• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

په پاکستان کې د علین تکواندو افغان لوبډلې د سرو زرو، سپينو زرو او برونزو ۱۳ مډالونه وګټل

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د افغان علین تکواندو لوبډله د ۲۰۲۶کال د پاکستان د زده‌کوونکو ملي سیالیو په درېیم پړاو کې ښه ځلېدلې او ۱۳ بېلابېل مډالونه یې ګټلي دي. دغه سیالي د ۲۰۲۶کال (د فبرورۍ له ۱۳مې تر ۱۶مې) پورې په اسلام‌اباد کې د تکواندو په ګډون په بېلابېلو لوبو کې ترسره شوې.

علین تکواندو لوبډله د احمد مصطفی علین تر روزنې لاندې د شته ستونزو او محدودیتونو سره، سره د اسلام‌اباد د نړۍوال ساینس ښووځي په همکارۍ وتوانېده، په دغه سیالیو کې برخه واخلي.

د لوبډلې روزنکی احمد مصطفی علین وایي، افغان کډوال تنکي او کوچني لوبغاړي چې په دغه سیالیو کې یې د رسمي ګډون حق نه‌لرلو د سیالیو د تنظیموونکې کمېټې په همکارۍ او د یاد ښوونځي په ملاتړ وکولای شول، په دغه ډګر کې ښه وځلېږي.

د تکواندو په برخه کې د ټول پاکستان په ګډون ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی و. د علین لوبډلې ۴ د سرو زرو، ۴ د سپينو زرو او ۵ د برونزو مډالونو په ګټولو سره د جدول درېیم ځای خپل کړ. دغه لاسته راوړنه د افغان تنکیو لوبغاړو د لوړې وړتیا او ظرفیت څرګندونه کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په مونیخ کې چټک ناک‌اوټ؛ افغان لوبغاړي فیاض حق‌پرست خپل سیال ته په ۱۷ ثانیو کې ماتې ورکړه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۷ فبروری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د رزمي لوبو (MMA) لوبغاړي فیاض حق پرست د «We Love MMA» سازمان د سیالیو په ۸۵م پړاو کې د لومړۍ پاڼۍ په ۱۷مه ثانیه کې د صربستان زلتان سېګیدي ته ماتې ورکړه. دغه لوبه د جرمني په مونیخ کې ترسره شوه او ټاکل شوې وه، چې تر درېیمې پاڼۍ پورې دوام وکړي.

دغه لوبه د فیاض حق پرست له‌خوا له یوې سختې ضربې سره پیل شوه، هغه ضربه چې د صربستان لوبغاړي خپل توازن له لاسه ورکړ او وروسته یې زنګون سخت ټپي شو. لوبڅار د سېګیډي وضعیت ته په کتو په هماغه لومړیو ثانیو کې لوبه ودروله.

د یادې لوبې پایله لاهم په مشهورې وېب‌پاڼه تاپولوژي کې د فیاض حق پرست په ګټه د تخنیکي ناک‌اوټ (TKO) په توګه ثبت شوې ده. ۲۴کلن افغان لوبغاړی فیاض حق پرست چې په جرمني کې ژوند کوي، د اماتور ۱۰ لوبې یې کړې او ټولې یې ګټلې دي.

تر دغه لوبې وړاندې نوموړي د MMA په ​​مسلکي څانګه کې یوه بریا لرله او له یادې بریا سره هغه خپله دویمه مسلکي بریا هم ونمانځله. له بل پلوه د صربستان تجربه لرونکي لوبغاړي زلتان سېګیدي په ۲۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې وه، چې ۵ یې ګټلې او ۱۵ یې بایللې وې. له دې ماتې سره هغه خپله ۱۶مه مسلکي ماتې هم تجربه کړه.

100%
100%

د افغانستان ملي لوبغاړي له يو کال وروسته خپله کلنۍ مرسته ترلاسه کوي

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د بدني روزنې ادارې اعلان کړی، چې د ۱۴۰۴ کال لپاره به د افغانستان ملي لوبغاړو ته د هغوی کلنۍ مرسته ورکړي. د يادې ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، ۳۲۶۸ تنه ملي لوبغاړي له يو کال ځنډ وروسته هر يو ۱۳۲۰۰ افغانۍ د کلنۍ مرستې په توګه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې هر ملي لوبغاړی هر کال ۱۳۲۰۰ افغانۍ چې شاوخوا ۲۰۷ امريکايي ډالرو سره برابرېږي، ترلاسه کوي. په وروستيو کلونو کې دا کلنۍ مرسته هر کال د رسمي مراسمو په ترڅ کې وېشل کېږي؛ هغه موضوع چې تل د لوبغاړو له لوري له ګڼو پوښتنو او اندېښنو سره مل پاتې شوې ده.

