طالبانو په کندهار کې تر ۵۰۰ ټنه ډېر سرب او جست وپلورل

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې په کندهار کې یې ۵۴۲.۵ ټنه سُرب او جست د ۷ مېلیونه او ۳۲۳زره افغانیو په ارزښت پلورلي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه داوطلبي د سېشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) په کندهار کې د طالب چارواکو او سوداګرو په حضور کې ترسره شوه.





