په غزنې کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسه مړه او یو بل ټپي شوی دی

غزني کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي خبر ورکړی، چې د کابل - کندهار پر لویه لار په اب بند ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسه مړه او یو بل ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې پېښه له یوه مساپر وړونکي موټر سره د یوه باروړونکي موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
خالد سرحدي د پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د موټرونو چټک سرعت یاد کړی.





