• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر: ډونالډ ټرمپ ډیپلوماسي د پوځي ملاتړ په مټ پر مخ وړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې د ایران پروړاندې پرېکنده اقدام وکړي، خو ډیپلوماسۍ ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

والټز د سې‌شنبې په ورځ فاکس بېزنس ته وویل، چې د سختو فشارونو کمپاین او ورپسې د ملګرو ملتونو د بندیزونو بېرته راګرځولو د ایران اقتصاد منزوي کړ. دغه وضعیت د یاد هېواد د ملي پیسو ارزښت په شدت سره راښکته کړ، چې په پایله کې یې پراخ اعتراضونه راوپارېدل.
هغه زیاته کړه، هغه څه چې رژیم ورته تر هر څه زیات ارزښت ورکوي، پیسې دي. سپاه پاسداران د ایران د اقتصاد کابو نیمایي برخه په خپل کنټرول کې لري او همدا چاره دوی ته دا امکان ورکوي، چې پر خلکو سخت کنټرول ولري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر له ایران سره د خبرو اترو د دوام په اړه د خپل حکومت دریځ داسې بیان کړ: «ډونالډ ټرمپ تل ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي، خو دا ډیپلوماسي د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ په واقعي ځواک ولاړه ده؛ لکه څنګه چې د ایران پر اټومي تاسیساتو په عملیاتو کې نړۍ ته وښودل شول چې دا ځواک څومره اغېزناک ثابتېدای شي».
والټز زیاته کړه: «ایران باید د غني کولو وړتیا یوې خوا ته پرېږدي او خپل غني شوي او په لوړه کچه غني شوي یورانیم وسپاري. د وسلو له جوړولو پرته د غني کولو د داسې کچې لپاره بل هېڅ دلیل شتون نه لري. همدارنګه د ترهګرو ملاتړ او د ایران د لیرې واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو پروګرام هم له هغو موضوعاتو څخه دي، چې موږ په ښکاره ویلي چې د خبرو پر مېز اېښي دي. باید وکتل شي چې څه به پېښ شي. دوی باید غوږ ونیسي ځکه کله چې ولسمشر وايي، چې غوڅ اقدام به وکړي، هدف یې دقیقا همدغه دی».

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون: د نشه‌یي توکو د قاچاق پر درېیو شکمنو بېړیو بریدونه شوي او ۱۱ کسان په‌کې وژل شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۰۶ GMT+۰
پنټاګون: د نشه‌یي توکو د قاچاق پر درېیو شکمنو بېړیو بریدونه شوي او ۱۱ کسان په‌کې وژل شوي
100%

پنټاګون اعلان کړی، چې امریکایي ځواکونو په جلا جلا بریدونو کې د نشه‌یي توکو د قاچاق په شک درې کوچنۍ بېړۍ په نښه کړې دي، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

دا بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د امريکا د جګړه‌ييزې سمندري بېړیو يوه برخه له لاتينې امريکا څخه وتلې او د دې هېواد پوځي تمرکز منځني ختيځ ته اړول شوی دی.

د پوځي چارواکو په وينا، د سپټمبر له مياشتې راهيسې د لوېديځې نيمه کرې لپاره د امريکا پوځي تګلاره د سمندري نشه‌يي توکو د قاچاق پر مخنيوي متمرکزه شوې ده. د امريکا حکومت د نشه‌يي توکو جريان د ملي امنيت لپاره ګواښ بللی او د ونزوېلا د کلابندۍ او د دغه هېواد د ناقانونه تېلو د سوداګرۍ د مخنيوي لپاره يې تر دولسو زياتې جګړه‌ييزې بېړۍ لېږلې وې. د دې پراخو عملياتو پایله د نيکولاس مادورو د نيولو لامل شو.

اوس د دغو بېړيو ډېری منځني ختيځ ته روانې شوې دي؛ هغه سيمه چې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د اټومي پروګرام په اړه هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښايي پر ايران نوي پوځي بريدونه ترسره شي.

د امريکا د پوځ سوېلي قوماندې ويلي، چې دا درې بېړۍ د نشه‌يي توکو د قاچاق پر پېژندل شويو لارو روانې وې او د «ترهګرو په توګه ټاکل شويو سازمانونو» له لوري اداره کېدې. يو بريد په کاراييب سمندر کې او دوه نور په ختيځ ارام سمندر کې ترسره شوي دي؛ هغه لارې چې چارواکي وايي، زياتره له کولمبيا او اکوادور څخه پيلېږي.

