• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۶ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د فراه ولایت په میل ۷۸ سیمه کې د ګمرک د ځینو کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی. د معلوماتو له مخې، طالبانو د معترضانو د خورولو لپاره ډزې کړې دي. د ځايي خلکو په وینا، په دې پېښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

د فراه د ګمرک کارګران چې د موټرو د تفتیش او د قاچاقي توکو د مخنیوي برخه کې فعالیت کوي، د معاشونو کمولو او ځینو کسانو د ګوښه کولو په غبرګون کې پر اعتراض لاس پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو په ترڅ کې د ګمرک دروازې تړل شوې او د ریاست ودانۍ ښیښې هم ماتې شوې دي.

اړونده طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د اريانا افغان هوايي شرکت غواړي ۲ الوتکې وپېري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۰

اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د اريانا-افغان شرکت د ریيس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یې له دوو بهرنیو شرکتونو سره د یوې ایرباس او یوې بوینګ الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې خبرو اترو کې له (MARS) دولتي شرکت سره د (A330-200) الوتکې د پېرلو او له (GA Talisis) ترکي شرکت سره د (B737-800) الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې شوې دي.

یاد شرکت د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په انلاین جلسو کې، له يادو شرکتونو سره ددغو الوتکو د پېرلو پر ټولو شرایطو بحثونه شوي او موافقه شوې، چې تر کتنې او ارزونې وروسته به راټول شوي معلومات د الوتکو د پيرلو د اړوندو دولتي ادارو له لوري تشکيل شوې کمېټې سره شريک کړي.

شرکت زیاتوي چې په دې ناسته کې د نويو الوتکو د پېرلو اړوند تخنیکي ارزونه، مالي وړاندیزونه، د داوطلبۍ شرایط او د نړیوالو معیارونو رعایت په تفصیل سره وڅېړل شول.

د یاد شرکت په وینا، کمېټې د شفاف، رقابتي او مسلکي بهیر پر تطبیق ټینګار کړې او پرېکړه یې وکړه، چې ټول پړاوونه به د هېواد د نافذه قوانینو او تدارکاتي اصولو سره سم پرمخ وړل کېږي.

د طالب مسوولینو په وینا، د نويو الوتکو پېرل به د اريانا افغان هوايي شرکت عملیاتي ظرفیت لوړ کړي، د الوتنو منظموالی به پیاوړی کړي او مسافرو ته به لا خوندي او باکیفیته خدمات برابر کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر: فساد په سیسټم کې سرایت کړی او له امله یې بې برکتي رامنځته شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر وايي، چې فساد په ادارو او سیسټم کې ننوتلی او بې برکتي یې راوستې ده. نوموړي د متخصصو ډاکټرانو د فراغت په غونډه کې وویل، چې چې ډاکټران د ښځو لپاره محرم دي او دا صلاحیت هم ډاکټر لري، چې له «ښځې جامې وباسي او هر ځای ته یې لاس ور وړي».

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني د ۱۴۰۴ کال د تخصص اکمال لوی ریاست د متخصصو ډاکټرانو فراغت غونډه کې پر دې اعتراف وکړ، چې د طالبانو په ادارو او سیسټم ک فساد رېښې کړې او هرڅه یې بې برکته کړي دي.

نوموړي وویل، چې « فساد د ژوند رګ رګ ته ننوتلی، په هره برخه کې، د خلکو جوړښت داسې شوی، چې له فاسدې لارې راشي. ساختمان، ټکنالوژي او حتا په سیسټم کې فساد سرایت کړی».

نوموړي زیاته کړه، « ددې لامل دادی چې په پاکه اراده نه یو راوتلي».

حمدالله نعماني پر ځینو ډاکټرانو نیوکه وکړه، چې پیسو ته لومړیتوب ور کوي او دې پر طبي برخې عامه باور زیانمن کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې ډاکټر په شریعت کې مشاور دی او مشاور ډامن وي او چاته چې مشوره ور کوي، د خپلې هیڅ ګڼې سنجش به یې نه وي کړی. نوموړي پر روغتونونو نیوکې وکړې، چې خپلې ډېرې پانګې پر بازارموندنه او ډیکوریشن لګوي، خو زور یې له ناروغانو باسي.

هغه دغه راز وویل، چې ډاکټرانو ته الله ځینې داسې صلاحیتونه ورکړي، چې ولسمشر او وزیر او عالم ته یې نه دي ورکړي.

نعماني زیاته کړه، چې ډاکټران د ښځو لپاره محرم دي او دا صلاحیت هم ډاکټر لري، چې له ښځې جامې وباسي او هر ځای ته یې لاس ور وړي.

نوموړي دغه راز پر ډاکټرانو غږ وکړ، چې دغه اسرار وساتي.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو له څلورو کلونو راهیسې بندیز لګولی او د دغه بندیز تر پوښښ لاندې د طبي زده کړو او روغتیا پالنې موسساتو د فعالیتونو بندېدل هم شامل دي. دې چارې د ښځو مسلکي پرمختګ او دغه راز د روغتیايي خدمتونو بهیر هم اغیزمن کړی دی.

