• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له ایران او پاکستان نه تر ۷۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ دوشنبه (د سلواغې ۲۷مه) ۷۲۱ کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسیون زیاته کړې، چې په همدې ورځ یې ۸۷۴ نورې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

یاد کمېسیون په خپل راپور کې ویلي، چې دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، اسلام‌کلا او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د راپور له مخې؛ له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۵۹، د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۲۴، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۶۸، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۶۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۹۴زره کډوالې کورنۍ له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه وزارت په وینا؛ په دغه موده کې ۲۵۴زره او ۲۱۸ کسان له کورنیو پرته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت زیاته کړې، چې په ورته موده کې ۳زره او ۶۴۸ بندیان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.

ترویج لرونکی

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۴
ستاسو روایت

د کابل د پنځمې حوزې درېیو قاضیانو د پېسو په بدل په جعلي شهادت د یو کور قباله جوړه کړې

۵

امریکا د خزانې وزارت د بندیزونو له تور نوملړه ۷۶ نومونه لرې کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو روغتیا وزارت سوداګرو ته: له معتبرو شرکتونو لوړ کیفیت لرونکي درمل وارد کړئ

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د طبي تجهیزاتو د واردوونکو ټولنې له مسوولینو سره په لیدنه کې غوښته کړې، چې سوداګر دې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له معتبرو شرکتونو سره د باکیفیته او مناسبو بیو درملو د واردولو هوکړې وکړي.

یاد وزارت د سې‌شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۸مه) ویلي، په دغه ناسته کې درمل پلورونکو او ټولو شرکتونو ته خبرداری ورکړل شوی چې له احتکار او په بېلابېلو پلمو د بیو د ناقانونه لوړېدو څخه ډډه وکړي.

طالبانو د یادې ټولنې مسوولینو ته ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به ستونزې وارزوي او د حل لپاره به یې اقدامات وکړي. د طالبانو دغه وزارت وایي، هڅه کوي په کور دننه د درملو د کمښت ستونزه پر وخت حل کړي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو ادارې تېره ورځ هم ویلي و، د درملو د بیو ټاکلو جوړه‌ شوې لایحه به ژر عملي کړي چې له دې سره به په هېواد کې په لوړه بیه د درملو پلورلو مخه ونیول شي. تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته د درملتونونو مسوولانو ویلي وو، د ځینو درملو بیې ۴۰ سلنه لوړې شوې دي.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال مولوي حمدالله زاهد خبرداری ورکړی، که له بهر څخه فرمایشي او کم‌کیفیته درمل وارد شي؛ نو دوی به شرکت او فابریکه په تور نوملړ کې شامل کړي.

د طالبانو د خوړو او درملو مرستیال زیاته کړې، چې له پاکستان نه د درملو پر واردېدو ځکه بندیز لګېدلی چې ځیني درمل یې د ګټې پرځای زیان‌رسوونکي وو او په دې برخه کې کره اسناد هم لري.

ملګري ملتونه: د افغانستان په ځينو سیمو کې د سېلاب او وچکالۍ احتمالي ګواښونه زیات شوي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) وړاندوېنه کړې، چې د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۶مې تر ۲۲مې نېټې د افغانستان په لوېدیځ او سويل کې درانه بارانونه او شمالي سیمو کې د اوبو کمښت د کرنې او مالدارۍ لپاره ننګونې رامنځته کوي.

یاد بنسټ وړاندوېنه کړې، چې د هوا د تودوخې درجه له ۱–۸ درجې سانتي‌ګرادو ترمنځ پاتې کېدل او د سويلي ولایتونو د ۲۰ درجې سانتي‌ګرادو لوړ حرارت، د يخنۍ ګواښ کموي او د کرنې او مالدارۍ لپاره ګټور شرایط رامنځته کوي.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې اټکل ښيي، چې د افغانستان په لوېدیځو او سويلي ولایتونو کې درانه بارانونه د ځمکې په کچه د اوبو تېز جریان او د سېلابونو ګواښ زیاتوي. ورته مهال ښایي د افغانستان په شمال کې ګڼې سیمې د بارانونو د نشتوالي له امله د اوبو له کمښت سره مخ شي.

