• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما او اروپایي ټولنه: روژه د یووالي، تفکر، مینې او سولې میاشت ده

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) ویلي، روژه د یووالي، تفکر، مینې او سولې میاشت ده او ملګري ملتونه په دې مبارکو شېبو کې د افغانستان له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

همداراز، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، روژه د تفکر او یووالي میاشت ده او دا فرصت برابروي څو د اړمنو او زیانمنو افغانانو لاسنیوی وشي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: «راځئ چې د دې سپېڅلې میاشتې په ترڅ کې اړمنو ته د مرستې لاس وغځوو. په ګډه کولای شو د زیانمنو هېوادوالو ملاتړ وکړو او د همکارۍ او همدردۍ روحیه لا پیاوړې کړو.»

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

ډبلیو ایچ او: په ختیزو او سوېل ختیزو ولایتونو کې میلیونونه کسان د ملاریا ګواښ سره مخ دي

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰
ډبلیو ایچ او: په ختیزو او سوېل ختیزو ولایتونو کې میلیونونه کسان د ملاریا ګواښ سره مخ دي
100%

د روغتیا نړېوال سازمان ( ډبلیو ایچ او) تازه راپور ښیي چې د هېواد په ختیزو او جنوب ختیزو ولایتونو کې میلیونونه کسان د ملاریا له جدي ګواښ سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان لا هم له ګڼو روغتیايي او اقلیمي ننګونو سره مخ دی.

د یاد سازمان د ارزونو له مخې، د شدیدو بارانونو ډېروالی، د هوا د تودوخې لوړېدل او اوږده، ګرم اوړي د انوفل غوماشو د تکثر لپاره مناسب چاپېریال برابر کړی، چې ورسره د ملاریا د پېښو کچه هم لوړه شوې ده.

روغتیايي کارپوهان وایي، اقلیمي بدلونونه اوس په مستقیم ډول ساري ناروغۍ ډېروي.

د دغه سازمان شمېرې ښيي چې که څه هم د ۲۰۱۸او ۲۰۲۱کلونو ترمنځ د ملاریا پېښې نسبي راکمې شوې وې، خو په ۲۰۲۲کال کې بېرته ډېرې شوې دي، په ۲۰۲۴کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او په ۲۰۲۵کال کې هم دا ناروغي په لوړه کچه پاتې ده.

یاد سازمان په ننگرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې وضعیت لا جدي بللی دي.

دا هغه سیمې دي چې ډېری کورنۍ هر اوړی د ملاریا له تکراري پېښو سره مخ کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سالواډور ویلي، دا ناروغي نه یوازې روغتیايي ستونزه ده، بلکې د ماشومانو پر زده کړو، د کورنیو پر عوایدو او روغتیایي خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي هم منفي اغېز کوي.

روغتیايي مسوولان ټینګار کوي چې که وقایوي پروګرامونه، د درملنې اسانتیاوې او د شریکو بنسټونو ترمنځ همغږي پیاوړې شي، د ملاریا د خپرېدو مخه نیول کېدای شي، په ځانګړي ډول د انتقال د اوج په موسم کې.

د یادولو وړ ده، چې ملاریا د انوفل غوماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته انتقالېږي.

د دې ناروغۍ مهمې نښې تبه، لړزه او شدیده بدني کمزوري ده. روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې د غوماشو ضد جالیو کارول، د کورونو دننه درمل شیندل، او د محافظتي جامو اغوستل کولی شي د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

طالبانو په کندهار کې یو ممثل پر جزايي اصولنامې د نیوکې له امله بښنې غوښتلو ته اړ کړی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۳ GMT+۰
طالبانو په کندهار کې یو ممثل پر جزايي اصولنامې د نیوکې له امله بښنې غوښتلو ته اړ کړی
100%

په کندهار کې ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست افغان ممثل او د ټولنیزو رسنیو فعال عبدالله ابدالي د طالبانو پر جزایي اصولنامې د نیوکې له امله احضار کړی او بښنې غوښتلو ته یې اړ اېستی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ابدالي پر فېسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي و، چې « په کندهار او ګڼو نورو ولایتونو کې د خدای رحمت باران په علماوو، اشرافو، متوسطه او ټیټه طبقه یو شان ورېږي.»

طالبانو دا پوسټ د خپلې جزایي اصولنامې سپکاوی وباله او هغه یې احضار کړ.

دې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ابدالي لا هم د کندهار ولایت د امر بالمعروف ریاست په بند کې دی.

بل خوا، عبدالله ابدالي له نیول کېدو وروسته پر فېسبوک په یوه پوسټ کې له طالبانو بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې « زما موخه یوازې د خدای د رحمت د عاموالي او انساني برابرۍ پیغام شریکول و او هېڅکله مې موخه د ادارې مسوولینو مخالفت یا بې احترامي نه وه.»

