ملګري ملتونه: هره ورځ زرګونه افغانان له پاکستان نه خپل هېواد ته ستنېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وايي، په پاکستان کې د زیاتېدونکو فشارونو، محدودیتونو، ناوړه وضعیت او جبري ستنولو له امله له دغه هېواده هره ورځ زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنېږي.





