په کندوز ولایت کې د ۶۵ چاپ‌اندازانو په ګډون د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۵ چاپ‌اندازانو په ګډون د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې د کوربه چاپ‌اندازانو سربېره، د تخار ولایت لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.