• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کان‌کېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

•
•
•

نور کیسې

د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د فراه ولایت په میل ۷۸ سیمه کې د ګمرک د ځینو کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی. د معلوماتو له مخې، طالبانو د معترضانو د خورولو لپاره ډزې کړې دي. د ځايي خلکو په وینا، په دې پېښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

د فراه د ګمرک کارګران چې د موټرو د تفتیش او د قاچاقي توکو د مخنیوي برخه کې فعالیت کوي، د معاشونو کمولو او ځینو کسانو د ګوښه کولو په غبرګون کې پر اعتراض لاس پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو په ترڅ کې د ګمرک دروازې تړل شوې او د ریاست ودانۍ ښیښې هم ماتې شوې دي.

اړونده طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د اريانا افغان هوايي شرکت غواړي ۲ الوتکې وپېري

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۰

اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د اريانا-افغان شرکت د ریيس ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ یې له دوو بهرنیو شرکتونو سره د یوې ایرباس او یوې بوینګ الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې کړې دي.

په دې خبرو اترو کې له (MARS) دولتي شرکت سره د (A330-200) الوتکې د پېرلو او له (GA Talisis) ترکي شرکت سره د (B737-800) الوتکې د پېرلو په تړاو خبرې شوې دي.

یاد شرکت د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په انلاین جلسو کې، له يادو شرکتونو سره ددغو الوتکو د پېرلو پر ټولو شرایطو بحثونه شوي او موافقه شوې، چې تر کتنې او ارزونې وروسته به راټول شوي معلومات د الوتکو د پيرلو د اړوندو دولتي ادارو له لوري تشکيل شوې کمېټې سره شريک کړي.

شرکت زیاتوي چې په دې ناسته کې د نويو الوتکو د پېرلو اړوند تخنیکي ارزونه، مالي وړاندیزونه، د داوطلبۍ شرایط او د نړیوالو معیارونو رعایت په تفصیل سره وڅېړل شول.

د یاد شرکت په وینا، کمېټې د شفاف، رقابتي او مسلکي بهیر پر تطبیق ټینګار کړې او پرېکړه یې وکړه، چې ټول پړاوونه به د هېواد د نافذه قوانینو او تدارکاتي اصولو سره سم پرمخ وړل کېږي.

د طالب مسوولینو په وینا، د نويو الوتکو پېرل به د اريانا افغان هوايي شرکت عملیاتي ظرفیت لوړ کړي، د الوتنو منظموالی به پیاوړی کړي او مسافرو ته به لا خوندي او باکیفیته خدمات برابر کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر: فساد په سیسټم کې سرایت کړی او له امله یې بې برکتي رامنځته شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر وايي، چې فساد په ادارو او سیسټم کې ننوتلی او بې برکتي یې راوستې ده. نوموړي د متخصصو ډاکټرانو د فراغت په غونډه کې وویل، چې چې ډاکټران د ښځو لپاره محرم دي او دا صلاحیت هم ډاکټر لري، چې له «ښځې جامې وباسي او هر ځای ته یې لاس ور وړي».

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي حمدالله نعماني د ۱۴۰۴ کال د تخصص اکمال لوی ریاست د متخصصو ډاکټرانو فراغت غونډه کې پر دې اعتراف وکړ، چې د طالبانو په ادارو او سیسټم ک فساد رېښې کړې او هرڅه یې بې برکته کړي دي.

نوموړي وویل، چې « فساد د ژوند رګ رګ ته ننوتلی، په هره برخه کې، د خلکو جوړښت داسې شوی، چې له فاسدې لارې راشي. ساختمان، ټکنالوژي او حتا په سیسټم کې فساد سرایت کړی».

نوموړي زیاته کړه، « ددې لامل دادی چې په پاکه اراده نه یو راوتلي».

حمدالله نعماني پر ځینو ډاکټرانو نیوکه وکړه، چې پیسو ته لومړیتوب ور کوي او دې پر طبي برخې عامه باور زیانمن کړی دی.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې ډاکټر په شریعت کې مشاور دی او مشاور ډامن وي او چاته چې مشوره ور کوي، د خپلې هیڅ ګڼې سنجش به یې نه وي کړی. نوموړي پر روغتونونو نیوکې وکړې، چې خپلې ډېرې پانګې پر بازارموندنه او ډیکوریشن لګوي، خو زور یې له ناروغانو باسي.

هغه دغه راز وویل، چې ډاکټرانو ته الله ځینې داسې صلاحیتونه ورکړي، چې ولسمشر او وزیر او عالم ته یې نه دي ورکړي.

نعماني زیاته کړه، چې ډاکټران د ښځو لپاره محرم دي او دا صلاحیت هم ډاکټر لري، چې له ښځې جامې وباسي او هر ځای ته یې لاس ور وړي.

نوموړي دغه راز پر ډاکټرانو غږ وکړ، چې دغه اسرار وساتي.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو له څلورو کلونو راهیسې بندیز لګولی او د دغه بندیز تر پوښښ لاندې د طبي زده کړو او روغتیا پالنې موسساتو د فعالیتونو بندېدل هم شامل دي. دې چارې د ښځو مسلکي پرمختګ او دغه راز د روغتیايي خدمتونو بهیر هم اغیزمن کړی دی.

شنونکي وايي، د طالبانو دغه دریځ، چې ډاکټر د ښځو محرم بولي، د نجونو پر زده کړو د بندیز د عواقبو او منفي اغیزو د پټولو هڅه ده.

هبت‌الله: د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول امت او امیران مکلف دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده وایي، د علماوو د شرعي حکمونو په اطاعت ټول امت او امیران مکلف دي. د هغه په وینا، «د اسلامي نظام بقا، بریالیتوب او ساتنه په دیني علم پورې اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسوولیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي».

هغه زیاته کړې چې په شرعي چارو کې باید له علماوو څخه لارښوونې ترلاسه شي او ورسره مشوره وشي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې ملا هبت‌الله دا څرګندونې په کندهار کې د ولسوالیو علماوو لپاره په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.

د هبت‌الله په وینا دین، اسلام او شرعي احکام علماوو ساتلي دي او دوی به یې ساتي.

هبتالله زیاته کړې چې خلکو د دین او اسلام د کمزوري کولو کوښښ کړی دی، د اسلام او شرعي احکامو د تحریفولو کوښښونه یې کړي دي. د هغه په وینا، اوس هم دا کار روان دی، څو د خلکو څخه اصلي مسیر ورک کړي.

هغه وایي، چې علماوو د دغو شرعي احکامو د تحریفولو مخه نیولې ده: «که پر منبر او په داسې اجتماعاتو کې خلکو ته د منکراتو بد عواقب بیان کړو او شرعي احکام ورته وښیو، ډیر خلک به اصلاح شي»

هبت‌الله ویلي، چې «د اسلامي نظام بقا، کامیابي او ساتنه په دیني علم پوري اړه لري او د اسلامي نظام مهم مسوولیت دیني علم ته ترقي ورکول دي، چې دیني علم خپور او نشر شي او خلک په دین، اسلام او شریعت باندې پوه کړل شي، نو علما کرام دې دیني علم تر خلکو ورسوي».

هغه د عصري زده کړو په اړه، چې نجونې او ښځې ترې محرومې شوې دي، هیڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

د بشري حقونو څار بنسټ: عراق ته لېږدول شوي داعشیان د جبري ورکېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ وایي، چې متحده ایالاتو له سوریې نه شاوخوا ۵۷۰۰بندیان عراق ته لېږدولي، چې هلته د جبري ورکېدو، شکنجې، ناوړه چلند، غیرعادلانه محاکمو او حتا د ژوند د حق د نقض له جدي ګواښونو سره مخ دي.

