د ایران ولسمشر: موږ هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه یو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې په دې اړه د څارنې او تفتیش پروسې ته غاړه کېږدي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې په دې اړه د څارنې او تفتیش پروسې ته غاړه کېږدي.
د رسنیو د راپورونو لهمخې، مسعود پزشکیان په یوه مرکې کې چې د سېشنبې په ورځ خپره شوه، په ډاګه وویل: «موږ هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه یو». هغه زیاته کړه: «که څوک وغواړي دا موضوع وڅاري او تفتیش وکړي، موږ د دې ډول څارنې او رښتیا موندلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو».
د ایران ولسمشر د هېواد رسمي دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې تهران تل د خپلو اټومي فعالیتونو د سولې او بېخطره طبیعت په اړه ټینګار کړی دی او چمتو دی، چې د نظارتي چوکاټونو په بهیر کې له نړۍوالو سره همکاري وکړي.
نن په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ درې ساعته مذاکرات هم وشول او تر خبرو اترو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي رسنیو ته وویل، چې له امریکا سره پر ځینو اصولو هوکړو ته رسېدلي دي. هغه وایي، ډېر ژر به د دغو هوکړو په تړاو یو ګډ متن هم له امریکا سره چمتو او خپور کړي.

ګیزیل پلېکو هغه فرانسوۍ مېرمن ده، چې مېړه یې پر هغې د ډلهییزو جنسي تېریو د زمینې برابرولو په تور محکوم شوی دی.
ګیزیل پلېکو په خپلو یادښتونو کې لیکلي، چې مېړه یې هغه بېهوښه کوله او لسګونه سړي یې وربلل څو د هغې پر بېهوښه بدن جنسي تېری وکړي. په دې یادښتونو کې هغې هغه وحشتونه بیان کړي، چې پرې تېر شوي او دا یې هم ویلي چې ولې یې په محکمه کې علني څرګندونې وکړې چې نړۍ یې ولړزوله.
«ژوند ته نغمه» کتاب چې د سېشنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۲۴م کال د ډلهییز جنسي تېري قضیه بیا انځوروي؛ هغه قضیه چې ۷۳ کلنېپلېکو، د جنسي تاوتریخوالي پر ضد په نړۍوال سمبول بدله کړه او په فرانسه کې د جنسي تېري د قانون د بدلون لامل شوه.
دا چې ولې یې خپل نوم څرګند کړی، لیکلي:«هېڅوک به هېڅکله نه پوهېدل چې دوی زما سره څه کړي وو، له محاکمې څخه هاخوا به هېچا د هغوی مخونه نه لیدل، هغوی به نه څارل کېدل او نه به یې دا پوښتنه کوله چې څنګه د خپلو ګاونډیانو او همکارانو تر منځ جنسي تېري کوونکي وپېژني.»
هغې هغه شېبه بیان کړې، چې پوه شوه مېړه یې کلونه کلونه هغه بېهوښه کوله او ورباندې یې جنسي تېری کاوه. هغې لیکلي، چې پولیسو په پیل کې ترې پوښتنه وکړه چې ایا هغې او مېړه یې د شریکانو د بدلون اړیکه لرله که نه. کله چې هغې وویل چې داسې نه ده، نو ورته انځورونه وښودل شول چې پهکې هغه بېهوښه په کټ کې پرته وه او نامعلوم سړي ورسره وو.
هغې ویلي، چې د پولیسو افسر ورته د سړیو د شمېر په اړه وویل. د هغې کتاب کې راغلي:«هغه راته وویل، چې درې پنځوس سړي زما کور ته راغلي وو څو پر ما جنسي تېری وکړي».
هغې لیکلي: «زه لکه یو سپۍ وم چې د باغ د دروازې ترڅنګ د خپل بادار په تمه ولاړه وي».
هغې ویلي، دا ورته ډېره سخته وه چې خپل اولادونه او ملګري له دې موضوع خبر کړي.