ابدالي لیکلي: «له دې وروسته به په ټولنیزو رسینو او عامه بیانونو کې هېڅکله داسې څه ونه لیکم. د تېر لپاره له ټولو مشرانو بښنه غواړم.»

طالبانو له دې وړاندې هم په تیرو څو میاشتو کې مدني فعالان، خبریالان، او افغان ممثلان د بېلابېلو نظریاتو او نیوکو په خاطر احضار کړي، یا نیولي دي.

طالبانو درې پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان یوه پلاوي ته وسپارل

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۴:۲۲ GMT+۰
طالبانو درې پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان یوه پلاوي ته وسپارل
100%

طالبانو اعلان کړی چې د روژې میاشتې د رارسېدو په درناوي او له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د پالیسۍ په چوکاټ کې یې درې پاکستاني نظامیان ازاد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه پرېکړه د سعودي عربستان د غوښتنې په ځواب کې شوې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې «یاد اقدام د روژې د مبارکې میاشتې، چې د الهي رحمت او بښنې میاشت ده، په مناسبت شوی دی».

د معلوماتو له مخې، یاد درې پاکستاني سرتېري د ۲۰۲۵کال د اکتوبر پر۱۲مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو پرمهال نیول شوي وو.

طالبانو ویلي چې دغه اسیران د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي پلاوي د مېلمه‌پالنې په مناسبت ازاد او یاد پلاوي ته وسپارل شول.

مجاهد ټینګار کړی، چې دوی له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي.

په انځورونو کې لیدل کیږي، چې د درېواړو پوځیانو ږیرې اوږدې شوې او سپینې خولۍ یې پر سر دي.

د اکتوبر پر ۱۲مه طالبانو او پاکستاني ځواکونو پر یوه بل ډزې وکړې او له هغه راهیسې د دواړو هېوادونو ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې او په سعودي عربستان، ترکیه او قطر کې یې ناستې هم ناکامې شوې دي.

پاکستان پر طالبانو تور لګوي، چې د ټي ټي پي د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي، خو طالبان دا تورونه ردوي او د ټي ټي پي مساله د پاکستان کورنۍ موضوع ګڼي.

طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۸ GMT+۰
طالبان وایي د بېلاروس له چارواکو سره یې پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو خبرې وکړې
100%

د طالبانو د دولتي شرکتونو اداره وایي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال او ورسره مل پلاوي، بېلاروس ته د خپل سفر پر مهال له بېلاروسي چارواکو سره د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

یادې ادارې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې احمد جان بلال په مینسک کې د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنایعو وزارتونو له مشرتابه سره لیدلي او دواړو خواوو د سوداګرۍ، صنعت او تخنیکي همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.

طالبانو دا لیدنې د کابل او مینسک ترمنځ د اړیکو د نوي پړاو د پیل په توګه ارزولې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې طالب پلاوي د سفر په ترڅ کې د بېلاروس د سترو دولتي صنعتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو هم لیدنه کړې ده، چې پکې MAZ، BELAZ، MTZ او AMKODOR شرکتونه شامل دي. دا شرکتونه د درنو وسایطو، کان‌کېندنې ماشینونو، ټراکټورونو او ساختماني تجهیزاتو په تولید کې نړیواله مخینه او شهرت لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ادارې ویلي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې څو د کرنې او کانونو د میکانیزه کولو، د ساختماني موادو په برخه کې د تجربو شریکولو، او د روغتیا او خوړو د کیفیت د معیارونو د لوړولو په برخو کې ګډ کار وکړي.

دا سفر په داسې مهال کېږي، چې طالبان هڅه کوي د نړیوالو سیاسي محدودیتونو تر څنګ، له بدیلو شریکانو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د هېواد د صنعتي کېدو بهیر چتک کړي.

د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۰
د فراه د ګمرک د کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د فراه ولایت په میل ۷۸ سیمه کې د ګمرک د ځینو کارګرانو اعتراض په تاوتریخوالي اوښتی. د معلوماتو له مخې، طالبانو د معترضانو د خورولو لپاره ډزې کړې دي. د ځايي خلکو په وینا، په دې پېښه کې څو تنه ټپیان شوي هم دي.

د فراه د ګمرک کارګران چې د موټرو د تفتیش او د قاچاقي توکو د مخنیوي برخه کې فعالیت کوي، د معاشونو کمولو او ځینو کسانو د ګوښه کولو په غبرګون کې پر اعتراض لاس پورې کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د اعتراضونو په ترڅ کې د ګمرک دروازې تړل شوې او د ریاست ودانۍ ښیښې هم ماتې شوې دي.

اړونده طالب چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.