د سوډان پر یوه بازار د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې لږترلږه ۲۸ کسان وژل شوي

د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، چې د سوډان په مرکزي کوردوفان سیمه کې د بې‌پیلوټه الوتکې برید لږترلږه ۲۸ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. یادې ډلې د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، دغه برید د شمالي کوردوفان ایالت د سوداري ښار پر الصفیه بازار شوی دی.