د سپټمبر له پيل راهيسې د دې عملياتو په ترڅ کې د امريکا پوځ ۴۳ بېړۍ په نښه کړې دي، چې لږ تر لږه ۱۳۳ تنه په‌کې وژل شوي او ۱۱ نور چې له لومړنيو بريدونو څخه ژوندي پاتې شوي وو، ښايي وروسته مړه شوي وي.

دا عمليات له وړاندې له حقوقي نيوکو سره مخ وو. د سپټمبر په لومړيو کې په لومړي بريد کې د يوې لارښوونکې بمبارۍ له امله ۹ تنه ووژل شول او دوه ژوندي پاتې کسان چې د کښتۍ د پاتې شونو سره نښتي وو، په دويم بريد کې هم په نښه شول؛ هغه اقدام چې ځينو قانون جوړونکو او د نړۍوالو بشري حقونو فعالانو جګړه‌ييز جرم بللی وو.

له دغه جنجال وروسته تګلارې داسې بدلې شوې، چې که شکمن کسان ژوندي پاتې شي، د ژغورنې عملیات به لومړیتوب ولري، خو لا تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا بدلون کله او د چا په امر شوی دی.

د لوېدیځو هېوادونو مشرانو د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي وویله

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰
د لوېدیځو هېوادونو مشرانو د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې مبارکي وویله
100%

د برېتانیا پاچا، د امریکا ولسمشر، د کاناډا لومړي وزیر او د نړۍ یو شمېر نورو مشرانو د سې‌شنبې په ورځ د روژې میاشتې د رارسېدو له امله مسلمانانو ته مبارکي وویله او دا یې د مهربانۍ، خواخوږۍ او یو بل ته د مرستې فرصت وباله.

سعودي عربستان د چهارشنبې ورځ (د سلواغې ۲۹مه) د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې هغو مسلمانانو ته چې روژه نمانځي، خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې او دا میاشت یې د روح د نوې کېدو، تفکر او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله.

هغه وویل، روژه د دعا، روژې نیولو او د کورنیو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا له لارې د خواخوږۍ، بښنې او عاجزۍ ارزښتونه روښانه کوي او هیله یې وښوده، چې دا موسم دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي.

د برېتانیا شاهي کورنۍ هم په یوه پیغام کې د برېتانیا، د ګډو هېوادونو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او د ارام او برکتي میاشت هیله یې وکړه. همدارنګه د برېتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم مسلمانانو ته دا میاشت مبارک وبلله او دا یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړ.

په کاناډا کې لومړي وزیر مارک کارني په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې روژه د تفکر او دعا فرصت وباله او د کاناډا او نړۍ مسلمانانو ته یې د ارام او له برکته ډکې میاشتې هیله وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې وویل، چې دا میاشت د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د تفکر، دعا او یووالي فرصت دی.

هغه د نړۍ روانو کړکېچونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې له افغانستان څخه تر یمن او له غزې تر سوډان پورې میلیونونه کسان له جګړې، لوږې، بې‌ځایه کېدو او تبعیض سره مخ دي او باید په دې میاشت کې د خواخوږۍ او د اړمنو د ملاتړ پیغام ژوندی وساتل شي.

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي هم مسلمانانو ته د روژې مبارکي وویله او ویې لیکل: «د روژې سپېڅلې میاشت د مسلمانانو لپاره فرصت دی څو خپل ایمان پیاوړی کړي، تفکر وکړي، بښنه وکړي او مینه او نېکۍ عملي کړي».

هغه وویل: «په روژه کې موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې زموږ د ملت بریا، ځواک او یووالی د هر اسټرالیايي پر بنسټیز حق ولاړ دی چې خپل دیني مراسم په ازاده او خوندي توګه ترسره کړي او په خپل هویت وویاړي».

د لندن ښاروال صادق خان په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ولیکل، چې د روژې د پیل پر مهال د خلکو له راټولېدو سره ښار په ځانګړې رڼا او شور ځلېږي او د هیلې او د کلتوري تنوع نښه ده. هغه زیاته کړه: «زما د کورنۍ له لوري ستاسو کورنۍ ته روژه مبارک».

په همدې حال کې، د اسراییل پوځ هم په یوه پیغام کې هغو کسانو ته چې دا میاشت نمانځي، د روژې مبارکي وویله.

د ایران ولسمشر: موږ هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه یو

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰
د ایران ولسمشر: موږ هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه یو
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان وکړ، چې د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې نه دی او چمتو دی، چې په دې اړه د څارنې او تفتیش پروسې ته غاړه کېږدي.