د هغې د پخواني مېړه دومینیک پلېکو تر څنګ، پنځوس نور سړي هم د ګیزیل پلېکو پر وړاندې د جنسي تېري په جرم محکوم شول.
د محاکمې پر مهال، ګیزیل پلېکو هېڅکله په مستقیم ډول دومینیک پلېکو ته مخامخ نشوه، خو لیکلي یې دي چې پلان لري زندان ته ورشي او د ځینو پوښتنو ځواب ورکړي.
هغې لیکلي، چې زه به ترې وپوښتم: «زه یې باید ختم کړم؟ ایا زموږ لور یې هم ځورولې، ایا تر ټولو ناوړه جرم یې ترسره کړی، ایا پوهېږي چې کوم دورخ کې ژوند کوو؟ ایا څوک یې وژلي؟ زه دې ځوابونو ته اړتیا لرم. هغه زما پوروړی دی».
پلېکو وایي، چې هغې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو ښځو لیکونه ترلاسه کړي او همداراز له هغو ښځو څخه چې د محکمې مخې ته ولاړې وې، انرژي یې اخیستې ده.
هغې لیکلي: «د محاکمې له پیلېدو لږ وروسته، هره ورځ به د لیکونو یوه بسته راکول کېده. ما به د ورځپاڼو پر ځای د هغوی لیکونه لوستل غوره ګڼل؛ ځکه ماته یې د ښځو د غږونو د اورېدو فرصت راکاوه».
هغې دا هم لیکلي، چې د محکمې ودانۍ مخې ته د ښځو شتون زما دننه درد سپکاوه.
په خپل کتاب کې، پلېکو د خپلې تازه مېنې په اړه هم لیکلي چې د ګډو ملګرو له لارې سره اشنا شوي و.
هغې لیکلي: «ما ته اړتیا وه چې بیا مینه وکړم. زه وېرېدلې نه وم... زه لا هم پر خلکو باور لرم. یو وخت دا زما تر ټولو لویه کمزوري وه. اوس دا زما ځواک دی. زما بدل».
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له امريکايي استازو سره د سېشنبې ورځې خبرې اترې «رغنده» وبللې او ويې ويل، چې د تېرې ناستې پرتله پهکې ښه پرمختګ شوی دی. هغه وویل: «په پای کې موږ پر يو لړ لارښوونو او اصولو عمومي هوکړې ته ورسېدو».
عباس عراقچي د سېشنبې په ورځ د (سلواغې ۲۸مه) په جينوا کې د خبرو تر پای وروسته خبريالانو ته زیاته کړه: «اوس موږ روښانه پرېکړه لرو چې کوم کارونه بايد ترسره شي». عراقچي همدارنګه د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې له عمومي ریيس رافایل ګروسي سره تخنيکي خبرې «ښې» وبللې او ويې ويل، چې نوموړي هم له امريکايي پلاوي سره ګټورې او ښې خبرې لرلې دي.
هغه ټينګار وکړ، چې د تېر پړاو پرتله په دې پړاو کې ډېرې جدي او بنسټيزې خبرې وشوې او فضا هم لا زياته رغنده وه. د ده په خبره: «اوس زموږ مخې ته روښانه او مثبت لوری پروت دی». عراقچي وويل، چې دواړه لوري به له دې وروسته د همدې لارښوونو او اصولو پر بنسټ مخ ته ځي او د يوه احتمالي هوکړهليک پر متن به کار پيل کړي.
نوموړي هيله وښوده، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه «هر څه ژر» رامنځته شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د راتلونکو خبرو د نېټې په اړه وويل، چې دواړه لوري د يوه احتمالي هوکړهليک پر متنونو کار کوي او کله چې متنونه تبادله شي، نو د راتلونکي پړاو د خبرو نېټه به هم وټاکل شي.
د ايران او د امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دويم پړاو د سېشنبې په ورځ په جينوا کې له شاوخوا درې ساعته سختو او پرلهپسې ډيپلوماتيکو سلا مشورو وروسته پای ته ورسېد. عراقچي دا دويم پړاو مثبت ارزولی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جينوا خبرې اترې «ډېرې مهمې» بللې وې.
