• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویس: له عراقچي مو وغوښتل چې په ایران کې د معترضینو پروړاندې تاوتریخوالي ودروي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د سویس د بهرنیو چارو وزیر ایګناتزیو کاسیس ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یې په خپله وروستۍ لیدنه کې په دغه هېواد کې د اعتراضونو پر مهال د معترضانو د نیولو او وژلو په اړه د خپل هېواد اندېښنه شریکه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له ایراني لوري یې غوښتي، چې د اعتراض کوونکو پروړاندې تاوتریخوالی ودروي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې له تېرو څه باندې ۴۰ ورځو راهیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د حکومت ضد پراخ اعتراضونه روان دي، چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکونو له خوا زرګونه اعتراض کوونکي وژل شوي دي.
دغه وژنې له پراخو نړۍوالو نیوکو سره هم مخ دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰
رافایل ګروسی: له عباس عراقچي سره مې ژورې او تخنیکي خبرې شوې
100%

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي وایي چې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره یې ژورې او تخنیکي خبرې پای ته رسېدلي دي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا خبرې د هغو مهمو مذاکراتو د تیاري لپاره ترسره شوې، چې سبا به په ژنیو کې د ایران او امریکا ترمنځ ترسره شي.

ګروسي ټینګار کړی، چې د عراقچي سره خبرې د هغو تخنیکي موضوعاتو او د مذاکرو د موقفونو د برابرولو لپاره وې، چې په راتلونکو مذاکراتو کې اړین دي.

سبا به په جنیوا کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې ترسره شي، چې موخه یې د دواړو خواو پر اختلافاتو بحث کول او د ایران د اټومي شخړې د حل لپاره سوله ییزه لار موندل دي.

طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۰
طالبان وایي د غلا او اخلاقي فساد په تور یې ۱۲ کسان نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په شپږو ولایتونو کې یې د قتل، غلاوو، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور ۱۲کسان نیولي دي.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په بېلابېلو جلا عملیاتو کې یاد کسان نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پنځه تنه د غلا په تور په هرات ولایت کې، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار د شینوار ولسوالۍ له اړوند سیمې، دوه تنه غله په فراه ولایت کې، او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.

همداراز، یو تن له ۲۰۰عدده پټاقیو سره د کنړ په چپه دره ولسوالۍ کې او یو بل کس د جعلي پیسو د کارولو په تور د هلمند ولایت څخه نیول شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره طالب عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۰
تر اوربند وروسته؛ پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي دي
100%

د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د اکټوبر له لسمې نېټې د اوربند له پیل راهیسې تر اوسه پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږترلږه ۵۷۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۴۳ نور بیا ټپیان شوي دي. د راپور له مخې؛ یوازې د اکټوبر په ۱۹مې او ۲۹مې نېټې بریدونو کې ټولټال ۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې پر بنسټ ټینګ شو. د یادې طرحې په لومړي پړاو کې یوشمېر اسراییلي او فلسطیني بندیان هم خوشې شوي وو.

الجزیرې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه پورې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۲زره او ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې د اسراییل په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې بیا د فلسطین ۱۷۱زره او ۶۵۱وګړي ټپیان شوي هم دي.

په دې مرګ ژوبله کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۰
ټرمپ نتنیاهو ته ویلي که تهران سره هوکړې ته ونه‌رسېږي، پر ایران د اسراییل د برید ملاتړ کوي
100%

سي‌بي‌اېس نیوز د یکشنبې په ورځ د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړ، چې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له بنیامین نتنیاهو سره د ډسمبر میاشتې په لیدنه کې ویلي، چې که امریکا او ایران هوکړې ته ونه‌رسېږي، دی به د ایران د بالسټیک توغندیو پر پروګرام د اسراییل د بریدونو ملاتړ وکړي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکايي یهودانو د سازمانونو د مشرانو په کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال ویلي، دی د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي هوکړې په اړه شکمن دی، خو په خبره یې په دې هوکړه کې باید له ایران څخه د غني شویو اټومي موادو اېستل شامل وي.

نوموړي زیاته کړې: «په ایران کې باید د غني کولو هېڅ وړتیا پاتې نه‌شي، یوازې د غني کولو پروسې درول نه، بلکې د هغو وسایلو او زېربناوو له‌منځه وړل هم شامل وي چې تاسو ته لومړي سر کې د غني کولو اجازه درکوي».

ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو په روانه اوونۍ کې پیل شي.

یو ایراني ډیپلوماټ رویټرز ته ویلي، چې ایران له امریکا سره د داسې یوې اټومي هوکړې په لټه کې دی، چې دواړو لوریو ته اقتصادي ګټې ورسوي.

ایران او امریکا د روانې میاشتې په پیل کې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د څو لسیزو پخوانۍ شخړې د حل د یوې نوې پوځي شخړې د مخېنیي لپاره مذاکرات پیل کړي دي.

په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

۲۶ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۵ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰
په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیان وژل شوي
100%

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېره شپه د اسراییل د هوايي بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې لږ تر لږه ۱۱کسان وژل شوي دي.

د فلسطین سرې میاشتې ټولنې هم اعلان کړی چې د غزې په شمال کې د بې‌ځایه شویو کسانو پر یوه مرکز د برید له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

د دغې ادارې په وینا، په یوه بل جلا برید کې چې د سیمې په جنوب کې شوی، پنځو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بل لور ته، د اسراییل پوځ ویلي چې دغه هوايي بریدونه له اوربند څخه د سرغړونې په غبرګون کې شوي دي.

د پوځ په وینا، د حماس جنګیالي له تونلونو راوتلي او له هغې ټاکل شوې کرښې تېر شوي چې د اسراییلي ځواکونو لپاره د خطر کرښه بلل کېږي.

اسراییل او حماس دواړو یو بل څو ځله د اوربند په ماتولو تورن کړي دي. دا اوربند د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي، خو لا هم نازک حالت لري او د دوام په اړه یې اندېښنې موجودې دي.