د رسنیو د راپورونو له‌مخې، مسعود پزشکیان په یوه مرکې کې چې د سې‌شنبې په ورځ خپره شوه، په ډاګه وویل: «موږ هېڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه یو». هغه زیاته کړه: «که څوک وغواړي دا موضوع وڅاري او تفتیش وکړي، موږ د دې ډول څارنې او رښتیا موندلو لپاره بشپړ چمتووالی لرو».

د ایران ولسمشر د هېواد رسمي دریځ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې تهران تل د خپلو اټومي فعالیتونو د سولې او بې‌خطره طبیعت په اړه ټینګار کړی دی او چمتو دی، چې د نظارتي چوکاټونو په بهیر کې له نړۍوالو سره همکاري وکړي.

نن په سویس کې د امریکا او ایران ترمنځ درې ساعته مذاکرات هم وشول او تر خبرو اترو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي رسنیو ته وویل، چې له امریکا سره پر ځینو اصولو هوکړو ته رسېدلي دي. هغه وایي، ډېر ژر به د دغو هوکړو په تړاو یو ګډ متن هم له امریکا سره چمتو او خپور کړي.

له دوزخ څخه راستنېدنه؛ له ډله‌ییزې جنسي تېري څخه د یوې ژغورل شوې مېرمنې دردناک یادښتونه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۵۰ GMT+۰
له دوزخ څخه راستنېدنه؛ له ډله‌ییزې جنسي تېري څخه د یوې ژغورل شوې مېرمنې دردناک یادښتونه
100%

ګیزیل پلېکو هغه فرانسوۍ مېرمن ده، چې مېړه یې پر هغې د ډله‌ییزو جنسي تېریو د زمینې برابرولو په تور محکوم شوی دی.

ګیزیل پلېکو په خپلو یادښتونو کې لیکلي، چې مېړه یې هغه بې‌هوښه کوله او لسګونه سړي یې وربلل څو د هغې پر بې‌هوښه بدن جنسي تېری وکړي. په دې یادښتونو کې هغې هغه وحشتونه بیان کړي، چې پرې تېر شوي او دا یې هم ویلي چې ولې یې په محکمه کې علني څرګندونې وکړې چې نړۍ یې ولړزوله.

«ژوند ته نغمه» کتاب چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شو، د ۲۰۲۴م کال د ډله‌ییز جنسي تېري قضیه بیا انځوروي؛ هغه قضیه چې ۷۳ کلنېپلېکو، د جنسي تاوتریخوالي پر ضد په نړۍوال سمبول بدله کړه او په فرانسه کې د جنسي تېري د قانون د بدلون لامل شوه.

دا چې ولې یې خپل نوم څرګند کړی، لیکلي:«هېڅوک به هېڅکله نه پوهېدل چې دوی زما سره څه کړي وو، له محاکمې څخه هاخوا به هېچا د هغوی مخونه نه لیدل، هغوی به نه څارل کېدل او نه به یې دا پوښتنه کوله چې څنګه د خپلو ګاونډیانو او همکارانو تر منځ جنسي تېري کوونکي وپېژني.»

هغې هغه شېبه بیان کړې، چې پوه شوه مېړه یې کلونه کلونه هغه بې‌هوښه کوله او ورباندې یې جنسي تېری کاوه. هغې لیکلي، چې پولیسو په پیل کې ترې پوښتنه وکړه چې ایا هغې او مېړه یې د شریکانو د بدلون اړیکه لرله که نه. کله چې هغې وویل چې داسې نه ده، نو ورته انځورونه وښودل شول چې په‌کې هغه بې‌هوښه په کټ کې پرته وه او نامعلوم سړي ورسره وو.

هغې ویلي، چې د پولیسو افسر ورته د سړیو د شمېر په اړه وویل. د هغې کتاب کې راغلي:«هغه راته وویل، چې درې پنځوس سړي زما کور ته راغلي وو څو پر ما جنسي تېری وکړي».

هغې لیکلي: «زه لکه یو سپۍ وم چې د باغ د دروازې ترڅنګ د خپل بادار په تمه ولاړه وي».

هغې ویلي، دا ورته ډېره سخته وه چې خپل اولادونه او ملګري له دې موضوع خبر کړي.

د هغې د پخواني مېړه دومینیک پلېکو تر څنګ، پنځوس نور سړي هم د ګیزیل پلېکو پر وړاندې د جنسي تېري په جرم محکوم شول.