د سږکال د کلنۍ مرستې د وېش په مراسمو کې په لومړۍ ورځ د اورېدلو له نعمت څخه د بې‌برخې ملي لوبډلې، د کښتۍ چلولو او د تکواندو (ITF) ملي لوبډلو لوبغاړو خپلې پيسې تر لاسه کړې. د بدني روزنې ادارې ويلي دي، چې د نورو ورزشي څانګو ملي لوبغاړو ته به هم د کلنۍ مرستې د ورکړې بهير روان وساتل شي.

د ورزش مسوولينو د دغو مراسمو د پيل پر مهال له لوبغاړو سره د پرله‌پسې ملاتړ ژمنه وکړه؛ خو ګڼ کسان په دې باور دي چې په کال کې ۱۳۲۰۰افغانۍ د هېواد د ورزش پر بهير او په ځانګړي ډول د لوبغاړو پر ودې او پرمختګ کوم د پام وړ اغېز نه لري.

اوسمهال کلنۍ مرسته د رسمي غونډو په ترڅ کې ورکول کېږي؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې هم د دغو پيسو ورکړه له ګڼو پوښتنو او لانجو سره مل وه او يو شمېر لوبغاړو ان په ځينو فدراسيونونو کې د خيالي ملي لوبغاړو د موجوديت خبره هم کوله.

د بدني روزنې ادارې د ورکړل شويو شمېرو له‌مخې، ملي لوبغاړو ته د ورکړې وړ ټوله اندازه ۴۳ ميليونه او ۱۳۷ زره او ۶۰۰ افغانيو ته رسېږي؛ هغه اندازه چې يادې ادارې ځان د هغې ورکړې ته ژمن بللی دی.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ افغانستان د ۵ وېکټو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۹:۱۳ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام افغانستان په خپله درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته د پنځو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه. متحده عربي امارتو افغان لوبډلې ته ۱۶۱ منډې هدف ټاکلی و او افغان لوبډلې دغه هدف په ۱۹.۲ اور کې پوره کړ.

د یادې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. متحده عربي ماراتو د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې هدف وټاکه. د افغان لوبډلې د توپ اچوونې په برخه کې عظمت الله عمرزي ۴، مجیب الرحمان ۲ او راشدخان یو لوبغاړی وسوځاوه.

د توپوهنې په برخه کې بیا ابراهیم ځدراڼ ۵۳، عظمت الله عمرزي ۴۰ او دروېش رسولي ۳۳ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او د پنځو وېکټو په توپير یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه. د نړۍوال جام په روانو سیالیو کې دا د افغانستان لومړۍ بریا ده، تر دې مخکې افغان لوبډلې د نیوزېلنډ او سویلي افریقا پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

افغانستان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د یادو ډله‌ییزو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د کاناډا په وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام؛ د متحده عربي اماراتو لوبډلې افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د ۲۰۲۶کال نړۍوال جام سیالیو پر دوام د متحده عربي امارتو لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې د توپ اچوونې په برخه کې عظمت‌الله عمرزي تر ټولو ډېر ۴ لوبغاړي وسوځول.

دا په نړۍوال جام سیالیو کې د دواړو لوبډلو درېیمه لوبه ده، افغانستان په خپلو دواړو مخکېنیو لوبو کې له نیوزېلنډ او سویلي افریقا لوبډلو څخه ماتې خوړلې؛ خو متحده عربي اماراتو په یوه لوبه کې ماتې خوړلې او بله لوبه یې ګټلې ده. دغه لوبه د هند په پلازمېنې ډیلي ښار کې پیل شوې ده.

که افغانستان لوبه وګټي، نو ښایي بل پړاو ته به د تګ چانس ولري؛ خو په دې لوبه کې ماتې به یې لوبډله له نړۍوال جام څخه بهر کړي، ځکه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تراوسه د ۲۰۲۶کال په ۲۰ اوریز نړۍوال جام کې کومه بریا نه‌ده ترلاسه کړې.

که څه هم افغانستان د ډله‌ییزو لوبو پړاو په پاتې دوو لوبو کې د متحده عربي اماراتو او کاناډا پر وړاندې د بریا ډېر چانس لري؛ خو د یادې لوبډلې برخلیک د نورو سیالیو په پایلو پورې تړلی دی.

افغانستان له اماراتو سره د خپلو لوبو په تاریخ کې له ۱۴ هغو ۱۱ بریاوې او ۳ ماتې ثبت کړې دي؛ خو له دې سره که نیوزېلنډ په خپله راتلونکې لوبه کې کاناډا ته ماتې ورکړي، ان د اماراتو پر وړاندې د افغانستان بریا هم ښايي له سیالیو څخه د افغان لوبډلې د بهر کېدو لامل شي.

