• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي چارواکی؛ ایرانیانو ویلي چې تر دوو اوونیو به له مفصلو وړاندیزونو سره راستانه شي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۰

رویټرز د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي، چې له ایراني پلاوي سره په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو لا هم ډېر جزیات پاتې دي چې باید وڅېړل شي.

دغه امریکایي چارواکي زیاته کړې: «ایرانیانو ویلي چې تر راتلونکو دوو اوونیو به له مفصلو وړاندیزونو سره راستانه شي، ترڅو زموږ په دریځونو کې ځینې پاتې شته واټنونه او اختلافونه له‌منځه یوسي».
اخوا، وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا راپور ورکړی چې ایران وړاندیز کړی څو د یورانیمو غني کول تر درېیو کلونو پورې ودروي، د لوړې کچې غني شویو یورانیمو د زېرمو یوه برخه بهر ته ولېږدوي او له متحده ایالاتو سره د اټومي مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره سوداګریزو معاملاتو ته داخل شي.
د دې راپور له‌مخې، په دغو وړاندیزونو کې د یورانیمو د غني کولو بشپړ درول شامل نه دي؛ هغه غوښتنه چې د ډونالډ ټرمپ له اصلي غوښتنو څخه ده.
دې ورځپاڼې لیکلي، ایران همداراز اعلان کړی چې چمتو دی څو د خپلو یورانیمو د زېرمو یوه برخه د روسیې په څېر یو لوري ته ولېږدوي او د بندیزونو د لیرې کېدو په صورت کې له امریکا سره د تېلو، ګازو، کانونو او هوايي چلند په برخو کې پر احتمالي همکاریو خبرې وکړي.
په راپور کې راغلي، چې امریکایي چارواکو د بندیزونو د کمولو د کچې په اړه جزیات نه دي ورکړي او دا مهال د بندیزونو پراخ لیرې کول د واشنګټن په کاري اجنډا کې نشته.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي