• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په کابل کې یې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۲۳ کسان نیولي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې ۱۲۳کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د جلا عملیاتو پر مهال نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د خبرپاڼې له مخې، له نیول شویو کسانو څخه له دوه زرو زیات نشه‌یي ټابلیټونه، چې «کا» بلل کېږي، ۱۵کیلوګرامه چرس او همداراز یوه اندازه تاریاک، شیشه او الکولي مشروبات هم ترلاسه شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عملیات به یې دوام ولري او هغه کسان به ونیول شي چې د دغو موادو په قاچاق او پلور کې لاس لري.

سره له دې چې طالبان وخت ناوخت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د عملیاتو او نیونو خبر ورکوي، خو یو شمېر شنونکي او منتقدان وایي چې دا مبارزه تر ډېره په ټیټه کچه محدوده ده. د دوی په وینا، ډېری نیول شوي کسان واړه پلورونکي یا منځني قاچاق کوونکي وي، خو لوی قاچاق کوونکي او پراخې شبکې یې لا هم په پراخه کچه فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته
۱
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: د افغان ماشومانو او کورنیو اړتیاوې د زلزلې، وچکالۍ او ستنېدونکو له کبله زیاتې شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، چې د ۲۰۲۵کال په ډسمبر میاشت کې د ختیځ زلزلې، د ۱۲ ولایتونو دوامداره وچکالۍ او له ایران او پاکستان نه د لوی شمېر ستنېدونکو کډوالو له کبله په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لوړه شوې ده.

یونېسف په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي، په ټول افغانستان کې یې شاوخوا ۲۰.۸ مېلیونه خلکو ته چې ۱۱ مېلیونه یې ماشومانو دي؛ بشري خدمات برابر کړي دي. یونېسف په خپل راپور کې ویلي، چې دوی خلکو ته د روغتیا، زده‌کړې، اوبو، تغذیې او رواني ملاتړ په برخو کې پراخې مرستې رسولې دي.

د راپور له مخې؛ د شاوخوا ۲۰ مېلیونه کسانو لپاره بنسټیز روغتیايي خدمات برابر شوي دي. دارنګه له ښوونځي نه بهر ۴۴۲زره ماشومانو لپاره زده‌کړې چمتو شوې، چې ۶۵ سلنه یې نجونې دي. دغه زده‌کړې د ۱۴زره ټولنیزو ښوونځیو له لارې ترسره شوې دي.

د یونېسف په راپور کې راغلي، شاوخوا ۲.۱ مېلیونه خلکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې او له خوارځواکۍ سره د مخ ۶۱۲زره ماشومانو ته ژوند ژغورونکې درملنه ورکړل شوې او د تغذیې ملاتړ له لارې ۹۴۴زره مېندواره او شېدې ورکوونکو ښځو سره مرسته شوې ده.

یونېسف خبرداری ورکړی، چې د WASH (اوبه، پاکوالي او حفظ الصحې) او تغذیې برخو کې د بودجې کمښت د خدماتو ځنډ او د حیاتي توکو د کمښت ګواښ زیات کړی دی.

طالبانو له ازبکستان سره د ۳۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د ازبکستان د سیردریا له والي ارکینجون توردیموف سره په افغان - ازبک سوداګریزه ناسته کې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، فرنیچر، جامو او درملو په برخه کې د څه باندې ۳۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) ویلي، چې نورالدین عزیزي په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت، تصدیو او نویو عملي پروژو په برخو کې پر ګډو هڅو ټینګار کړی.

عزیزي زیاته کړې، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د ۲۰۲۴کال پرتله زیاته شوې وه.

د یادې هوکړې تر لاسلیک وړاندې طالبانو د ازبکستان له دغه پلاوي سره په لیدنه کې د هغه هېواد ټولو سوداګرو ته بلنه ورکړې وه، چې افغانستان ته سفر وکړي او د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره وګوري.

له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ دوشنبه (د سلواغې ۲۷مه) ۷۲۱ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۸۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۵۹، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۸، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

د طالبانو روغتیا وزارت سوداګرو ته: له معتبرو شرکتونو لوړ کیفیت لرونکي درمل وارد کړئ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د طبي تجهیزاتو د واردوونکو ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې غوښته کړې، چې سوداګر دې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له معتبرو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسبو بیو درملو د واردولو هوکړې وکړي.

یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) ویلي، په دغه ناسته کې درمل پلورونکو او ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې له احتکار او په بېلابېلو پلمو د بیو د ناقانونه لوړېدو څخه ډډه وکړي.

طالبانو د یادې ټولنې مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به ستونزې وارزوي او د حل لپاره به یې اقدامات وکړي. د طالبانو دغه وزارت وایي، هڅه کوي په کور دننه د درملو د کمښت ستونزه پر وخت حل کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې تېره ورځ هم ویلي و، د درملو د بیو ټاکلو جوړه‌ شوې لایحه به ژر عملي کړي چې له دې سره به په هېواد کې په لوړه بیه د درملو پلورلو مخه ونیول شي. تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته د درملتونونو مسوولانو ویلي وو، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد خبرداری ورکړی، که له بهر څخه فرمایشي او کم‌کیفیته درمل وارد شي؛ نو دوی به شرکت او فابریکه په تور نوملړ کې شامل کړي.

د طالبانو د خوړو او درملو مرستیال زیاته کړې، چې له پاکستان نه د درملو پر واردېدو ځکه بندیز لګېدلی چې ځیني درمل یې د ګټې پرځای زیان‌رسوونکي وو او په دې برخه کې کره اسناد هم لري.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ځينو سیمو کې د سېلاب او وچکالۍ احتمالي ګواښونه زیات شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) وړاندوېنه کړې، چې د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې نېټې د افغانستان په لوېدیځ او سويل کې درانه بارانونه او شمالي سیمو کې د اوبو کمښت د کرنې او مالدارۍ لپاره ننګونې رامنځته کوي.

یاد بنسټ وړاندوېنه کړې، چې د هوا د تودوخې درجه له ۱–۸ درجې سانتي‌ګرادو ترمنځ پاتې کېدل او د سويلي ولایتونو د ۲۰ درجې سانتي‌ګرادو لوړ حرارت، د يخنۍ ګواښ کموي او د کرنې او مالدارۍ لپاره ګټور شرایط رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې اټکل ښيي، چې د افغانستان په لوېدیځو او سويلي ولایتونو کې درانه بارانونه د ځمکې په کچه د اوبو تېز جریان او د سېلابونو ګواښ زیاتوي. ورته مهال ښایي د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې د بارانونو د نشتوالي له امله د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د وړاندوینې له مخې؛ د تودوخې غیر معمولي لوړوالی د يخنۍ ګواښ کموي، د واورو وېلي کېدل چټکوي او د موسم په وروستیو کې د واورې زېرمه او د خاورې رطوبت کمېدو امکان زیاتوي. یاد بنسټ پر کرونده‌ګرو، مالدارانو او اړونده ادارو غږ کړی، چې د احتمالي سېلابونو او وچکالۍ لپاره چمتووالی ونیسي.