سراجالحق زیاتوي: «په هغه وخت کې د خواجه اصف پلار په مرکزي شورا کې ناست وو. د هغه دریځ دا وو، که دا اژدهار موږ په افغانستان کې بند نهکړو او د روس دا توپان له تورخم څخه ها خوا موږ بند نهکړو، نو دا به پاکستان او له پاکستان پس نورو اسلامي هېوادونو ته هم ورسېږي».
د جماعت اسلامي پخوانی مشر د خواجه اصف دغو څرګندونو ته چې ګواکې پاکستان چې د افغانستان په دوو جګړو کې ښکېل وو، د دین او یا اسلامي ارزښتونو لپاره نهوې او جنرال ضیاءالحق او جنرال پروېز مشرف له افغان جګړې څخه یوازې د مشروعیت لپاره ګټه اخېسته وویل: «د خواجه اصف سهار یو بیان وي ماښام بل بیان وي. زه یې ډېر سنجیده نهاخلم، په هر حال چې هر څه یې ویلي، غلطه خبره یې کړې ده».
تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل هم ویلي وو، چې «خواجه اصف جدي مه ګڼئ» او زیاته کړې یې وه، چې پاکستان له پيل څخه د منطقې د نيابتي لوبو او ايډيالوژۍ پروژه وه، نه يو هېواد چې رښتينی ملي روایت او ارزښت ولري.
هغه په ډاګه کړې وه، دا چې نن پاکستان وايي: «موږ هم قرباني شوو»، دا يوازې نيمه خبره ده. پاکستان يوازې قرباني نه و؛ پخپله يې پرېکړه وکړه، لاره يې وټاکله او کلونه يې د جګړې، ايډيالوژۍ او د دين له نوم څخه د وسيلې په توګه کار واخيست.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړو تر شا استعماري قوت دی، پخوا دغه ډول چارې انګرېزانو کولې او اوس د امریکا پالیسي ده. نوموړی روان وضعیت د امریکا په ګټه ګڼي او دواړه لوري خبرو ته رابولي.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق چې څه موده مخکې د طالبانو په بلنه افغانستان ته سفر کړی و، له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپلې «ماتې» غچ اخیستنې لپاره غواړي افغانستان او پاکستان په جګړه کې وي.
سراجالحق وايي: «امریکا پر دې پوهه ده چې په ډاګه نه پاکستان او نه هم افغانستان ته نقصان رسولی شي، لهذا هغه د خپل درد د کمولو لپاره ښه لاره ورته دا ښکاري چې دغه دواړه ملکونه له یو بل نه په فاصله کې شي او له یو بل سره په جنګ کې شي».
سراجالحق وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د شخړې تر شا د امریکا لاس دی او زیاتوي: «فکر کوم چې په دې علاقه کې چې څومره شخړې دي د دې تر شا هغه د استعمار سوچ او استعماري قوت دی. پخوا یې هم همدا کار کړی دی. انګرېز چې کله هند ته راته دلته واړه ریاستونه او نوابۍ وې، ښه په خوند او رنګ یې ژوند تېراوه، هغوی یې له یو بل سره وجنګول او بیا یې پر ټول هند قبضه وکړه. اوس د امریکا هماغه پالیسي ده».
د هغه په باور، د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه کې د امریکا ګټه ده او په وینا یې: «چېرته چې جنګ کېږي نو مړي د ځايي خلکو کېږي، خو کارخانې د اسلحې د امریکې چلېږي.»
مولانا سراجالحق تر دې مخکې د روان کال د لړم په ۲۱مه په پښتونخوا کې د امن جرګې پر مهال وینا کې ویلي وو، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د هند په ګټه ده.
نوموړي یو ځل بیا په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او په باور یې، پاکستان او افغانستان په یوازې سر امن نهشي راوستلی او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو پر همکاریو ټينګار لري.
سراجالحق وايي: «موږ افغانستان ته هم دا خبره کوو چې په پاکستان کې د امن راوستلو لپاره دې افغان حکومت د پاکستان له حکومت سره تعاون وکړي. دواړه ملکونه باید دا یوه مشترکه مسله وګڼي او د دې خاورې د پرمختګ لپاره امن ضروري دی او امن نه پاکستان او نه افغانستان په یوازې سر راوستی شي».
سراجالحق د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو له لارې د روانو ناندریو د حل غوښتنه لري او زیاتوي: «موږ دواړو ته وایو چې د دې پر ځای چې تاسې لوی طاقتونه سره کېنوي او د خبرو مېز ته مو راوغواړي، ولې په خپله نهکېنئ او خپلې مسلې خپله ولې نه حل کوئ».
نوموړی پرته له دې چې د ټيټيپي نوم واخلي وايي، په پاکستان کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف دی او په باور یې، دمګړی پاکستان له ډېر لوی سرخوږي سره مخ دی او هره ورځ په بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې بریدونه کېږي او زیاتوي: «د دغو بریدونو تر شا یو سټلایت سیستم دی، داسې ساده نظام نهدی. هغوی ته موږ دعوت ورکوو چې په جمهوري لاره او د عوامو په رایه خپلې اجنډا عملي کړي. نو که دوی دا کار د هر چا په وینا کوي، که امریکا یا بل هر چا په وینا کوي، پایله یې نه د هغوی په ګټه ده او نه هم د پاکستان».
هغه په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې مخکې د سوداګرۍ د راکړې ورکړې کچه ۲ اعشاریه ۷ میلیارده ډالرو ته رسېده، خو اوس دغه بهیر راپرېوتی دی.
سراجالحق د افغانستان په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګندونې هم وغندلې او په وینا یې «[خواجه اصف] هر څه یې چې ویلي دي غلطې خبرې یې کړې دي».
سرچینو ویلي، چې په دې برید کې د پاکستان د امنیتي ادارو او سرحدي ځواکونو اووه عسکر وژل شوي او د هغوی مړي له یاد نظامي مرکز څخه را اېستل شوي دي او همداراز د دې پېښې له کبله نږدې په یوه کور کې یو ماشوم هم وژل شوی دی.
تر بنو وروسته په باجوړ کې هم د ترهګرۍ پرلهپسې پېښې او د دغو پېښو د مخنیوي په برخه کې د فدرالي او صوبايي حکومتونو عملي ناکامي او ګډ سیاسي مصلحت دا څرګندوي، چې د پښتنو د ژوند او مال ساتنه د حکومت په لومړیتوبونو کې شامله نه ده. دا وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی او د زغملو وړ نه دی».
د عوامي نشنل ګوند مشر زیاته کړې، چې په باجوړ کې تر برید وروسته پر امبولانسونو هم ډزې شوي او مرستندویه عملیاتو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، څو مړي او زخمیان راپورته کړي. هغه له ځایي ادارو نه غوښتنه کړې، چې د حالاتو د کنټرول او د خلکو د ژوند خوندیتوب لپاره باید اړین بېړني اقدامات وکړي.
اېمل ولي زیاتوي: «عامو خلکو، ټولنیزو مشرانو او په ځانګړي ډول سیاسي فعالانو څخه غوښتنه کوو، چې د مسوولیت احساس وکړي، د یووالي او ورورولۍ هڅې زیاتې کړي او د وضعیت د سمبالولو لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار واچوي».
په تېرو درېیو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي او نږدې هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني ځواکونو سره په جګړو بوخت وي. اسلاماباد ادعا کوي، چې په کابل کې د واکمنو طالبانو ملاتړ د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شوی، خو افغان طالبان بیا دا تورونه بېبنسټه بولي او ټینګار کوي، چې دوی هېڅ ګاونډي هېواد ته ګواښ نه پېښوي.