شنونکي وايي، د طالبانو دغه دریځ، چې ډاکټر د ښځو محرم بولي، د نجونو پر زده کړو د بندیز د عواقبو او منفي اغیزو د پټولو هڅه ده.

هبت‌الله: د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول امت او امیران مکلف دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده وایي، د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول امت او امیران مکلف دي. د هغه په وینا، «د اسلامي نظام بقا، بریالیتوب او ساتنه په دیني علم پورې اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسوولیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي».

هغه زیاته کړې چې په شرعي چارو کې باید له علماوو څخه لارښوونې ترلاسه شي او ورسره مشوره وشي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې ملا هبت‌الله دا څرګندونې په کندهار کې د ولسوالیو علماوو لپاره په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د هبت‌الله په وینا دین، اسلام او شرعي احکام علماوو ساتلي دي او دوی به یې ساتي.

هبتالله زیاته کړې چې خلکو د دین او اسلام د کمزوري کولو کوښښ کړی دی، د اسلام او شرعي احکامو د تحریفولو کوښښونه یې کړي دي. د هغه په وینا، اوس هم دا کار روان دی، څو د خلکو څخه اصلي مسیر ورک کړي.

هغه وایي، چې علماوو د دغو شرعي احکامو د تحریفولو مخه نیولې ده: «که پر منبر او په داسې اجتماعاتو کې خلکو ته د منکراتو بد عواقب بیان کړو او شرعي احکام ورته وښیو، ډیر خلک به اصلاح شي»

هبت‌الله ویلي، چې «د اسلامي نظام بقا، کامیابي او ساتنه په دیني علم پوري اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسوولیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي او خلک په دین، اسلام او شریعت باندې پوه کړل شي، نو علما کرام دې دیني علم تر خلکو ورسوي».

هغه د عصري زده کړو په اړه، چې نجونې او ښځې ترې محرومې شوې دي، هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو او ازبکستان سفیران پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو اړه غږېدلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۵۳ GMT+۰

په قرغیزستان کې د طالبانو سفارت وایي، چې د دوی سفیر عبدالشکور حقاني د دغه هېواد لپاره د ازبکستان له سفیر سید اکرم فرهادوویچ سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا یې خبرې اترې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کتنه د قرغیزستان په پلازمېنه کې شوې او دواړو لوریو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو خواوو د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو پر پیاوړتیا او دوامدارې همغږۍ ټینګار کړی دی. همداراز، دواړو لوریو د سوداګرۍ د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د لا پراخېدو پر فرصتونو بحث کړی دی.

د سفیرانو په کچه د طالب او ازبکستاني چاراکو دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د سیکې له هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

په همدې لړ کې نن سې شنبه د سلواغې په ۲۸مه نېټه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د ازبکستان د سیردریا له والي ارکینجون توردیموف سره یې په افغان - ازبک سوداګریزه ناسته کې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخه کې د څه باندې ۳۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.

د طالبانو جزایي اصولنامه مېړونه «وینځه ساتونکي» ګرځوي او کورنی تاوتریخوالی قانوني کوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۴۴ GMT+۰

د برېټانیا انګریزي ژبې انډیپنډنټ ورځپانې په یوه رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو نوې جزایي اصولنامې ددې ډلې تر ټولو شاتګ‌پالې کړنې د افغانستان د نافذه قانون برخه ګرځولې دي او اټکل کیږي، چې تر ټولو زیات زیان به ښځو ته ورسېږي. په اصولنامه کې ملایانو ته یوازې د «نصیحت» سزا اټکل شوې.

دغه ۹۰ مخیزه جزایي اصولنامه د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده توشیح کړې او داسې زړې مادې پکې شاملې دي چې د جرم سزا د مجرم د «ازاد» یا «مریي» کېدو پر بنسټ ټاکي.

د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، دغه اصولنامه په عملي ډول د افغان ټولنې لپاره یو نوی قشري سیستم رامنځته کوي، چې په سر کې مذهبي عالمان او ملايان نږدې له عدلي تعقیب څخه خوندي ګڼل شوي او تر ټولو سختې سزاوې کارګر قشر ته ټاکل شوې دي.

تر ټولو اندېښمنوونکې برخه دا ده چې دغه قانون ښځې په عملي توګه د وینځو په کچه دروي.

په ځینو مادو کې راغلي چې «وینځه ساتونکي» یا مېړونه کولای شي خپلې مېرمنې یا تابع کسان ووهي او وټکوي.