د وړاندوینې له مخې؛ د تودوخې غیر معمولي لوړوالی د يخنۍ ګواښ کموي، د واورو وېلي کېدل چټکوي او د موسم په وروستیو کې د واورې زېرمه او د خاورې رطوبت کمېدو امکان زیاتوي. یاد بنسټ پر کرونده‌ګرو، مالدارانو او اړونده ادارو غږ کړی، چې د احتمالي سېلابونو او وچکالۍ لپاره چمتووالی ونیسي.

د طالبانو کابینې د کابل اداري کمپلېکس او روغتیايي کادرونو د کمښت ستونزې حل لپاره غونډه کړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۰

د طالبانو د رییس‌الوزرا ملامحمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په ۱۵مه غونډه کې د کابل ولایت اداري کمپلېکس د جوړولو څرنګوالي، د روغتیايي کادرونو ستونزو او د راستنېدونکو کډوالو د اسانتیاوو لپاره پر پلانونو بحث شوی.

د خبرپاڼې له مخې؛ د یادې غونډې په پیل کې د کابل ولایت د اداري کمپلېکس د جوړولو په اړه خبرې وشوې او د طالبانو د چارو ادارې رییس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ده‌سبز ولسوالۍ د تره‌خېلو تنګي سیمه کې د کمپلېکس د جوړښت څرنګوالی وارزوي او د پرېکړې لپاره یې معلومات کابینې ته وړاندې کړي.

په خبرپانه کې راغلي، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ته هم دنده سپارل شوې چې له روغتیايي بنسټونو سره د روغتیايي کادرونو د کمښت ستونزو حل لارې ومومي او خپل راپور کابینې ته وړاندې کړي.

په افغانستان کې د روغتیايي کادرونو کمښت یوه حیاتي موضوع ګڼل کېږي؛ خو په خبرپاڼه کې یوازې د راپور سپارلو یادونه شوې، پرته له دې چې د ستونزې د ریښو، د کافي روزنې او د شته امکاناتو د وضعیت وضاحت ورکړل شي.

د راپورونو له مخې؛ په افغانستان کې د ښځينه روغتیايي کارکوونکو کمښت جدي ستونزه ده، چې د ښځو روغتیايي خدمتونه محدودوي. د چارو پوهان وایي، که د نجونو زده‌کړې محدودې پاتې شي او د ښځينه روغتیايي کادرونو کمښت دوام وکړي؛ نو د اوسني روغتیايي خدمتونو کیفیت به اغېزمن شي او د راتلونکو نسلونو زده‌کړې او ټولنیز پرمختګ به له جدي ګواښ سره مخ شي.

خبرپاڼه زیاتوي، د راستنېدونکو کډوالو ستونزې او د اړتیا وړ مرستې هم د کابینې د بحث موضوع وې او اړوندو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د ستونزو د حل او د اسانتیاوو برابرولو لارې چارې ومومي.

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ ګډه خونه: له افغانستان نه واردات مخ په زیاتېدو دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۴:۵۹ GMT+۰

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هرات او کابل ته د پلاوي لېږلو اعلان کړی او ویلي یې دي: «له افغانستان نه واردات مخ په زیاتېدو دي. سږ کال له دغه هېواده د پام وړ اندازه پنبه وارد شوې ده».

هغه ویلي، چې د دواړه هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د توازن رامنځته کولو لپاره ګډ پروګرامونه څاري. نوموړي زیاته کړې، چې قراردادي کرنه او د کرنیزو همکاریو پراختیا د دواړه هېوادونو د پروګرامونو اصلي برخې دي.

