• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران له امریکا سره په یو شمېر اصولو کې عمومي هوکړې ته رسېدلی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۸:۲۴ GMT+۰

د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له امريکايي استازو سره د سې‌شنبې ورځې خبرې اترې «رغنده» وبللې او ويې ويل، چې د تېرې ناستې پرتله په‌کې ښه پرمختګ شوی دی. هغه وویل: «په پای کې موږ پر يو لړ لارښوونو او اصولو عمومي هوکړې ته ورسېدو».

عباس عراقچي د سې‌شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۸مه) په جينوا کې د خبرو تر پای وروسته خبريالانو ته زیاته کړه: «اوس موږ روښانه پرېکړه لرو چې کوم کارونه بايد ترسره شي». عراقچي همدارنګه د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې له عمومي ریيس رافایل ګروسي سره تخنيکي خبرې «ښې» وبللې او ويې ويل، چې نوموړي هم له امريکايي پلاوي سره ګټورې او ښې خبرې لرلې دي.

هغه ټينګار وکړ، چې د تېر پړاو پرتله په دې پړاو کې ډېرې جدي او بنسټيزې خبرې وشوې او فضا هم لا زياته رغنده وه. د ده په خبره: «اوس زموږ مخې ته روښانه او مثبت لوری پروت دی». عراقچي وويل، چې دواړه لوري به له دې وروسته د همدې لارښوونو او اصولو پر بنسټ مخ ته ځي او د يوه احتمالي هوکړه‌ليک پر متن به کار پيل کړي.

نوموړي هيله وښوده، چې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه «هر څه ژر» رامنځته شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د راتلونکو خبرو د نېټې په اړه وويل، چې دواړه لوري د يوه احتمالي هوکړه‌ليک پر متنونو کار کوي او کله چې متنونه تبادله شي، نو د راتلونکي پړاو د خبرو نېټه به هم وټاکل شي.

د ايران او د امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه د خبرو دويم پړاو د سې‌شنبې په ورځ په جينوا کې له شاوخوا درې ساعته سختو او پرله‌پسې ډيپلوماتيکو سلا مشورو وروسته پای ته ورسېد. عراقچي دا دويم پړاو مثبت ارزولی، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جينوا خبرې اترې «ډېرې مهمې» بللې وې.

ټرمپ ويلي وو، چې ايران د هوکړې غوښتونکی دی او هيله يې څرګنده کړې وه چې تهران به په معقوله او سنجيده توګه چلند وکړي، ځکه که هوکړه رامنځته نه‌شي، نو ناوړه پايلې به ولري.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

نایجیریا وایي چې له داعش سره د مبارزې لپاره ۱۰۰ نور امریکایي سرتېري ور رسېدلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د نایجیریا د دفاع وزارت ویاند ویلي چې د یادې ډلې پر ضد د مبارزې د عملیاتو د پراخولو لپاره شاوخوا ۱۰۰نور امریکایي سرتېري نایجیریا ته رسېدلي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر نایجیریايي چارواکو تور پورې کړی چې ددغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د میشتو عیسویانو په ساتنه کې پاتې راغلي.

نایجیریا دا خبره ردوي چې ګواکې د کوم مذهب پر ضد تبعیض کوي او وایي چې امنیتي ځواکونه یې هغه وسله والې ډلې په نښه کوي چې پر عیسویانو او مسلمانانو دواړو بریدونه کوي.

متحده ایالاتو د ډسمبر په میاشت کې د اسلامي دولت له شبکې سره تړلو وسله والو پر ضد هوايي بریدونه وکړل او یوه کوچنۍ امریکایي پوځي ډله له مخکې څخه په نایجیریا کې فعالیت کوي څو د دغه هېواد د استخباراتي وړتیاوو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

د رویټرز د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې څو الوتکې چې امریکایي سرتېري او تجهیزات یې لېږدول، د نایجیریا شمالي ایالتونو ته تللې دي.