راشدخان د ۷۰۰ وېکټو په پوره کولو سره تاریخي ریکارډ خپل کړ

۲۷ سلواغه ۱۴۰۴ - ۱۶ فبروری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشدخان د ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې ۷۰۰ وېکټې ترلاسه کړې او په دې برخه کې یې تاریخي ریکارډ په خپل نوم کړ. د هغه اغېزناکې توپ‌اچونې نوموړی د کرېکټ ۲۰ اوریزو لوبو په تاریخ کې د یوه غوره توپ‌اچوونکي په توګه معرفي کړی دی.

د «کرېک‌اېنفو» د راپور له‌مخې؛ راشدخان توپ ته ډېر څرخونه نه‌ورکوي، خو په هوا کې د لوړ سرعت او د وېکټو ترمنځ د مستقیمې کرښې په ساتلو سره توپ‌وهونکي تر فشار لاندې راولي؛ دا د هغه د خوښې وړ الګو شاهد اپریدي د توپ‌اچونې سټایل ته ورته سبک دی.

راشدخان ۱۷ کلن و، چې د ۲۰۱۵کال په اکتوبر کې یې زېمبابوې ته د افغانستان د سفر پر مهال خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړۍواله لوبه ترسره کړه. لا دوه کاله نه وو تېر شوي، چې د نږدې ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې د هند په غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) کې د سن‌رایزرز حیدراباد لوبډلې له‌خوا وپېرل شو.

هغه په خپل لومړي فصل کې ۱۷ وېکټې واخیستې او تر هغه وروسته یې له ګایانا امازون وریرز سره په ۲۰۱۷کال کې د کارابېن لیګ په تاریخ کې لومړنی هېټ‌ټریک ثبت کړ او اډېلایډ سټرایکرز سره یې قراردادونه لاسلیک کړل.

نوموړي له اډېلایډ سټرایکرز سره یو ځای په ۲۰۱۸کال کې د اسټرالیا د بېګ‌باش لیګ لومړنۍ اتلولي خپله کړه. راشد خان د افغانستان په ملي لوبډله کې هم ستر ریکارډونه ثبت کړي، چې په دې کې د اېرلنډ پر وړاندې په یوه ۲۰ اوریزه لوبه کې د یوازې ۳ منډو په بدل کې د ۵ وېکټو اخیستل شامل وو، چې د افغانستان د پرله‌پسې ۱۱ بریاوو د ریکارډ لامل شو.

نوموړي دغه راز په ۲۰۱۷کال کې د ۱۸ منډو په ورکولو سره د ۷ وېکټو په اخیستلو، په کارابین سیمه کې د وېسټ‌انډیز پر وړاندې د افغانستان په لومړنۍ تاریخي یو ورځنۍ بریا کې بنسټیز رول ولوباوه.

په همدې کال کې راشد خان د ای‌سي‌سي د همکارو هېوادونو د کال غوره لوبغاړی هم غوره شو. په ورپسې کال کې راشد خان تر ټولو ځوان توپ‌اچوونکی شو، چې د نړۍ د یو ورځنیو لوبو په ډلبندۍ کې په لومړي مقام کې راغی.

هغه د نړۍوال کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبډلمشر شو او همدارنګه تر ټولو چټک لوبغاړی و، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۰۰ وېکټې پوره کړې.

د ټېسټ کرېکټ په لومړي کال کې راشد خان د اېرلنډ پر وړاندې د افغانستان په لومړنۍ بریا کې په دویمه پاڼۍ کې پنځه وېکټې واخیستې. تر دې شپږ میاشتې وروسته یې د بنګله‌دېش پر وړاندې په تاریخي لوبه کې د یوې نیمې سلیزې په جوړولو او دوه ځلې د پنځو وېکټو په اخیستلو سره په ټوله کې ۱۱ وېکټې ترلاسه کړې.

هغه په ۲۰۲۱کال کې یو ځل بیا د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان په بریا کې ۱۱ وېکټې په خپل نوم کړې. راشد خان له سن‌رایزرز حیدراباد سره په پنځو فصلونو کې د ۶.۳۳ اقتصادي اوسط په لرلو ۹۳ وېکټې ترلاسه کړې او د دغې لوبډلې یو له اصلي ستنو شمېرل کېده.

په ۲۰۲۲کال کې ګجرات ټایټنز ته له لېږد وروسته نوموړي د ۱۹ وېکټو په اخیستلو سره په خپل لومړي فصل کې د دغې لوبډلې په اتلولۍ کې مهم رول ولوباوه. راشد خان نن په نړۍوال جام سیالیو کې د متحده عربي اماراتو د لوبډلې د یو لوبغاړي په سوځېدو په نړۍوالو لوبو کې ۷۰۰ وېکټې ترلاسه کړې او د ۷۰۰ وېکټو تر تاریخي او تلپاتې ریکارډ یې په خپل نوم کړ.