د بشري حقونو ډلې وايي، ډېر خلک د طالبانو له غچ اخیستنې وېرېږي او نه غواړي د دغه قانون پر ضد غږ پورته کړي، حتا که نوم یې پټ هم وساتل شي. کله چې د هېواد دننه او بهر فعالانو نیوکې وکړې، طالبانو جلا فرمان صادر کړ او ویې ویل چې د نوي قانون په اړه بحث کول هم جرم ګڼل کېږي.

په قانون کې راغلي چې د جدي جرمونو لپاره بدني سزاوې به د اصلاح او تادیب ادارې نه، بلکې دیني عالمان عملي کوي.

دغه قانون سپارښتنه کوي چې سپکې سرغړونې دې د «تعزیر» له لارې حل شي؛ یانې که«مجرمه» ښځه وي، مېړه کولای شي ویې وهي.

که څه هم قانون په ظاهره د وهلو ټکولو قرباني ښځو ته د عدالت لاره پرانیزي، خو هغوی اړې دي چې د حجاب په رعایتولو سره د بدني زیان ثابتولو لپاره قاضي ته خپل ټپونه وښيي. سربېره پر دې، ښځه باید محکمې ته د خپل مېړه یا نارینه محرم په ملتیا ولاړه شي، حال دا چې په ډېری قضیو کې خپله مېړه تورن وي.

په کابل کې یوه حقوقي سلاکار، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نوم نه دی څرګند شوی، ویلي چې د طالبانو تر قانون لاندې د ښځو د وهلو ټکولو په قضیو کې عدالت «ډېر اوږد او سخت بهیر» لري.

هغه د خپلې یوې وروستۍ قضیې یادونه وکړه چې یوه ښځه پکې د خپل بندي مېړه د لیدنې پر مهال د طالبانو یوه ساتونکي وهلې وه. کله چې هغې شکایت وکړ، چارواکو ورته وویل چې د نارینه محرم له شتون پرته یې عریضه نه اورېدل کېږي خو یوازینی محرم یې همغه مېړه و چې په زندان کې بندي و.

د سلاکار په وینا، ښځې ویلي وو چې که محرم ورسره وای، نو ساتونکي به ورباندې برید نه وای کړی.

هغې په عامه ځای کې ژړل او چیغې یې وهلې او ویل یې چې «مرګ تر دې بهیره غوره دی». سلاکار زیاتوي: «د ښځو لپاره دا ناممکنه ده چې د تاوتریخوالي پر وړاندې نیاو ترلاسه کړي».

دا حالت د تېر افغان حکومت د دورې له پرمختګونو سره څرګند تضاد لري.

جمهوري حکومت د جبري واده، جنسي تېري او نورو جنسیت‌محوره خشونتونو پر ضد سخت قوانین نافذ کړي وو. له ښځو سره کورني تاوتریخوالي له درې میاشتو تر یو کال پورې د بند سزا درلوده.خو د طالبانو د نوي قانون له مخې، که یوه افغانه ښځه ټول حقوقي او ټولنیز خنډونه تېر کړي اود خپل مېړه له خوا جدي برید ثابت کړای شي، نو مېړه ته تر ټولو ډېره سزا ۱۵ ورځې بند ټاکل شوې ده.

د بشري حقونو کارپوهان وايي چې طالبانو په خپل نوي قانون کې نه بدني، نه رواني او نه هم جنسي تاوتریخوالی په څرګنده غندلی او نه یې منع کړی دی.

رواداري، چې د طالبانو د سختدریځه رژیم کړنې څاري او ډېری فعالیتونه یې له هېواده بهر دي، ویلي چې د قانون بله ماده ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د خوندي ځای په توګه د خپل پلار کور ته ولاړې شي.

د یاد سازمان په وینا، د ۳۴مې مادې له مخې که ښځه د مېړه له اجازې پرته څو ځله د پلار یا نورو خپلوانو کور ته ولاړه شي او د مېړه له غوښتنې سره سره بېرته ستنه نه شي، نو ښځه او ټول هغه خپلوان یې، چې د هغې د بېرته ستنېدو مخه نیسي، د درې میاشتنۍ سزا وړ ګڼل کیږي.

د رواداري اجرایه رییسه شهرزاد اکبر وايي چې دغه قانون دیني عالمان د ښځو، نجونو او اقلیتونو پر حقونو د سیسټماټیکو محدودیتونو د پلي کولو مسوول ګرځولي، په داسې حال کې چې خپله ملايان له پراخ قانوني معافیت څخه برخمن دي.

که یو دیني عالم جرم وکړي، نو یوازې «نصیحت» ورته کېږي. د اشرافو غړی ممکن یوازې نصیحت او د محکمې احضاریه ترلاسه کړي. د منځني قشر لپاره اعظمي سزا بند دی، خو د ټیټ قشر لپاره بند له بدني سزا سره مل دی.

اکبر وايي: «اوس ملا پاچا دی. ملا پرېکړه کوي او ملا هغه ټول امتیازات لري چې عادي خلک یې نه لري، ځکه هغوی حتا له اشرافو هم لوړ ځای کې درول شوي دي».