هغه له اېرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د تهران او طالبانو د هڅو په پایله کې به سوداګریز توازن ښه شي او «قراردادي کرنه» د دواړو هېوادونو له مهمو عملي پروګرامونو څخه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له دې سره به د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو په برخه کې د ایران د اړتیاوو یوه برخه د افغانستان له لارې پوره شي. سیادت ویلي:‌«د سوداګریز توازن او قراردادي کرنې موضوع د خراسان او هرات په ناستو او همدارنګه د دواړه هېوادونو په ګډو کمېسیونونو کې په جدي ډول څاري او د دولت په عمومي تګلارو کې هم ځانګړی ځای لري».

هغه د افغانستان او ایران ترمنځ د صادراتو او وارداتو د لوی واټن په یادولو سره وویل: «افغانستان د صنعت او کانونو په برخه کې ایران ته د صادراتو لپاره ډېر ظرفیت نه‌لري؛ خو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لوړه وړتیا لري او کولای شي د ایران د اړتیاوو مهمه برخه پوره کړي».

سیادت ټینګار کړی، چې د دې موخې پوره کېدل تخنیکي پلان جوړونې او افغان بزګرانو ته د مسلکي سلامشورو ورکولو ته اړتیا لري. د هغه په وینا؛ که د افغانستان تولیدوونکو ته کرنیزې ماشینرۍ او تخنیکي پوهه ورکړل شي، نو ډېر هغه محصولات چې اوس له لرو هېوادونو واردېږي؛ ښایي په ښه کیفیت او لږ وخت کې په افغانستان کې برابر شي.

هغه د کاناډا څخه د حبوباتو وارداتو ته په اشارې وویل: «هغه حبوبات چې دوه میاشتې په سمندري لاره کې وي، د خپل کیفیت یوه برخه له لاسه ورکوي؛ حال دا چې همدغه محصولات له افغانستان نه په لوړ کیفیت واردېدای شي».

د افغان کونسلي استازولیو شورا: پر طالبانو دوامداره نړۍوال څار او فشار اړین دی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۰

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سیاسي او کونسلي استازوليو د همغږۍ شورا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو له پرېکړې هرکلی کړی او دغه پرېکړه یې د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې د دوامداره پاملرنې څرګنده نښه بللې ده.

یادې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په داسې وخت کې چې افغانستان له ژورو، سیاسي او بشري حقونو له کړکېچونو سره مخ دی؛ د دغه مېکانېزم دوام «اړین» دی، ځکه د افغانستان په اړه نړۍوال تمرکز ژوندی ساتي او له طالبانو سره د چلند لپاره یو همغږی او اصولي چوکاټ پیاوړی کوي.

نوموړې شورا ټینګار کړی، چې پر طالبانو دوامداره نړۍوال څار او فشار لا هم اړین دی؛ څو افغانستان د باور وړ سیاسي بهیر پر لور حرکت وکړي.

د اعلامیې له مخې؛ وروستي بحثونه چې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په کچه شوي، په‌کې څرګنده شوې، چې د افغانستان اوږدمهاله ثبات د «رښتیني ټول‌شموله سیاسي چوکاټ» او د یوې روښانه تګلارې جوړولو پورې تړلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بنسټیزو حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو بشپړ درناوی او د نړۍوالو ژمنو پوره کول به د افغانستان په اړه د نړۍوال تعامل راتلونکی مسیر وټاکي.

یادې شورا ویلي، د څار ډلې ماموریت غځول یو فرصت برابروي؛ څو د حساب ورکونې، روڼتیا او د افغانستان د سولې او ټیکاو لپاره د همغږۍ او هراړخیز نړۍوال چلند پر ارزښت ټینګار وشي. په پای کې دغې شورا ویلي، چې له نړۍوالو شریکانو، ملګرو ملتونو او ټولو اړخونو سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ څو افغانستان یو باثباته او ټول‌ګډونه راتلونکی ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې (د سلواغې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر طالبانو د بندیزونو د څار ډلې او د افغانستان د سولې او امنیت ګواښوونکو بنسټونو ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د فشار او بندیزونو پالیسۍ خپله ناکامي ثابته کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د بندیزونو غځول او د څار ډلې د ماموریت دوام یوه تکراري او ناکامه تجربه ده چې ستونزې نه‌شي حل کولی.