ټرمپ: د جنیوا په مذاکراتو کې به په غېر مستقیم ډول ګډون وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مذاکراتو کې به په «غېر مستقیم» ډول ګډون ولري. هغه زیاته کړه: «هیله لرم چې ایران په معقوله بڼه عمل وکړي. فکر نه کوم چې ایران وغواړي د هوکړې د نه ترلاسه کېدو له پایلو سره مخ شي».
هغه په جنیوا کې د سېشنبې په ورځ کېدونکي مذاکرات خورا مهم وبلل او زیاته یې کړه: «ایران د هوکړې غوښتونکی دی».
