سياېناېن: امریکا په سیمه کې خپل پوځي حضور په بېساري ډول زیات کړی دی

سياېناېن راپور ورکوي، امریکا د ۲۵۰ څخه د زیاتو بار وړونکو الوتنو په ترسره کولو خپل پوځي تجهیزات په اردن، بحرین او سعودي عربستان کې اډو ته لېږدولي او ورته مهال په جنیوا کې له ایران سره د سېشنبې ورځې اټومي خبرو ته په نږدې کېدو سره یې سیمه کې خپل پوځي چمتووالی نور هم زیات کړی.