دغه سازمان، نن د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) وویل، چې امریکا د جنورۍ په ۲۱مه د خپلو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې د بندیانو د لېږد بهیر پیل کړ. په لېږدول شویو کسانو کې افغانان، سوریایان، عراقیان او د نورو هېوادونو وګړي هم شامل دي.

دا لېږد په داسې حال کې ترسره شوی، چې د سوریې حکومت د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

د راپور له مخې، عراقي چارواکو ویلي چې امریکا موافقه کړې، څو په عراق کې د دغو بندیانو د ساتنې او راتلونکو محاکمو لګښتونه ورکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د عراق څېړونکې سارا سنبار ویلي: «دغه بندیان کلونه کلونه پرته له قانوني بهیر ساتل شوي او اوس یو بل هېواد ته لېږدول شوي، چې هلته هم کافي قانوني خوندیتوب نه لري. د داعش د جرمونو قربانیان رښتیني عدالت ته اړتیا لري، او دا عدالت یوازې د عادلانه محاکمو له لارې تامینېدای شي.»

دغه سازمان ویلي، چې په عراق کې د شکنجې پراخو ګواښونو ته په کتو، دا لېږد ښایي د نړیوال قانون د «عدم اعاده» اصل څخه سرغړونه وي، چې له مخې یې هیڅوک داسې هېواد ته نه شي لېږدول کېدای، چې هلته د شکنجې یا ناوړه چلند ګواښ موجود وي.

راپور زیاتوي، چې عراقي چارواکي دا بندیان د ناصریه او کرخ په زندانونو کې ساتي او د عراق ستره قضایي شورا یې د دوسیو ارزونه کوي. د چارواکو په وینا، په لېږدول شویو کسانو کې د داعش لوړپوړي مشران هم شامل دي، چې د نسل‌وژنې او کیمیاوي وسلو د کارولو په تور تورن دي.

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی، چې عراق پخوا هم د ترهګرۍ په قضیو کې د عادلانه محاکمو معیارونه نه دي رعایت کړي. د دغه سازمان د اسنادو له مخې، په ۲۰۱۸او ۲۰۱۹کلونو کې زرګونه کسان په لنډو محاکمو کې محکوم شول، چې ځینې یې یوازې په ۱۰دقیقو کې پرته له مدافع وکیل د اعدام په سزا محکوم شول.

راپور وایي، چې عراق په پراخه کچه د اعدام سزا کاروي او دا مهال شاوخوا ۸۰۰۰بندیان د اعدام په کتار کې دي. یوازې د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په ۱۰مه، عراق شپږ کسان اعدام کړل، چې دا د عامو اعدامونو د بیا پیل لومړنۍ پېښه وه.

د عراق د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۲۶کال فبرورۍ پورې په عراق کې شاوخوا ۳۰زندانونه شته، چې نږدې ۶۷زره بندیان پکې ساتل کېږي، په داسې حال کې چې زندانونه له ګڼې ګوڼې، شکنجې او ناوړه چلند له ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی، چې د بندیانو نوی لوی شمېر به د عراق پر زندانونو نور فشار هم زیات کړي او د بندیانو او زندان کارکوونکو امنیت به له خطر سره مخ کړي.

د عراق حکومت ویاند باسم العوادي ویلي، چې د داعش د بندیانو لېږد د عراق د ملي امنیت د ساتنې لپاره یو «واردمخه مخنیوونکی ګام» دی.

همداراز، د امریکا مرکزي قوماندانۍ قوماندان براد کوپر ویلي، چې دا اقدام د سیمې د امنیت لپاره مهم دی.

خو د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی، چې پرته له عادلانه محاکمو، دا لېږد ښایي د بشري حقونو د جدي سرغړونو لامل شي.

دغه سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي، چې خپل وګړي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي او که شواهد موجود وي، د نړیوالو معیارونو له مخې یې عادلانه محاکمه کړي.