د طالبانو ستره محکمه:نن به په مرکز او ولایتونو کې د روژې میاشتې لیدلو لپاره ناستې ترسره شي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، د میاشتې د لیدلو مرکزي کمېټې ته یې دنده سپارلې چې نن به په مرکز او ولایتونو کې د میاشتې د لیدلو لپاره ناستې ترسره شي. یادې محکمې له خلکو غوښتي، چې د میاشتې تر لیدلو وروسته دې ځایي محکمو ته شاهدي ورکړي.