ټرمپ ويلي وو، چې ايران د هوکړې غوښتونکی دی او هيله يې څرګنده کړې وه چې تهران به په معقوله او سنجيده توګه چلند وکړي، ځکه که هوکړه رامنځته نهشي، نو ناوړه پايلې به ولري.
د نایجیریا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د یادې ډلې پر ضد د مبارزې د عملیاتو د پراخولو لپاره شاوخوا ۱۰۰نور امریکایي سرتېري نایجیریا ته رسېدلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نایجیریايي چارواکو تور پورې کړی چې ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د میشتو عیسویانو په ساتنه کې پاتې راغلي.
نایجیریا دا خبره ردوي چې ګواکې د کوم مذهب پر ضد تبعیض کوي او وایي چې امنیتي ځواکونه یې هغه وسله والې ډلې په نښه کوي چې پر عیسویانو او مسلمانانو دواړو بریدونه کوي.
متحده ایالاتو د ډسمبر په میاشت کې د اسلامي دولت له شبکې سره تړلو وسله والو پر ضد هوايي بریدونه وکړل او یوه کوچنۍ امریکایي پوځي ډله له مخکې څخه په نایجیریا کې فعالیت کوي څو د دغه هېواد د استخباراتي وړتیاوو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې څو الوتکې چې امریکایي سرتېري او تجهیزات یې لېږدول، د نایجیریا شمالي ایالتونو ته تللې دي.
د نایجیریا د دفاع د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن جنرال سمایلا اوبا وویل چې دغه سرتېري به ځايي ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ور کوي.
د روانې میاشتې په پیل کې، د نایجیریا پوځ ویلي وو چې تمه لري شاوخوا ۲۰۰ نور امریکایي سرتېري هم ور ورسېږي.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو منځګړی دی، وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د ګډو موخو او تخنیکي مسایلو په پېژندنه کې له «ښه پرمختګ» سره پای ته رسېدلی.
البوسعیدي پر ایکس لیکلي، چې د خبرو فضا رغنده وه او دواړو لوریو د احتمالي وروستي تړون لپاره د لارښودو اصولو د تعریف په موخه جدي هڅې وکړې.
هغه همداراز د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د عمومي مشر رافایل ګروسي له رول څخه مننه کړې ده.
د عمان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې لا هم ډېر کار پاتې دی، خو دواړو لوریو د راتلونکې غونډې تر مخه مهم او واضح ګامونه پورته کړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه)د سویس په پلازمېنه جینوا کې د عمان په سفارت کې ترسره شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل چې مهم او جدي بحثونه وشول او د خبرو فضا د تېر پړاو په پرتله رغنده وه. هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو د لارښودو اصولو پر عمومي چوکاټ هوکړه کړې او راتلونکې خبرې به د همدغو اصولو پر بنسټ د احتمالي تړون متن ته ننوځي.
د یادونې وړ ده چې د دغو مذاکراتو لومړی پړاو لس ورځې مخکې په مسقط ښار کې ترسره شوی و. دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او د احتمالي پوځي شخړې د اندېښنو په ترڅ کې پیل شوې دي.
تېر کال هم ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په اړه پنځه پړاوه خبرې کړې وې، خو دا بهیر وروسته له هغه ودرېد چې پر ایران د اسراییل بریدونو په سیمه کې کړکېچ زیات کړ.
د امریکا سویلي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې په ختیز ارام سمندر او کارابین سمندر کې یې پر بېړیو درې جلا بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ د معلوماتو له مخې، په لومړي برید کې څلور کسان، په دویم کې هم څلور کسان او په درېیم کې درې کسان وژل شوي دي.
یادې قوماندانۍ ویلي چې دا عملیات د سیمې د سمندري امنیت او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په چوکاټ کې شوي دي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او تابعیت نه دی څرګند شوی.
د یادونې وړ ده چې امریکا په وروستیو کلونو کې په لاتینې امریکا او کارابین سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.