، د اوکراین جګړه د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له حساسو موضوعاتو څخه ده. هند تر اوسه د روسیې هغه یرغل چې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین وشو، نه دی غندلی او له مسکو څخه د تېلو پېرلو ته یې دوام ورکړی دی. ټرمپ ادعا کړې، چې هند د دغو پېرلو د بندولو ژمنه کړې، خو نوي ډیلي تر اوسه دا خبره په رسمي ډول نه ده تایید کړې.

د هند د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د دې لیدنې موخه «د ستراتېژیکې ملګرتیا پیاوړتیا او نوو برخو ته د هغې غځول» دي. څارونکي هم د مکرون او مودي ترمنځ نږدې شخصي اړیکو ته اشاره کوي او دا اړیکې د دوه اړخیزو همکاریو په پرمختګ کې اغېزمنې بولي.

سراج‌الحق: د افغانستان او پاکستان د شخړې تر شا د امریکا لاس دی

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراج‌الحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.

سراج‌الحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه‌ پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».

سراج‌الحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».

د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»

مولانا سراج‌الحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.

سراج الحق وایي، د طالبانو او پاکستان جګړه د هند په ګټه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نه‌شي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.

سراج‌الحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».

سراج‌الحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نه‌کېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».

نوموړی پرته له دې چې د ټي‌ټي‌پي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نه‌دی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».

هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.

سراج‌الحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».