د محاکمې پر مهال، ګیزیل پلېکو هېڅکله په مستقیم ډول دومینیک پلېکو ته مخامخ نشوه، خو لیکلي یې دي چې پلان لري زندان ته ورشي او د ځینو پوښتنو ځواب ورکړي.

هغې لیکلي، چې زه به ترې وپوښتم: «زه یې باید ختم کړم؟ ایا زموږ لور یې هم ځورولې، ایا تر ټولو ناوړه جرم یې ترسره کړی، ایا پوهېږي چې کوم دورخ کې ژوند کوو؟ ایا څوک یې وژلي؟ زه دې ځوابونو ته اړتیا لرم. هغه زما پوروړی دی».

پلېکو وایي، چې هغې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د زرګونو ښځو لیکونه ترلاسه کړي او همداراز له هغو ښځو څخه چې د محکمې مخې ته ولاړې وې، انرژي یې اخیستې ده.

هغې لیکلي: «د محاکمې له پیلېدو لږ وروسته، هره ورځ به د لیکونو یوه بسته راکول کېده. ما به د ورځپاڼو پر ځای د هغوی لیکونه لوستل غوره ګڼل؛ ځکه ماته یې د ښځو د غږونو د اورېدو فرصت راکاوه».

هغې دا هم لیکلي، چې د محکمې ودانۍ مخې ته د ښځو شتون زما دننه درد سپکاوه.

په خپل کتاب کې، پلېکو د خپلې تازه مېنې په اړه هم لیکلي چې د ګډو ملګرو له لارې سره اشنا شوي و.

هغې لیکلي: «ما ته اړتیا وه چې بیا مینه وکړم. زه وېرېدلې نه وم... زه لا هم پر خلکو باور لرم. یو وخت دا زما تر ټولو لویه کمزوري وه. اوس دا زما ځواک دی. زما بدل».

ایران له امریکا سره په یو شمېر اصولو کې عمومي هوکړې ته رسېدلی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰
ایران له امریکا سره په یو شمېر اصولو کې عمومي هوکړې ته رسېدلی
100%

د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له امريکايي استازو سره د سې‌شنبې ورځې خبرې اترې «رغنده» وبللې او ويې ويل، چې د تېرې ناستې پرتله په‌کې ښه پرمختګ شوی دی. هغه وویل: «په پای کې موږ پر يو لړ لارښوونو او اصولو عمومي هوکړې ته ورسېدو».

عباس عراقچي د سې‌شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۸مه) په جينوا کې د خبرو تر پای وروسته خبريالانو ته زیاته کړه: «اوس موږ روښانه پرېکړه لرو چې کوم کارونه بايد ترسره شي». عراقچي همدارنګه د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې له عمومي ریيس رافایل ګروسي سره تخنيکي خبرې «ښې» وبللې او ويې ويل، چې نوموړي هم له امريکايي پلاوي سره ګټورې او ښې خبرې لرلې دي.

هغه ټينګار وکړ، چې د تېر پړاو پرتله په دې پړاو کې ډېرې جدي او بنسټيزې خبرې وشوې او فضا هم لا زياته رغنده وه. د ده په خبره: «اوس زموږ مخې ته روښانه او مثبت لوری پروت دی». عراقچي وويل، چې دواړه لوري به له دې وروسته د همدې لارښوونو او اصولو پر بنسټ مخ ته ځي او د يوه احتمالي هوکړه‌ليک پر متن به کار پيل کړي.

نوموړي هيله وښوده، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه «هر څه ژر» رامنځته شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د راتلونکو خبرو د نېټې په اړه وويل، چې دواړه لوري د يوه احتمالي هوکړه‌ليک پر متنونو کار کوي او کله چې متنونه تبادله شي، نو د راتلونکي پړاو د خبرو نېټه به هم وټاکل شي.

د ايران او د امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دويم پړاو د سې‌شنبې په ورځ په جينوا کې له شاوخوا درې ساعته سختو او پرله‌پسې ډيپلوماتيکو سلا مشورو وروسته پای ته ورسېد. عراقچي دا دويم پړاو مثبت ارزولی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جينوا خبرې اترې «ډېرې مهمې» بللې وې.

ټرمپ ويلي وو، چې ايران د هوکړې غوښتونکی دی او هيله يې څرګنده کړې وه چې تهران به په معقوله او سنجيده توګه چلند وکړي، ځکه که هوکړه رامنځته نه‌شي، نو ناوړه پايلې به ولري.