طالبان وايي کابل کې یې له ۷زرو زیات نشهيي ټابلېټونه کشف او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کابل ښار په څلورمه او ۱۱مه ناحیه کې د یو لړ عملیاتو پرمهال له ۷زرو زیات نشهيي ټابلېټونه او یوه اندازه چرس کشف شوي او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي هم دي.