د نایجیریا د دفاع د مرکزي قوماندانۍ ویاند تورن جنرال سمایلا اوبا وویل چې دغه سرتېري به ځايي ځواکونو ته روزنه او سلا مشوره ور کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې، د نایجیریا پوځ ویلي وو چې تمه لري شاوخوا ۲۰۰ نور امریکایي سرتېري هم ور ورسېږي.

عمان: د ایران او امریکا د خبرو اترو دویم پړاو په «ښه پرمختګ» پای ته ورسېد

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۰

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو منځګړی دی، وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د ګډو موخو او تخنیکي مسایلو په پېژندنه کې له «ښه پرمختګ» سره پای ته رسېدلی.

البوسعیدي پر ایکس لیکلي، چې د خبرو فضا رغنده وه او دواړو لوریو د احتمالي وروستي تړون لپاره د لارښودو اصولو د تعریف په موخه جدي هڅې وکړې.

هغه همداراز د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د عمومي مشر رافایل ګروسي له رول څخه مننه کړې ده.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې لا هم ډېر کار پاتې دی، خو دواړو لوریو د راتلونکې غونډې تر مخه مهم او واضح ګامونه پورته کړي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه)د سویس په پلازمېنه جینوا کې د عمان په سفارت کې ترسره شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د خبرو له پای ته رسېدو وروسته وویل چې مهم او جدي بحثونه وشول او د خبرو فضا د تېر پړاو په پرتله رغنده وه. هغه زیاته کړه چې دواړو خواوو د لارښودو اصولو پر عمومي چوکاټ هوکړه کړې او راتلونکې خبرې به د همدغو اصولو پر بنسټ د احتمالي تړون متن ته ننوځي.

د یادونې وړ ده چې د دغو مذاکراتو لومړی پړاو لس ورځې مخکې په مسقط ښار کې ترسره شوی و. دا خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ او د احتمالي پوځي شخړې د اندېښنو په ترڅ کې پیل شوې دي.

تېر کال هم ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په اړه پنځه پړاوه خبرې کړې وې، خو دا بهیر وروسته له هغه ودرېد چې پر ایران د اسراییل بریدونو په سیمه کې کړکېچ زیات کړ.

په ختیز ارام سمندر او کارابین کې د امریکا بریدونو ۱۱ کسان وژلي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د امریکا سویلي قوماندانۍ د سې شنبې په ورځ وویل چې په ختیز ارام سمندر او کارابین سمندر کې یې پر بېړیو درې جلا بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان وژل شوي دي. د امریکا پوځ د معلوماتو له مخې، په لومړي برید کې څلور کسان، په دویم کې هم څلور کسان او په درېیم کې درې کسان وژل شوي دي.

یادې قوماندانۍ ویلي چې دا عملیات د سیمې د سمندري امنیت او د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په چوکاټ کې شوي دي.

تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت او تابعیت نه دی څرګند شوی.

د یادونې وړ ده چې امریکا په وروستیو کلونو کې په لاتینې امریکا او کارابین سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي.

عراقچي د ایران د اټومي انرژۍ د کارولو پر حق خبرې اترې د نه منلو وړ وبللې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی په جینوا کې د بې‌وسلې کولو په کنفرانس کې ویلي چې د ایران د اټومي انرژۍ د کارولو پر حق مذاکره د منلو وړ نه ده او تهران به له خپلو حقوقو پر شا نه شي.

عراقچي دغه څرګندونې د بې‌وسلې کولو په کنفرانس کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د استفادې روا حق لري.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړ چې پر ایران د هر ډول احتمالي برید پایلې به یوازې د دغه هېواد تر پولو محدودې نه وي. هغه وویل، تهران به د هر ګواښ پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي او د ملي ګټو ساتنه به وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر دریځ هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د واشنګټن چلند د خبرو اترو اعتبار کمزوری کړی او د باور فضا یې زیانمنه کړې ده.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو سیمه‌ییز او نړیوال بحثونه لا هم روان دي او لوېدیز هېوادونه د تهران له اټومي فعالیتونو اندېښنې لري.

طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کان‌کېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.